تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا هند د ډرونونو صنعت پر نړیوال مرکز بدلېدونکی دی؟
- Author, پریتي ګپتا
- دنده, بي بي سي
- رپوټ له:, ممبی
ادېش پریتم نات نوی نوی د ډرون پیلوټ شوی. هغه هیله من دی چې د دغه نوي زدکړي هنر په مټ به راتلونکې کې ګڼ کاري فرصتونه ولري.
نوموړی وايي دا چې د ډرون د پیلوټۍ سند لرم نو فرصتونه هم راسره ډېر دي. دمکړۍ د نقشه اخیستلو سروې، څار او کرنې په ګډون بېلابېلو سکتورونو سره کار کوم.
نړۍ کې اوس د هرې کچې او اندازې ډرونونه جوړېږي. کوچني ډرونونه اکثرا درې یا څلور څرخه لري، چې کمره هم پکې لګېدلې وي.
ستر ډرونونه بیا د الوتکو په څېر وي، درانه وزنونه پورته کوی شي او معمولآ یې پوځیان کاروي.
۲۳ کلن پریتم نات پخوا د ډرون د ډیزان برخه کې کار کاوه، خو وروسته یې وپتیېله چې د الوځولو هنر یې هم زده کړي ځکه دا دنده د ښې تنخوا ترڅنګ ګڼ فرصتونه هم لري.
هغه د ډرون الوځولو پنځه ورځنی کورس وکړ او اوس د داسې ډرونونو ازمایلو کې مرسته کوي چې د نقشې اخیستلو لپاره جوړ شوي دي.
هغه غواړي په دې پسې د سترو او پرمختللو ډرونونو الوځول هم زده کړي.
د پریتم نات د هیلو او بریاو راز په دې کې نغښتی چې د هند حکومت دغه هېواد کې د ډورن الوتکو صنعت د ودې هڅې پیل کړې.
په دې لړ کې د روان کال له فبرورۍ راهیسې هند ته له پوځي او څېړونکو ډرونونو پرته د نورو بې پیلوټه الوتکو په واردېدو بندیز اعلان شوی.
د هند حکومت غواړي په دې توګه دغه هېواد کې دننه دې صنعت ته وده ورکړي چې د ډرونونو ترڅنګ پکې د دې ټکنالوژۍ د ټولو اړوند توکو او سامانونو تولید هم راځي.
امیر دوبی د هند په ملکي هوايي چلن وزارت کې سکرتر پاتې شوی.
هغه وايي "ډرون د کار او اقتصادي ودې لپاره ښه زبادېدی شي، په ځانګړې توګه د هند لرې پرتو او پراخو سیمو کې."
هغه زیاتوي "هند کې د مالوماتي ټکنالوژۍ او انجنیرۍ برخې له پخوا پیاوړی دی او په ځايي کچه اړتیا هم ورته ډېره ده. د همدې لپاره د دې موقع شته چې هند تر ۲۰۳۰ کال پورې د ډرونونو پر نړیوال مرکز بدل شي."
د نوموړي په وینا راتلونکو دریو کلونو کې به هند کې د ډرون پر صنعت د ۵۰ میلیارده روپیو په اندازه پانګونه وشي.
نیل مهتا د 'اسټیریا فضايي کمپنۍ' چې له تېرو لسو کلونو ډرون تولیدوي، شریک بنسټګر دی.
دی دې برخه کې د حکومت د هڅو هرکلی کوي.
د هغه کمپنۍ دفاعي سکتور ته د ډرونونو جوړولو ترڅنګ اوس د حکومت د لېوالتیا له کبله نورو برخو ته هم طرحې لري.
نوموړی وايي "هند کې اوس د ډرون کارېدل په ډېرېدو دي - اغېزې یې هم ښکاره دي چې له اقتصادي اړخه ګټور دي." هند کې اوس په بېلابېلو برخو کې له ډرونونو ګټه اخیستل کېږي. که پولیس یې د ترافیک او ګڼې ګوڼې څارلو لپاره کاروي، نو پوله ساتي ځواکونو بیا ترې د قاچاق مخنیوي لپاره ګټه اخلي.
د کرنې برخه کې یې هم کارېدنه عامه ده.
په دې سکتور کې د فصلونو د ودې له څار او کتلو رانیولې تر دوا پاشلو هره برخه کې کارول کېږي.
هند کې د ډرون فدراسیون راجیو کمار نارنګ وايي که څه هم تر ۲۰۳۰ کال پورې د ډرون پر نړیوال مرکز د بدلېدو هوډ شته، خو 'زما په اند باید محتاط واوسو، ځکه تر اوسه موږ سره دومره ټکنالوژي نشته.'
د هغه په وینا د دغه صنعت د تنظیم لپاره د کار جدي اړتیا هم لیدل کېږي، چې د خوندیتابه اصولو خیال وساتي او د ډرون ډېرېدونکې کارېدنې ته د هوايي ترافیک کنټرول سیستم برابر کړي.
د راجیو کمار نارنګ په وینا په دې توګه به د ډرون د کارېدو له ډېرېدو سره د هغو اهمیت هم ډېر شي.
دی وايي "حکومت ته په کار ده چې خپله هڅه وکړي. که تر ۲۰۳۰ کال پورې د ډرونونو پر نړیوال مرکز بدلېدل غواړو نو یو وزارت باید رامخ ته شي او دا کار په غاړه واخلي."
اوسمهال هند کې داسې کمپنۍ هم کمې دي چې د ډرون ټول اړین وسایل برابر کړي.
خو د دغه هېواد حکومت باورمن دی چې که دغه صنعت وهڅول شي، دا ستونزه حل کېږي. په هره توګه دغه سکتور کې فعالي هندي کمپنۍ هم وايي چې ډرون الوتکو او د هغو الوځوونکو ته به اړتیا ډېره شي. 'چراغ شارا ډرون ډسټینیشن' کپمنۍ تر اوسه د ډرون له ۸۰۰ ډېر پیلوټان روزلي دي.
د دې کمپنۍ د اجرايي مدیر په وینا هند به راتلونکو پنځو کلونو کې د ډرون شاوخوا نیم میلیون روزل شویو پیلوټانو ته اړتیا ولري.
دی وايي د پنځم نسل انټرنېټ سیستم راتګ سره به د ډرون ټکنالوژي لا پسې وغوړېږي.
هند کې ځینې کمپنۍ دمکړۍ داسې ډرونونه هم کاروي چې په مصنوعي ځېرکتیا چلېږي او پیلوټ ته اړتیا نه لري.
خو ادیس نات وايي دې ته اندېښمن نه دی چې له مصنوعي ځېرکتیا سره به د ډرون پیلوټانو ته اړتیا ختمه شي.
د نوموړي په وینا "ډرون به تل یوه پیلوټ ته اړتیا ولري، چې پام پرې وساتي. ډرونونه له مختلفو لارو کنټرول او اداره کېږي. مصنوعي ځېرکتیا هم دمګړۍ دومره ډېره پرمختللې نه ده."
دی زیاتوي که ډرون "پخپله الوتل زده هم کړي، خو د هر ډول حالاتو مدیریت نشو ور زده کولی."