بېروت کې د اسرائیل برید؛ د لبنان حکومت "جرمي عمل" او "څرګنده سرغړونه" بللې
اسرائيل وايي هوايي ځواکونو یې د لبنان د پلازمېنې بېروت سویل کې د حزبالله د یوه مهم قوماندان په نښه کولو لپاره برید کړی دی.
د اسرائیل پوځ ویلي، د حزبالله دغه قوماندان دوه ورځې وړاندې د اشغال شوې جولان لوړو په مجدل شمس سیمه کې د ترسره شوي راکټي برید مسوول و.
اسرائیل که څه هم نیغ نیغه د دغه قوماندان نوم نه دی اخیستی، خو د رویټرز او فرانسې خبرې اژانسونو په ګډون د بېلابېلو رسنیو رپوټونو کې ویل شوي چې هدف 'فواد شکر' و، خو هغه ترې ژوندی وتلی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښاغلي شکر په اړه ویل کېږي چې د امریکا متحد ایالتونه یې د حزبالله د مشر سید حسن نصرالله ستر پوځي سلاکار ګڼي.
ویل کېږي هغه سوریه کې د بشار اسد د حکومت په ملاتړ جګړه کې فعال حضور درلود.
متحد ایالتونه هغه په ۱۹۸۳ کال بیروت کې د امریکايي ځواکونو پر مرکز د چاودنې، چې ۲۴۱ امریکايي سرتېري پې وژلي وو، اصلي لوبغاړی معروفي کوي.
واشنګټن د هغه په تړاو د مالومات بدل کې ۵ میلیون ډالره جایزه هم اعلان کړې ده.

د عکس سرچینه، US Government
پر مجدل شمس برید کې ۱۲ ماشومان او تنکي ځوانان وژل شوي وو.
دا برید د بېروت د سویل په ضاحیه سیمه کې شوی، چې د حزبالله حضور پکې پیاوړی دی او اسرائیل سره مخکینې جګړه کې هم تر ډېره ویجاړه شوې وه.
د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي دا "جرمي عمل" او د لبنان پر خاوره د اسرائیل "څرګند تېری" بللی دی.
تر دې لږ ور مخکې د لبنان بهرنیو چارو وزیر عبدالله بوحبیب ویلي وو چې حکومت یې ملګرو ملتونو ته د شکایت پلان لري.
هغه له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې هیله څرګنده کړې وه چې که حزبالله دغه برید ته کوم غبرګون ښيي، نو د کړکېچ د ډېرېدو لامل نه شي.
اسرائیل څه وايي؟

د عکس سرچینه، Reuters
پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې په بیروت برید کې یوه څو پوړیزه ودانۍ په نښه شوې ده.
تصویرونو کې ښکاري چې د دې ودانۍ یوه برخه نړېدلې او لوګي ترې پورته کېږي.
د اسرائیل دفاع وزیر یواف ګالانت بېروت کې د چاودنې غږ تر اورېدل کېدو څو دقیقې وروسته د خواله رسنیو یوه پیغام کې ولیکل "حزبالله له سرې کرښې اوښتی و."
د دغه برید په تړاو د رپوټونو له خپریدو سملاسي وروسته سپینې ماڼۍ وویل د اسرائیل او حزبالله ترمنځ د تمام عیاره جګړې مخه نیول کېدای شي.
د سپېنې ماڼۍ ویاندې یوې خبري غونډې ته ویلي، د واشنګټن دریځ دا دی چې د حزبالله او اسرائیل لخوا له جګړې ډډه وشي.

























