ملګري ملتونه: تېر کال افغانستان کې څښاک اوبو ته اړتیا اوه سلنه لوړه وه

ملګري ملتونه وايي تېر کال په افغانستان کې د څښاک اوبو ته د لاسرسي اړتیا اوه سلنه لوړه شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د افغانستان د اقليم ارزونې په یوه تازه راپور کې ويلي چې په دغه هېواد کې د وچکالۍ تازه څپه به تر روان پسرلي دوام کوي.

ياده اداره وايي په افغانستان کې پرله پسې وچکالیو په دغه هېواد کې د څښاک اوبو ته د لاسرسي اړتیا اوه سلنه او د اوبو خوندي سرچینو ته د لاسرسي پر وړاندې خنډونه دولس سلنه ډېر کړي دي.

دغې ادارې د هغې اقليمي څپې په اړه تازه معلومات خپاره کړي چې د ۲۰۲۰ کال په دویمه نیمايي کې پر افغانستان راغلې او را روان میلادي کال تر پسرلي به دوام کوي.

د راپور په وینا یاده څپه په افغانستان کې تر نورمالې کچې د لږې واورې او لږو بارانونو لامل کېږي خو په ورته وخت کې اقليم وچوي چې هغه بیا د ناڅاپي سېلابونو او ځمکې ښوېدنو لامل کېږي او پر حاصلاتو ناوړه اغېز کوي.

دغه راپور په افغانستان په پلازمېنه او مرکزي ولایتونو کې د لومړنۍ واورې له راښکته کېدو سره همهاله خپرېږي. په غور کې ځايي چارواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې د واورې د ورښت له امله د غور - کابل لویه لار د مسافرو پرمخ تړل شوې ده.

د غور د ځمکني ترانسپورټ امر ضياءالحق جندالله پژواک خبري آژانس ته ویلي دوی هڅه کوي چې یاده لار بېرته پرانيزي.

ويل کېږي يو شمېر کاډي او سپرلۍ هم هلته په واورو کې ايسار پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طبيعي پېښو لپاره د چمتووالي ادارې مالي او اداري مسول غلام غوث ناصري په یوه خپاره کړي پیغام کې ويلي چې د طبيعي پېښو چمتووالي په کميسیون کې د ښکېلو بنسټونو او ملګرو ملتونو په همغږۍ د لارو د بندېدو په څېر مواردو ته پوره اماده دي.

د سختې او غرنۍ جغرافیې لرونکی افغانستان چې له پېښو سره د مخ کېدو پر مهال د ټیټې تخنيکي، مالي او پلاني وړتیا د نشتوالي له امله ډېر زیانمنونکی دی په خپل نژدې راتلونکي کې به يې تکیه تر ډېره پر نړیوالو مرستندویه ادارو وي.