تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا: اسرائيل سره د لوېدیځې غاړې تړل به په غزه کې د اوربند پلان وګواښي
- Author, یولاند کنیل
- دنده, د منځني ختیځ چارو خبریال
- رپوټ له:, بیت المقدس
- Author, ډېوېډ ګریټن
د امریکا مرستیال ولسمشر جېډي وېنس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اسرائيل پارلمان پر هغه ګام نیوکه کړې چې د یوه قانون په تصویب سره اشغال شوې لوېدیځه غاړه د اسرائيل په خاوره پورې تړي یا ضمیمه کوي.
د چهارشنبې په ورځ د اسرائيلو په 'کنېسټ' (پارلمان) کې ښي اړخه سیاستوالو د یوه سبمولیک ګام په ترڅ کې هغه لایحه په لومړني ډول تصویب کړه چې پر اشغال شوې لورېدیځه غاړه د اسرائيل واکمنۍ او پرې د اسرائيل قانون پلي کېدا ته لار برابروي.
لوېدیځه غاړه فلسطینۍ سیمه ده چې فلسطینیان یې د خپلواک دولت تمه لري او له کلونو راهیسې اسرائيل اشغال کړې ده.
اسرائيل ته د خپل سفر په پای کې ښاغلي وېنس د پارلمان دا کار "ډېر بېعقله سیاسي چل" وباله.
مارکو روبیو بیا اسرائيل ته تر الوتنې دمخه خبرداری ورکړ چې د دې سیمې ضمیمه یا الحاق به په غزه کې د جګړې د پایته رسولو لپاره د ډونلډ ټرمپ پلان له ګواښ سره مخ کړي.
نتنیاهو څه وايي؟
د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم دا ګام "د مخالفانو له لوري د اختلاف رامنځته کولو لپاره یوه قصدي پارونه" وبلله.
د ښاغلي نتنیاهو دفتر په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې "د لیکود ګوند له هغه ناراضه غړي پرته چې په دې وروستیو کې د کنېسټ کمېټې له مشرۍ ګوښه کړل شوی و"، د هغه ښي اړخي 'لیکود' ګوند او د ده شریک اېتلاف توندلاري 'ارتوډاکس' د دې لایحې په ملاتړ رایه نه ده ورکړې.
په اعلامیه کې راغلي چې، "د لیکود ګوند له ملاتړ پرته دا لایحه هېڅ ځای نه نیسي."
د نتنیاهو دفتر دا اعلامیه وروسته له هغه په انګریزۍ ژبه خپره کړه چې د امریکا مرستیال ولسمشر جېډي وېنس نه د تلابیب په 'ګوریون' هوايي ډګر کې الوتکې ته تر ختلو مخکې ځينو خبریالانو د اسرائيل په پارلمان کې د همدې رایې اچونې په اړه پوښتنه وکړه.
ښاغلي وېنس وویل، "که دا یو سیاسي چل وي نو ډېر بېعقله/احمقانه سیاسي چل و او ما ته خپله یو څه سپکاوی ښکاره شو."
هغه زیاته کړه، "د اسرائيلو له لوري به لوېدیځه غاړه ضمیمه نه شي. د ټرمپ ادارې تګلاره همدا ده چې لوېدیځه غاړه به د اسرائيلو لخوا نه الحاقېږي. زموږ همدغه پالیسي به دوام کوي. که خلک سبمولیکه رایه اچونه کوي، کولای یې شي. خو موږ په ریښتیا له دې کاره خوښ نه یو."
ټایم مجلې هم د ډونلډ ټرمپ یوه مرکه خپره کړې چې هغه پکې ټینګار کړی چې لوېدیځه غاړه به اسرائيل کې نه ورګډېږي، ځکه چې ده ویلي، "ما عربي هېوادونو ته لوظ ورکړی."
ډونلډ ټرمپ همداراز ویلي، "که اسرائيل داسې وکړي نو امریکا به یې په بشپړ ډول له ملاتړه لاس واخلي."
حماس: اسرائيل به د فلسطين پر خاوره هېڅ واکمني و نه لري
اسرائیل په ۱۹۶۷ کې د منځني ختیځ د جګړې پر مهال لوېدیځه غاړه او خیتځ بیت المقدس ولکه کړل. له هماغه راهیسې یې پکې شاوخوا ۱۶۰ مېشتځي جوړ کړي دي چې ۷۰۰،۰۰۰ یهودان پکې اوسېږي.
د اټکل له مخې، ۳.۳ میلیونه فلسطینیان د دوی تر څنګ ژوند کوي.
دا استوګنځي یا مېشتځایونه د نړیوال قانون له مخې ناقانونه دي. تېر کال د عدالت نړیوالې محکمې د مشورتي نظر په ترڅ کې د دغه دریځ ملاتړ وکړ.
که څه هم د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پخوا په اسرائيل پورې د لوېدیځې غاړې د تړلو په ملاتړ خبرې کولې خو له دې کبله یې دا کار پرېښی چې هسې نه نږدې متحد یې امریکا لاس ترې واخلي او هغه عربي هېوادونه یې منزوي کړي چې له لسیزو دوښمنۍ وروسته یې اړیکې ورسره رغولې دي.
د یادولو ده چې د اسرائيل پارلمان دا لایحه په ۲۴-۲۵ رایو تصویب کړه خو روښانه نه ده چې د ۱۲۰ څوکیو لرونکي 'کېنسټ' یا پارلمان اکثریت غړي یې ملاتړ کوي او که نه او داسې لارې شته چې لومړی وزیر دا لایحه وځنډوي او یا یې لغوه کړي او که نه.
پر دې لایحې به اوس د اسرائيل پارلمان د بهرنیو او دفاعي چارو کمېټې بحث کوي او تر دې مخکې چې د قانون په بڼه وړاندې شي، تر درو نورو اورېدنو به تېرېږي.
د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د اسرائيل پارلمان دا ګام غندلی او ویلي یې دي چې اسرائیل به د فلسطینن پر ځمکه هېڅ واکمني و نه لري.
د غزې د اوربند لومړی پړاو د روانې میلادي میاشتې په پیل کې پلی شو چې له دې ښاره په جزوي ډول د اسرائيلي ځواکونو وتل او هلته د نړیوالو مرستو ورپرېښودل پکې شامل دي.
اسرائيل او حماس دواړه یو بل تورنوي چې په مرګونو پېښو سره له تړونه سرغړونه کوي خو له دې هر څه سره سره لا هم اوربند دوام لري.
مارکو روبیو هم د ښاغلي وېنس په څېر د اوربند د دوام په اړه خوشبيني څرګنده کړې. هغه ویلي چې "د غزې اوربند تړون تر هغې ښه روان دی چې تمې وې."
د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه هله پیل شوه چې حماس د اسرائيلو په جنوب کې برید وکړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه پکې ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول.
د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې چې ملګرو ملتونو هم تایید کړې دي، په دې جګړې کې له هماغه راهیسې په غزه کې تر ۶۸ زره ډېر فلسطیانیان وژل شوي دي.