بریتانیا ته د زېلېنسکي ناڅاپي سفر؛ ریشي سوناک سره پر مرستو خبرې کوي

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي له ایټالیا،‌ جرمني او فرانسې وروسته بریتانیا ته ناڅاپي‌ سفر کړی او ټاکلې دغلته له لومړي وزیر ریشي سوناک سره وګوري.

ښاغلي زېلېنسکي د ټویټ یوه پیغام کې لیکلي چې له خپل "ملګري" ښاغلي سوناک سره به د کارنده خبرو لپاره وګوري.

دا په داسې حال کې ده چې بریتانیا د پنجشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې اوکرایین ته د روسیې یرغل پر وړاندې مقابلې لپاره اوږد واټنه توغندي ورکوي.

ولودمیر زېلېنسکي‌ هم د دې لپاره له لوېدیزو مشرانو سره پر لیدنو بوخت دی، چې اوکرایین سره پوځي ملاتړ زیات کړي.‌

هغه پر خپل ټویټر لیکلي "چې خبره زموږ د ځمکني او هوايي‌ وړتیاو پراختیا ته راځي، بریتانیا پکې مخکښه ده. دا همکاري به نن دوام وکړي."

د بریتانیا د لومړي‌ وزیر دفتر وايي چې ښاغلی سوناک به اوکرایین ته د ملاتړ د یوې بشپړې ټولګې د ورکړې پر اهمیت ټینګار وکړي.‌

لومړي‌وزیر ویلي چې اوس د اوکرایین د جګړې "مهم" پړاو دی او دا چې "موږ باید دوی [اوکرایین] ناهیلی نه کړو."

"د پوتین د یرغلګرې جګړې لومړۍ کرښې ممکن په اوکرایین کې وي، خو چاودونه یې ټوله نړۍ کې غځېدلي. دا زموږ د ټولو په ګټه ده چې ډاډمنه کړو چې اوکرایین بریالی کېږي او د پوتین بربریت څه په لاس نه راوړي."

تمه دا ده چې د دواړو مشرانو ترمنځ لیده کاته به څو ساعته وخت واخلي.‌

بریتانیا څلورم اروپايي هېواد شو چې د اوکرایین ولسمشر یې په دې سفر کې دوره کوي.

هغه تر دې وړاندې پاریس، برلین او روم کې له چارواکو سره کتلي دي.‌

د یادونې ده چې د اوکرایین ولسمشر تېره فبرورۍ کې هم بریتانیا ته راغلی و.‌

نوموړي هغه مهال له پاچا او دولتي چارواکو سره پر کتلو سربېره د بریتانیا پارلمان ته وینا هم کړې وه.‌