تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه وايي افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شوو وګړو ډېری ښځې دي
ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې د بې ځایه شویو کډوالو ډېره برخه ښځې او نجونې دي. د ملګرو ملتونو د جنسیتي برابرۍ او ښځو د ځواکمنتیا ادارې ویلي چې د زدکړو په ګډون له لومړنیو حقونو د بې برخې کېدو له امله ډېرې ښځې پېژندپاڼې هم نه لري چې له کبله یې له ډېرو بشري مرستو هم پاتې کېږي.
دې ادارې ویلي چې د کورنیو د سختې بې وزلۍ پر مهال هم ښځې ډېرې ځپل کېږي.
یادې ادارې پر خپله ټویټر پاڼه ټویټونو کې لیکلي، دغه ښځې چې تر ډېره په نارسمي ځایونو کې اوسېږي او هره ورځ له خپلو مېنو د شړلو وېره ورسره وي، د مالکیت له حق څخه په ګټه اخیستلو او همدارنګه له قانوني لارو د مرستو په ترلاسه کولو کې بې وسه دي.
د یاد بنسټ په خبره د نورو محدودیتونو سربېره هغه ټولنیز نورمونه چې په ترڅ کې یې د کورنۍ د نورو غړو لپاره له ښځو د قربانۍ تمه کېږي په دې مانا دي چې ښځې له ټولو وروسته او له نورو کم خواړه خوري.
دغه نړیوال سازمان وايي، افغانستان کې ښځې ډېرو کمو خدمتونو ته لاسرسی لري او زیاتوي چې پر خوځښت او کاربندیزونو سره ښځې خوړو، اوبو، خوندي سرپنا او روغتیا ساتنې ته لاسرسي کې تر ټولو وروسته وي.
یو اېن وېمېن اداره وايي د خوړو کموالي او نشتوالي له کبله ډېره قرباني ښځې ورکوي. په ډېرو وختونو کې اړېږي چې د خوړو موندلو لپاره خپلې شتمنۍ وپلوري او د خورا زیات فشار حالتونو کې کورنۍ اړې کېږي چې د واده په نامه خپلې لوڼې وپلوري.
یادې ادراې ویلي د ښځو پر لومړنیو حقونو محدودیتونه او ورسره د سواد ټیټه کچه د دې لامل شوې چې ښځې ان تذکرې ونه لري چې دا چاره بیا په ځانګړي ډول د بشري مرستو په ترلاسه کولو پر وړاندې ستر خنډ دی.
د جمهوریت له پرځېدو وروسته افغانستان له بشري کړکېچ سره مخامخ شوی دی.
د ملګرو ملتونو په خبره دغه هېواد کې سخت میلیونه کسان د سختې لوږې پر ژۍ ولاړ دي.
په ورته مهال داسې اټکلېږي چې په دې هېواد کې ۲۴ میلیونه کسان د خوراک لپاره کافي اندازه خواړه نه لري او ددغسې کسانو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.
وړاندې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې یا (اوچا) د نړۍ له هېوادونو غوښتي وو چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د کابو کولو لپاره دې ورسره ۴٫۴ میلیارده ډالره مرسته وکړي، خو تر اوسه د یادو پیسو له ډلې د نیمايي برخې ورکولو ژمنه ورسره شوې ده.