د امریکا د بهرنو چارو وزیر اسرائیلو ته رسېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اسرائیلو له مشرانو سره د خبرو لپاره اسرائیلو ته رسېدلی دی.

اټکل دی، ښاغلی بلېنکن وړاندې تر هغه چې عربي هېوادونو ته ولاړ شي، لومړی به د لومړي وزیر بینامین نتنیاهو په ګډون له اسرائیلي چارواکو سره خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چار وزیر خپل سفر د اوربند او د یرغملو خوشې کولو معاملې لپاره د ډیپلوماټیک بهیر د بیا پیلولو په موخه پیل کړی، په داسې حال کې چې د منځني ختیځ په څو جبهو کې سخته جګړه روانه ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو خبرو اترو د ژر تر ژره بیا پیلولو لپاره ناڅرګنده شونتیا ښولې، او حماس یې تورن کړی، چې اوونۍ وړاندې له خبرو اترو په شا شوی دی.

ښاغلي بلېنکن تېر کال پر اسرائيلو د حماس له بريد وروسته سيمې ته په خپل يوولسم سفر کې، په منځني ختيځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پنځه لومړيتوبونه خپاره کړل.

ملګري ملتونه وايي، د اسرائیلو دفاعي پوځ ښايي د غزې په شمال کې د فلسطیني وګړو د تباهۍ لامل شي

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې، چې ښيي د دوشنبې په ورځ د غزې په شمال جبالیا کې یو کس د ملګرو ملتونو په یوه ښوونځي کې په وېره کې منډې وهي او شاوخوا یې مړي او ټپیان پراته دي. په دغه ځای کې د اسرائیلو له برید وروسته بې ځایه شویو خلکو ته پناه ورکول شوې وه.

دا څرګنده نه ده چې برید څومره مرګژوبله اړولې ده.

تر دې مخکې د فلسطین خبري اژانس "وفا" خبر ورکړی و، چې د دوشنبې په ورځ د غزې په شمال کې په پنځو بریدونو کې ۲۹ تنه وژل شوي دي. په برید کې د غزې ښار کې یو کور او په بیت هانون کې یو ښوونځی، چې بې ځایه شویو خلکو پکې پناه اخیستې شامل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په یوه بیان کې ویلي، "په زیاتېدونکې توګه اندېښمن دي چې د غزې په شمال کې د اسرائیلي پوځ د دښمنۍ څرنګوالی، پر بشري مرستو او امرونو کې چې د غیر قانوني لاسوهنې ترڅنګ، ښايي د جبري بې ځایه کېدو لامل شي او د غزې په شمال کې د وژنو او بې ځایه کېدو له لارې د فلسطیني وګړو د تباهۍ سبب وګرځي ."

پر ټولنیزو رسنیو په یوه پوسټ کې، فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) مشر فیلیپ لازارینی ویلي، روغتونونه زیانمن شوي او برېښنا نه لري، په داسې حال کې چې ټپیانو ته اړینه پاملرنه نه کېږي.

اسرائيل وايي، د بريدونو موخه يې د غزې په شمال کې د حماس د بيا منظم کېدو مخه نيول دي.

حزب الله پر اسرائیلو توغندي توغولي

په ورته وخت کې حزب الله نن (سه شنبې) سهار وختي د اسرائیلو په شمالي سیمو د توغندیو توغولو ته دوام ورکړی او د سامریه په مرکزي سیمه کې د خطر زنګونه اورېدل شوي. د اسرائیلو پوځ وايي، د ډېرو بریدونو مخنیوی یې کړې ده.

په لبنان کې، د روغتیا وزارت وايي، د دوشنبې په ماښام د بیروت په سوېل کې مرکزي دولتي روغتون ته نژدې د اسرائیلو په هوايي برید کې د یوه ماشوم په ګډون څلور تنه وژل شوي دي. په دغه برید کې ۲۴ تنه نور ټپیان شوي هم دي. اسرائيل وايي، د حزب الله په مرکزونو يې بريدونه کړي دي.

د اسرائیلو یوه ویاند مخکې خلکو ته خبرداری ورکړی و ، چې د بیروت سویل کې له ځینو سیمو ووځي، خو د رفیق حریري روغتون یادونه نه وه پکې شوې.