تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زېلېنسکي د جرمني لخوا د پراخو پوځې مرستو له ژمنې وروسته برلین ته تللی
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي برلین ته تللی چې د جرمني له صدراعظم اولاف شولز او ولسمشر 'فرانک والټر شټاین مایر' سره وګوري.
دا پر اوکرایین د روسیې له یرغل راوروسته جرمني ته د هغه لومړنی سفر دی.
ښاغلي زېلېنسکي دا سفر تر هغې یوه ورځ وروسته کړی چې جرمني وویل، کیېف ته د شاوخوا درې میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې ورکوي.
په پام کې ده چې د اوکرایین ولسمشر ته د ورځې اوږدو کې د شارلېمان معتبره جایزه هم ورکړ شي.
دغه جایزه هغو اشخاصو ته ورکول کېږي، چې د اروپا یووالي لپاره کار کوي.
د اوکرایین تر ولسمشر مخکې وېنسټن چرچل، بېل کلېنټن او پاپ فرانسیس ته هم دغه جایزه ورکړې شوې.
ښاغلي زېلېنسکي جرمني ته له رسېدو سره پر خپل ټویټر ولیکلي "وار له مخه برلین کې. وسلې. ځواکمنه ټولګه. هوايي دفاع. بیا رغونه. اروپايي ټولنه. ناټو. امنیت"
جرمني د شنبې پر ورځ اوکرایین سره تر دې دمه د خپلو پوځي مرستو تر ټولو ستره ټولګه اعلان کړه.
برلین وویل چې کیېف ته د لیوپارډ ټانکونو او هوايي دفاع سیستمونو په ګډون د ۲ اعشاریه ۷ میلیارد یورو په ارزښت وسلې ورکوي.
ښاغلي زېلېنسکي د دغو مرستو مننه کړې.
هغه د ټویټ یوه پیغام کې لیکلي چې د جرمني دفاعي سیستمونه، توپخانه، ټانکونه او زغره وال جنګي ګاډي د اوکرایینیانو ژوند ژغوري او دوی بریا ته نږدې کوي.
هغه ویلي جرمني د باور وړ متحد دی او دا چې دوی به په ګډه سوله رانږدې کړي.
د جرمني حکومت د امنیتي پاملرنو له کبله د ښاغلي زېلېنسکي د سفر او لیدنو بشپړ جزیات نه دي ډاګیز کړي.
خو هغه وار له مخه له ولسمشر شټاین مایر سره کتلي او په پام کې ده چې وروسته له صدراعظم اولاف شولز سره هم وګوري.
د جرمني رسنیو ویلي چې ښاغلی زېلېنسکي به په ځايي وخت تر غرمې وروسته لوېدیځ اچېن ښار ته ولاړ شي چې د شارلېمان جایزې مراسمو کې برخه واخلي.
د اوکرایین د ولسمشر لېږدونکې الوتکه جرمني ته په داسې حال کې ورسېده چې د دغه هېواد د هوايي ځواک دوو جنګي جټونه بدرګه کوله.
هغه تېره ورځ ایټالیا کې و او هلته یې پر چارواکو سربېره له پاپ فرانسیس سره هم وکتل.