تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"په تېرو دريو مياشتو کې د ناامنيو له کبله له ۵۰ زرو ډېر افغانان بېځايه شوي"
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږغۍ کولو اداره یا اوچا وايي د ۲۰۲۱ کال په دریو لومړیو میاشتو کې د نا امنیو له امله له ۵۰ زرو ډېر افغانان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي له ختیځ ولایتونو په دغه موده کې کابو اتلس زره کسان بېځایه شوي چې د نورو ولایتونو پرتله یې شمېر زیات دی.
په همدې حال کې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي په ۱۳۹۹ کال کې د وسله والو مخالفانو او امنیتي ځواکونو د جګړو له امله له نیم میلیونه زیاتو کسانو خپلې مېنې پریښي دي.
ننګرهار، کندهار او فاریاب هغه ولایتونه دي چې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو دریو میاشتو کې یې د جګړو له امله زیات بې ځایه شوې کسان لرل.
د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرقیب چې خپله سیمه یې د طالبانو او حکومتي ځواکونو د جګړو له امله پریښې او د جلال اباد ښار ته یې پناه وړې وايي دی او کورنۍ یې اوس له سختو اقتصادي ستونزو ګړیږي.
نوموړی وايي تر اوسه کوم خیریه بنسټ ورسره مرسته نه ده کړې.
د دغه بنسټ راپور موندلې چې، د ۲۰۲۱ کال د جنوري له لومړۍ نېټې د مارچ تر ۲۱ مې شاوخوا ۱۸ زره کسان له ختیځ زون، ۱۲ زره له سویل ختیځ زون او لس زره نور کسان بیا له شمال ختيځ زون څخه د نا امنیو له امله بېځایه شوي دي.
په همدې حال کې د افغانستان د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت وايي په ۱۳۹۹ کال کې کابو ۹۰ زره کورنیو د نا امنیو له امله خپل کورونه پریښي دي.
د دغه وازرت سلاکار عبدالباسط انصاري بي بي سي ته وویل، چې افغان حکومت شاوخوا ۱۶ زره بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته کړې ده.
نوموړی وايي، په ۱۳۹۹ کال کې فراه، نیمروز، هرات، کندهار او هلمند هغه ولایتونه دي، چې د نورو سیمو پرتله زیات بې ځایه شوې کورنۍ لري.
ښاغلی انصاري اندېښنه وښوده که په ۱۴۰۰ کال کې د نا امنیو کچه کمه نه شي، د دې وېره شته چې د بې ځایه شویو کورنیو شمېر نور زیات شي.
دغه وزارت وايي کابو ۷۶ زره کورنیو سره یې ژمنۍ مرستې کړي چې هرې کورنۍ ته ۱۵ زره افغانۍ رسېدلی دي.