قطبي رڼاګانې: د ۲۰۲۴ تر ټولو په زړه پورې 'ارورا وړانګې'

د عکس سرچینه، BBC Weather Watchers / Paul Appleby
- Author, سیمون کینګ
- دنده, خبریال
سږ کال اسماني رڼاګانو یا د ارورا زړه په زړه پورې وړانګو څو ځله د شپې تیاره اسمان روښانه کړ.
د ډېرو لپاره د اسماني رڼاګانو یا ارورا لیدل یوه له هغو هیلو ده، چې پوره کول یې قطبي مدار ته ګران بیه سفر غواړي او دا هم په کې معلومه نه ده، چې هغه ډول ننداره به ولیدلی شو چې هیله یې لرو او که نه.
په ۲۰۲۴ کال کې د شمال اسماني رناګانې یا سپېده چاودې تر ډېره په سویلي سیمو کې هم ولیدل شوې. آن د انګلنډ په جنوبي سیمو کې ځینو اوسېدونکو د دې ښکلو وړانګو د لیدو رپوټونه ورکړي دي. له سرو، زرغونو، شنو او ارغواني رنګونو یوې ټولګې سره چې ان د سټېف په نامه نادره ښکارنده پدیده هم ورسره را برسېره شوه، سږنی کال یې تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو غوره کال وګرځاوه.
ایا دا جادويي نندارې به ۲۰۲۵ کې هم ولیدل شي؟
اصلي دلیل چې دا وړانګې ډېرې حیرانوونکي او عالي دي دا دی، چې موږ د لمر د ۱۱ کلن فعالیت په اوج کې یوو. په دې دوره کې له لمر څخه رابهر کېدونکي او را خوټېدونکي مواد او ګازونه زیاتېږي.
دا پدیده یا حالت په فضا کې د مادې او انرژي قوي چاودنه رامنځ ته کوي او د سپېده چاود په ګډون د بېلابېلو پېښو لامل کېږي چې موږ یې له ځمکې وینو.
د لمریزو وړانګو زیاتوالی د لمر د مقناطیسي قطبونو د څرخېدو له امله رامنځ ته کېږي. لکه ځمکه کې چې د شمال او سویل قطب ځایونه سره بدل شي.
اصلا تمه دا وه، چې د لمر دا فعالیت به د ۲۰۲۵ کال دویمې نیمايي په ورستیو کې خپلې لوړې څوکې ته ورسېږي، خو د ناسا ساینس پوهانو، د متحده ایالتونو ملي سمندري او چاپېریال ادارې، او د سولر سایکل (لمریز څرخ) وړاندوینې ګروپ اعلان وکړ، چې د لمر یاد فعالیت د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې خپلې اوج ته ورسېد.

د عکس سرچینه، NASA/Goddard/SDO/PA
ایا پرمختللې ټیکنالوژي ګټوره وه؟
تېر ځل د لمر د فعالیت لوړه کچه چې تر ټولو "لوړې لمریزې" کچې په نوم یادېږي په ۲۰۱۴ کال کې رامنځته شوې وه.
اوس ټیکنالوژي پرمختګ کړی، دا په دې معنی ده چې موږ کره وړاندوینه، اپلکشنونه او ټولنیزې رسنۍ لرو او دا موږ ته د لمریز فعالیت په اړه پر وخت معلومات را رسوي.
یوه لسیزه مخکې، د ځېرکو تلیفونونو کمرو د دقېقو/روښانه انځورونو اخیستو وړتیا نه درلوده. اوس ځېرک تلیفونونه کولی شي غوره انځورونه واخلي.

د عکس سرچینه، BBC Weather Watchers / Northernpxl
هغه مهال د هوا وړاندوینه هم کره او غوره نه وه، لکه نن سبا چې ده. سټیریو سپوږمکۍ چې د لمر دواړو خواوو استول شوي او د هوا حالاتو په وړاندوینه کې مرسته کوي تر ۲۰۱۱ کاله خپل ځای ته نه وې رسېدلې.
دېټیکنالوژۍ له لمریز فزیک پوهانو سره مرسته کړې، چې د دې ستوري لومړنی بشپړ یا ۳۶۰ درجې انځور واخلي.
د بریتانیا د موسم څار ادارې هم په لومړي ځل ۲۰۱۴ کې کې په کار پیل وکړ.
ستاسو لخوا را استول شوي حیرانونکي انځورونه
د بي بي سي لیدونکو سږکال د سپېده چاودو یا ارورا ځینې په زړه پورې انځورونه اخیستي دي.
دلته یې ځینې غوره شوي درته خپرو.

د عکس سرچینه، BBC Weather Watcher / Bolly

د عکس سرچینه، BBC Weather Watcher / Jonny Gios

د عکس سرچینه، BBC Weather Watchers / Cat Lloyd

د عکس سرچینه، BBC Weather Watcher/ Rossi

د عکس سرچینه، Simon King
سربېره پر دې چې سږکال په پراخه کچه رامنځته شوې خو لا هم زما په ګډون ډېرو کسانو ونه لېدلې. لږ تر لږ ما په ۲۰۲۳ کال کې لېدلې وې.











