طالبان وايي د اجنډا او ترکيب له معلومېدو وروسته به د دوحې درېيمه ناسته کې د ګډون پرېکړه کوي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي، د افغانستان په تړاو په دوحه کې د درېیمې جوړېدونکې غونډې په اړه د ملګرو ملتونو له استازو سره په خبرو بوخت دي او د اجنډا او ترکیب تر روښانه کېدو وروسته به پکې د خپل ګډون یا نه ګډون په اړه پرېکړه وکړي.

ښاغلي خان متقي د روسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره په ليدنه کې د ملګرو ملتونو په نوښت د افغانستان په تړاو په دوحه کې د راتلونکي ناستې او همدارنګه د افغانستان او روسيې تر منځ په سياسي او اقتصادي مسئلو سربېره پر ځينو سيمه ييزو مسايلو هم خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت وايي، ښاغلي متقي ويلي د ملګرو متلونو په نوښت دوحه کې د جوړېدونکې درېيمې غونډې په تړاو يې د ياد سازمان له استازو سره خبرې روانې دي او د اجنډا او ترکيب له روښانه کېدو وروسته به په کې د خپل ګډون او نه ګډون په اړه پرېکړه وکړي.

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حفيظ احمد ضيا تکل وايي، ښاغلي متقي ويلي چې له کافي وضاحت وروسته په خپل دريځ څرګند کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې بهير لومړۍ غونډه د ۲۰۲۳ کال په مې کې جوړه شوې وه چې د طالبانو حکومت استازو ته په کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

دويمه ناسته د روان کال فبرورۍ کې وشوه چې د افغانستان ګاونډيو، امريکا او روسيې تر څنګ د شلو هېوادونو استازو په کې برخه لرله خو د طالبانو حکومت په کې په وروستيو شېبو کې له ګډون انکار وکړ.

په دوحه کې د دغې لړۍ دوهمې غونډې چې مشرۍ يې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرېش کوله د طالبانو په واکمنۍ کې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې تعامل څرنګوالي او د يوه ځانګړي استازي ټاکل چې دنده به يې د بين الافغاني خبرو لپاره هلې ځلې وي د دې غونډې د اجنډا له مهمو برخو وو.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د يادې غونډې له پيل وړاندې د ملګرو ملتونو له خوا د نوي استازي له ټاکلو سره مخالفت څرګند کړی و او ويلي يې وو چې د سياسي استازي پرته د بل کس ټاکل اړين نه دي.

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزير امير مان متقي د روسيې له ځانګړي استازي سره په وروستۍ ليدنه کې هم يو ځل بيا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت ښودلی.

د ياد وزارت له خوا خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ښاغلي کابلوف له امير خان متقي سره په دغه ليدنه کې د امريکا له خوا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادېدو او پر بانکي سيستم د لګول شويو بنديزونو لېرې کېدو هم ټينګار کړی دی.

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي د طالبانو حکومت د کورنيو چارو چارسمبالي وزير سراج الدين حقاني سره هم ليدلي دي.

د دغه وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، دواړو لوريو پر دوه اړخيزو او د سيمې په سياسي او امنيتي مسئلو خبرې کړې دي.