تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بښنې نړیوال سازمان: ۲۰۰ زره کسانو هغه بیان لاسلیک کړی، چې وايي، طالبان دې پر بشري حقونو له تېري لاس واخلي
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د نړۍ له لر او بره نږدې دوه سوه زره کسانو د دوی هغه بیان لاسلیک کړی چې له طالبانو په کې غوښتل شوي، چې پر بشري حقونو له تېري سملاسي لاس واخلي.
په دې بیان کې راغلي چې د طالبانو واکمنۍ کې له نجونو او ښځو حقونه اخیستل شوي او زرګونه افغانان زندانیان شوي، ربړول شوي او د ځینو مړی او ژوندی ورک دي.
د بښنې نړیوال سازمان د سویلي آسیا څانګې پر ایکس (مخکیني ټویټر) یوه بیان کې ویلي د نړۍ له بېلابېلو برخو څه باندې یوسل او ۹۸ زره او شپږ سوه کسانو د دوی هغه بیان په انلاین بڼه تایید او لاسلیک کړی چې له طالبانو په کې افغانستان کې بشري حقونو ته د درناوي غوښتنه شوې ده.
په دې بیان کې چې د یاد سازمان پر پاڼه خپور شوی څلور بنسټیزې غوښتنې شوې دي. لومړی دا چې طالبان دې سملاسي پر بشري حقونو له تېریو لاس واخلي. دې لړ کې پر ښځو او نجونو، لږکیو، ایل، جي، بي، ټي، د بشري حقونو پر فعالانو، د مدنې ټولنې پر غړو، پخوانیو قاضیانو او څارنوالانو، پخوانیو حکومتي کارکوونکو ، خبریالانو او نورو د بریدونو او وژنو یادونه شوې ده.
غوښتنه شوې چې د کار او زدکړې په ګډون دې ښځو او نجونو ته ټول حقونه ورکړل شي. دغه راز د بیان پر ازادۍ ټینګار شوی چې ټول افغانان یې باید ولري.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي د خبریالانو، سوله ییزه معترضینو، او ښځینه فعالانو تښتول، په خپل سرنیول ، وهل او هغوی ته بد رد ویل دې پای ته ورسول شي.
یاد سازمان غوښتنه کړې چې د بشري حقونو په برخه کې د شویو تېریو څېړنه دې وشي او د عدالت منګولو ته د مسؤولو کسانو د سپارلو لپاره دې شفاف میکانیزمونه رامنځته شي. ناقانونه نیونې او وژنې، د یو چا د مړي او ژوندي ورکېدل او خپلسري نیونې د دې تېریو د څو بیلګو په توګه یادې شوي دي.
د فعالانو له ډلې یو هم د قلم لار ټولنې مشر او د نجونو د زدکړې فعال مطیع الله ویسا دی چې د څه باندې پنځو میاشتو راهیسې طالبانو نیولی.
طالب چارواکو ویلي نوموړی د خپل سرو کړنو له امله نیول شوی دی.
خو طالبانو تل دا تورونه رد کړي دي. طالبان وايي بشري حقونو ته ژمن دي او هڅه کوي د ښځو د کار او نجونو د زدکړې لپاره د دوی په وینا مناسب چاپیریال رامنځته کړي دي.