د اوکرایین ولسمشر د بې پیلوټه الوتکو په اړه ایران په دروغو تورن کړی

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي پر خپل هېواد د روسي د یرغل د ایراني ملاتړ له کبله تهران په "دروغو او له ترهګرۍ سره په همکارۍ" تورن کړی دی.‌

زیلېنسکي پر ټیلیګرام یوه پیغام کې ویلي، ایران دروغ وايي او اعتراف هم پرې کوي. ۴۴ کلن زیلېنسکي ویلي، د هېواد ځواکونه یې هره ورځ لسګونه ډرون الوتکې راغورځوي.

ایران مخکې منلې وه چې روسیې ته یې "بې شمېره" بې پیلوټه الوتکې ورکړې دي، خو دا ګومان یې رد کړی و چې ګنې له دې الوتکو د اوکرایین په جګړه کې ګټه اخیستل کېږي.

د ایران رسمي خبري رسنیو د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان له خولې ویلي که څه هم تر شخړې څو میاشتې وړاندې تهران مسکو ته وسلې ورکړې دي، خو (په جګړه)‌ کې یې د کارولو کوم ثبوت نشته.

د نوموړي دا څرګندونې د امریکا له هغو مکررو خبرو سره په ټکر کې دي چې په اوکرایین کې یې د شاهد -۱۳۶ په نامه د ایراني ډرون الوتکو پاتې شوني موندلي او ترڅنګ یې داسې ثبوتونه هم شته چې ایراني پوځیان ددغو ډرون کارولو کې له روسیې سره همکاري کوي.

زیلېنسکي ویلي: "یقیناً پوهېږو چې ایراني روزونکو روسي ترهګرو ته د بې پیلوټه الوتکو کارول ورښودلي او تهران یې په اړه چوپه خوله دی."

"که ایران په دې ښکاره کار کې خپلو دروغو ته دوام ورکړي، په دې مانا چې نړۍ به د ایراني او روسي نظامونو د ترهګرۍ همکارۍ په اړه لا نورو څېړنو ته اړه شي".

اروپايي‌ ټولنې، امریکا او بریتانیا پر ایران له دې کبله بندیزونه لګولي، چې روسیې ته یې ډرون ورکړي، لوېدیځ پر دې اند دی چې تهران مسکو ته د (کامیکازې) په نامه ډرون ورکړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان مسکو ته د بې پیلوټه الوتکو د همکارۍ غځول رد کړي دي.

د ارنا په نامه خبري اژانس د هغه له خولې ویلي چې "دا ګنګوسه چې د ځینو لوېدیځو هېوادونو له خوا خپرېږي چې ایران روسیې ته د اوکرایین جګړه کې د مرستې په توګه بې پیلوټه الوتکې او توغندي ورکړي... د توغندیو په اړه څرګندونې بالکل ناسمې دي".

دی وايي "د الوتکو په اړه یې خبره سمه ده، روسیې ته مو پر اوکرایین تر جګړې پیلېدو څو میاشتې مخکې بې پیلوټه نامحدودې الوتکې ورکړې دي".

په وروستیو اوینو کې اوکرایین وویل، چې پر ملکي زېربناوو یې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډېر شوي دي، په تېره د برېښنا د تولید پر سټېشنونو او بندونو.‌

روسیې هم د اوکرایین جګړه کې له ایراني بې ‌پیلوټه الوتکو ګټه اخیستل رد کړي.