اذربایجان او ارمنستان په سپینې ماڼۍ کې د ټرمپ په منځګړيتوب د سولې هوکړه لاسلیک کړه

د دواړو هېوادونو مشرانو په سپینه ماڼۍ کې یوه بل ته لاس ورکړ.

د عکس سرچینه، Google

د عکس تشریح، د دواړو هېوادونو مشرانو په سپینه ماڼۍ کې یوه بل ته لاس ورکړ.

د اذربایجان او ارمینیا مشرانو د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کوربتوب د دوی ترمنځ له لسیزو راهیسې د شخړې پای ته رسولو په موخه تړون لاسلیک کړ.

د اذربایجان ولسمشر الهام علییف او د ارمینیا لومړي وزیر نیکول پاشینیان په لاس روغبړ وکړ او د امریکا ولسمشر د دوی تر منځ یاده هوکړه "تاریخي" پېښه وبلله.

ټرمپ د دغې هوکړې په اړه وویل: "له ډېره وخته یې" د دغو هېوادونو ترمنځ د ځینو مهمو ترانسپورتي لارو پر پرانیستلو او په سیمه کې د امریکا نفوذ پر زیاتېدو فکر کاوه.

جګړه کله پیل شوه؟

اذربایجان او ارمینیا په ۱۹۸۰ او۱۹۹۰ مو لسیزو کې د ناګورنو قره باغ سیمې پر سر جګړې کړې دي. دا سیمه په اذربایجان کې د ارمنیانو یوه قومي سیمه ده او په تېر کې څو ځله پکې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د جمعې په ورځ، ټرمپ وویل: ''ارمینیا او اذربایجان ژمنه کړې وه، چې د دوی تر منځ ټولې جګړې به "د تل لپاره" ختموي او همدارنګه به د دواړو هېوادونو تر منځ تګ، راتګ، سوداګرۍ او دیپلوماتیکې اړیکې هم پیل کړي.

علییف وویل: "موږ نن په قفقاز کې سوله وکړه. کلونه مو جګړې وکړې، یو بل مو اشغال کړل او د یو او بل وینې مو توی کړي."

پاشینیان دا لاسلیک د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې "مهم پړاو" یاد کړ.

ټرمپ په دې غونډه کې وویل: "دوی ۳۵ کاله جګړه وکړه، خو اوس سره ملګري شول او د ا ملګرتیا به یې اوږدمهاله وي."

سپینه ماڼۍ وايي: ''د هوکړې د یوې برخې په توګه به متحده ایالات د یو لوی ټرانزیټي دهلیز په جوړولو کې مرسته وکړي او پر دغه دهلیز به د نړیوالې سولې او سوکالۍ په موخه (د ټرمپ لارې) نوم کېښودل شي.''

دا لاره به اذربایجان او د دغه هېواد خپلواکه سیمه ناخچیوان، چې په تېر کې له ارمینیا بېله شوې وه، سره ونښلوي. د اذربایجان ولسمشر الهام علییف په تېر کې ویلي، چې غواړي د ارمینیا او د ناخچیوان تر منځ د اورګاډي پټلۍ جوړه کړي.

ارمینیا په تېر کې د دغې لارې واک غوښتی و، ان پخواني مشر یې ګواښ کړی و، چې په زور به د یاد دهلیز واګې په لاس کې واخلي، او له همدې امله د دوی تر منځ د سولې پخوانۍ خبرې هم درېدلې وې.

د ټرمپ رول ته په څه نظر کتل کېږي؟

دواړو مشرانو د غونډې په اوږدو کې د ټرمپ او د هغه د ټیم ستاینه وکړه. علییف وویل: "ولسمشر ټرمپ، په شپږو میاشتو کې معجزه وکړه."

ټرمپ وویل، هغه د انرژۍ او سوداګریزي ټیکنالوژۍ پراختیا لپاره له دواړو هېوادونو سره دوه اړخیز تړون لاسلیک کړی دی.

د امریکا ولسمشر د خپلې دوهمې دورې په اوږدو کې د څو هغو هېوادونو ترمنځ د سولې تړونونو د رامنځته کېدو هڅه کړې، چې هغوی په خپلو کې په جګړې بوخت دي.

د جمعې ورځې د دغې سرمشریزې یوه موخه دا هم ده، چې امریکا غواړې د روسیې تر نفوذ لاندې سیمه کې خپل نفوذ زیات کړي. کریملین په دغه سیمه کې له پېړۍ راهیسې د ځواک او سولې لپاره د منځګړي رول لوبولی دی.

په وروستیو کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په شخړه کې د اصلي منځګړي رول ادا کړی. د علییف او پاشینیان تر منځ لاسلیک شوې همدا هوکړه هم پوتین چمتو کړې وه.

اوس چې ټرمپ دواړه هېوادونه سره نژدې کړي، نو پوتین تر ډېره څنډې ته شوی دی. مسکو د سولې په خبرو کې د خپلو ګټو د موندلو هڅه کړې، خو د اوس لپاره دواړو لورو خپلې غوښتنې پرېښې او د امریکا حل‌لاره یې منلې ده.

دا پرمختګونه وروسته له هغه وشو چې ټرمپ اعلان وکړ، هغه به راتلونکې اونۍ په الاسکا کې له پوتین سره په اوکراین کې د سولې را ویستلو پر سره مخامخ خبرې وکړي.