تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا پر هند ډرون الوتکې او عصري وسلې پلوري
هند او د امریکا متحدو ایالتونو پر یوې پوځي هوکړې لاسلیکونه کړي، چې د پوځي چارو ماهرینو په وینا له مخې به یې هندی پوځ وکولای شي د امریکا له متحدو التونو د ډرون الوتکو په ګډون پرمختللي پوځي تجهیزات تر لاسه کړي.
هوکړه د پنجشنبې پر ورځ ډیلي کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، دفاع وزیر جېمز مټیس د هند بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج او دفاع وزیرې نرملا سیتارمن تر منځ له خبرو وروسته شوې.
د نیویارک ټایمز په ګډون یو شمېر مشهورې نړیوالۍ رسنۍ وايي، دغه هوکړه به نه یوازې د نوي ډیلي لپاره د ډېرو پرمختللیو امریکايي وسلو اخیستو لار پرانیزي، بلکې هندی پوځ به وکولای شي، ډېره حساسه امریکايي پوځي تکنالوژي په ګډه استعمال کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر دغه هوکړه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو نوی پړاو بللی او د هند بهرنیو چارو وزیره وايي، دې سره به د هندي پوځ دفاعي وړتیا او چمتوالی ډېر شي.
ماهرین وايي هوکړه کې د وسله لېږدونکو عصري ډرون الوتکو په ګډون یو شمېر پرمختللي تجهیزات شامل دي، چې هند ته لېږد به یې هم ممکن شي.
د سري 'پټو ' دفاعي معلوماتو راکړه ورکړه هم د دغې هوکړې برخه ده.
د هند او امریکا تر منځ نویمو کلونو کې د خپلمنځي سوداګرۍ ټولټال کچه نژدې پنځه میلیارده ډالرو ته رسېده، خو ۲۰۱۶ کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه له ۱۰۰ میلیاردو ډالرو هم اوښتې ده.
دا وروستیو کلونو کې د هند او امریکا تر منځ پوځي اړیکي پراخ شوي، خو دې سره هم هند دا مهال د روسي وسلو له لویو مشتریانو یو دی، چې ویل کېږي د دغه هېواد ۷۰ سلنه پوځي تجهیزات او وسلې له روسیې تر لاسه شوې دي.