تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بښنې نړیواله ټولنه: له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلن باید بشر ضد جنایت وبلل شي
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
د بښنې نړیوالې ټولنې ویلي، له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند باید بشر ضد جنایت وبلل شي. دا څرګندونې په یوه تازه رپوټ کې شوي چې د بښنې نړیوال سازمان او د حقوقپوهانو د نړیوال کمېسیون له لوري چمتو شوی دی.
په دغه ۶۲ مخیز رپوټ کې د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو د حقونو د محدودیدو جزییات یاد شوي او ویل شوي دي چې باید یې په تړاو د احتمالي بشری جرمونو په توګه پلټنې وشي.
د بښنې نړیوالې ټولنې او د حقوقپوهانو د نړیوال کمېسیون تازه خپور شوی رپوټ په دې ټینګار کوي چې ښځو او نجونو سره د طالبانو د رژیم چلن باید نړیوالو قوانینو سره سم د بشری ضد جنایتونو او جنسیتي کړونې په توګه وپلټل شي.
دغه رپوټ چې ''د ښځو پر وړاندې د طالبانو جګړه '' نومول شوی، پر نجونو او مېرمنو د طالبانو د محدودیتونو انځور وړاندې کوي او وايي څرنګه د ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونو سربېره، په زوره د هغوی تري تم کول، زندان ته اچول، ربړول او ورسره شوی نور ناسم چلن د جرمونو د نړیوالې محکمې د قوانیونو پر بنسټ بشر ضد جرمونه او جنسیتي کړونې سره اړخ لګوي.
په تازه خپاره شوي رپوټ کې د ۲۰۲۱ م کال له اګست میاشتې د ۲۰۲۳ م کال تر جنورۍ پېښې په پام کې نیول شوې دي. د رپوټ چمتو کوونکي وايي، د ملګرو ملتونو او مدنې ټولنو له لوري د ترلاسه شویو زیاتېدونکو معتبرو لاسوندونو پر بنسټ دې پرېکړې ته رسېدلي.
د بښنې نړیوالې ټولنې او د حقوقپوهانو نړیوال کمېسیون د جرمونو د نړیوالې محکمې پر څارنوالانو غږ کړی چې د جنسیتي کړاو بشري ضد جرم دې، د افغانستان روانو حالاتو په تړاو خپلو روانو پلټنو کې ور زیات کړي.
دې دواړو ادارو همداراز له نورو هېوادونو غوښتي چې د قانوني لارو چارو په کارونې سره د طالبانو د غورځنګ هغه غړي محاکمه کړي، چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ پرې د جرمونو د ترسره کولو شک کېږي.
طالبانو دغه تازه رپوټ ته لا کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې دا ادعاوې رد کړې چې ګواکې د دوی په واکمنۍ کې ښځو سره تبعیضی یا توپیري چلن کېږی او دا یې پر واقعیتونو نه ولاړې څرګندونې او تبلیغات بللي دي.
خو د بښنې د نړیوالې ټولنې مشرې اېګنېس کالامارد ویلي: ''ښځې افغانستان کې له کار او زدکړو منع شوې، د ازاد تګ راتګ مخه یې نیول شوې، بندیانې شوې، او د طالبانو د تګلارو پر وړاندې د خبرو او یا مقاومت له امله ترۍ تم کړل شوې او یا هم کړول شوې دي. ''
اغلې کالامارد زیاته کړې دا کړنې سمبال شوې، پراخې او منظمې دي، چې په وینا یې دا نړیوال جرمونه دي.
د حقوقپوهانو د نړیوال کمېسیون مشر سنتیاګو اې کانتون بیا وايي: ''د طالبانو کړنې د جنسیتي کړونې د جرم شته پنځه معیارونه پوره کوي او مهمه ده چې د عدالت د پرځای کولو لپاره اړین ګامونه پورته شي. ''
رپوټ همداراز د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی چې له افغانستان ورتلونکې ښځې کډوالې دي او باید د دوی پناه غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.