تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې سوداګرو د برېښنا ګرانې بیې او لوړو مالیو خلاف سراسري کاربندیز اعلان کړی
پاکستان کې د سوداګرو مرکزي ادارې او سراسري اتحادیې حکومت لخوا سوداګرو لپاره د اعلان شوي پروګرام او همدا راز د مالیې نویو پالیسیو خلاف سراسري کاربندیز اعلان کړی دی.
له دې سره نن (چارشنبه د اګست ۲۸مه) د دغه هېواد د پلازمېنې اسلام اباد او راولپنډۍ په بېلابیلو ښارونو کې دوکانونه او سوداګریز مرکزونه تړلي دي.
یو شمېر سیاسي ګوندونو هم د سوداګرو د دغه ګام ملاتړ کړی.
د دغه احتجاج په لړ کې نن د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې کاروبارونه بند وو.
له کوټې څخه رپوټونه وايي، چې دغلته د لیاقت بازار، کندهاري بازار، پرېنس روډ او عبدالستار روډ په ګډون ډېرو سیمو کې ګڼې هټۍ او پلورنځي تړلي دي.
دغه ښار کې په پراخه کچه د کاروبار له بندېدو سره ترافیکي ګڼه ګوڼه او د موټرو تګ راتګ هم د معمول خلاف ډېر کم دی.
بلوچستان کې د سوداګرو د مرکزي ټولنې مشر رحیم کاکړ وايي، سوداګرو ته د لوړو ټکسونو او ګرانې برېښنا له کبله کاروبار ستونزمن شوی دی.
دی زیاتوي "بریالي احتجاج ثابته کړه چې چې سوداګر د حکومت د درنو ټکسونو او د لوړې بیې برېښنا د پرېکړو خلاف دي. اوس حکومت ته په کار ده چې هوښیار شي، مالیې او د برېښنا بیه راټیټه کړي."
هممهاله پاکستان کې د سوداګرو سراسري ټولنې مشر اجمل بلوڅ هم خبرداری ورکړی چې که حکومت د ده په وینا د دغه "ظالمانه ټکس" قانون بېرته لغوه نه کړي، نو راتلونکې دوه ورځې به احتجاج اعلان کړي.
د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد او ورڅېرمه پراته ښار راولپنډۍ څخه رپوټونه وايي، چې دغلته ته هم نن د لوړې مالیې او د برېښنا ګرانې بیې خلاف د اعلان شوي کاربندیز په لړ کې ځینې سوداګریز مرکزونه تړلي وو.
همدا راز د خیبر پښتونخوا له مرکزي ښار پېښوره رپوټونه وايي، چې دلته هم د چارشنبې پر ورځ ډېر دوکانونه او سوداګریز مارکېټونه تړلي وو.
پاکستان کې د سوداګرو ټولنې دوه ورځې مخکې اعلان کړ و چې نن چارشنبه به سراسري احتجاج او کاربندیز کوي.
د حکومت له اړه تر اوسه دغه اقدام ته غبرګون نه دی راغلی.
د یادونې ده چې د پاکستان په ګڼو سیمو کې مخکې هم د برېښنا، تېلو، خوراکي توکو او نورو شیانو د بیو لوړېدو خلاف احتجاجونه شوي دي.