تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیه او اوکرایین: ولسمشر پوتین پخواني بندیان جګړې ته ګماري
- Author, جیمز فیټګیریلاډ
- دنده, بي بي سي
په روسیه کې د قانون له تعدیل وروسته، وروستیو کې له زندانه خوشي شویو وژونکو او د نشه يي توکو په کاروبار تورنو پخوانيو بندیانو ته امر شوی چې اوکرایین کې د جګړې لپاره پوځ کې داخل شي.
ولسمشر ولادیمیر پوتین یو ځانګړی قانون تعدیل کړی چې له مخې به یې له زندانه وروستیو کې په خطرناکو جرمونو تورنو خوشي شويو بندیانو نه د احتیاطي پوځيانو په توګه ګټه واخیستل شي.
تر اوسه د ماشومانو پر وړاندې د جنسي جرمونو او په ترهګرۍ تورن پخواني بندیان له پوځي خدمت لیرې ساتل شوي وو.
پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته پر روسي پوځيانو د جرمونو تورونه لګول شوي.
د اوکرایین د مسلې په تړاو یوې نړیوالې خپلوالې جرګګۍ، چې ملګرو ملتونو په سپتمبر کې جوړه کړې وه، پخپل څېړنیز رپوټ کې ویلي، روسي ځواکونو جنګي جرمونه کړي، چې د ځینو پوځیانو له خوا له محاکمې پرته د ولسي وګړو وژل او له هغوی سره جنسي تاوتریخوالی هم پکې راځي.
اوکرایین وايي د روسي ځواکونو په لاس د لسګونه زره احتمالي جنګي جرمونو قضیې یې ثبت کړې دي.
روسیه پر ولسي وګړو د روسي ځواکونو بریدونه ردوي.
پوتین د اوکرایین له اشغال شوي خېرسون ښاره د ملکي خلکو ایستل تائید کړل
د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین په عام محضر کې د اوکرایین له اشغال شوي سویلي ښار خېرسون له ځینو برخو د ملکي خلکو ایستل تایید کړي دي. د کیېف ځواکونه پرلپسې د دې مهم ستراتیژیک ساحلي ښار پر لور پرمختګ کوي.
ښاغلي پوتین ویلي، د دې ښار په خطرناکو سیمو کې مېشت خلک باید ځکه وایستل شي، چې په وینا یې ''ملکي خلک باید و نه ځورېږي. ''
رپوټونو کې ویل شوي، د اوکرایین له دې یوازیني ښاره چې روسي ځواکونو په فبرورۍ میاشت کې له یرغل وروسته نیولی، نژدې اویا زره ملکیان ایستل کېږي.
د مسکو سره میدان کې د یو موټیوالي ورځې په مناسبت وینا کې ښاغلي پوتین وویل، هغه ملکي خلک چې د بریدونو له خطر سره مخامخ دي، باید وایستل شي.
کیېف پر روسیې تور پورې کوي، چې ملکي اوکرایینیان په زور له خپلو مېنو باسي، چې یو جنګي جرم دی، خو مسکو دا تورونه ردوي.
بل لور د روسیې توغندیز او ډرون بریدونو کې د اوکرایین انرژۍ تولید ګڼ شمېر مرکزونه ویجاړ شوي او کیېف اړ شوی، چې له خپلو خلکو د برېښنا کارولو کې د سپما راوستلو غوښتنه وکړي.
د ښاغلي پوتین تازه څرګندونې پر پنجشنبه د هغو رپوټونو له خپرېدو وروسته مخې ته راځي، چې پکې ویل شوي دي، روسي ځواکونه هم له خېرسونه وځي.
په خېرسون سیمې کې یوه ځايي چارواکي کیریل ستریموف چې د روسیې لخوا ګومارل شوی د روسیې رسنیو ته ویلي، مسکو ''ښايي '' له سیمې خپل پوځونه وباسي.
اوکراییني چارواکي بیا په دې موضوع کې له احتیاطه کار اخلي او خبرداری ورکوي چې له خېرسونه د روسي پوځیانو وتلو رپوټونه ښايي یو فریب وي، چې د دوی ځواکونه خطرناکو سیمو ته د ننوتلو لپاره ولمسول شي.
د تېرې فبرورۍ پر ۲۴ مه چې روسي پوځیانو پر اوکرایین یرغل وکړ، ژر یې خېرسون ښار ونیو، خو په دا وروستیو کې اوکراییني ځواکونو د ښار په څنډو کې ځینې سیمې بېرته ترلاسه کړې دي.
د تېرې میاشتې په نیمايي کې چې روسي ځواکونو د ښار حالت دفاعي کړ، له ملکي خلکو لومړی ځل وغوښتل شول چې له ښاره ووځي. له هغه وروسته پوځي چارواکو وویل، له جګړې مخکې یې د ښاریانو ایستلو عملیات بشپړ کړي دي.
روسیې ادعا کړې چې خېرسون یې د اوکرایین دریو نورو سیمو په ګډون د خپلې خاورې برخه ده، خو پر دې یوه سیمه هم بشپړ کنټرول نه لري. روسیې د خپلې ادعا اثبات لپاره په بېړه په دې سیمو کې د ''ټولپوښتنې '' انتظام وکړ خو دا چاره په نړیواله توګه وغندل شوه.