څومره تودوخه ستاسو د ډي‌اېن‌اې 'د ویلې کېدو' او ژر زړېدو لامل کېږي؟

    • Author, انجیلا هینشال
    • دنده, بي بي سي

سلیمان حمدان په هغه ښار کې لوی شوی او ژوند کوي چې ګرمې په کې زیاته ده. هغه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې، چې له جونه تر سپټمبره په کې په منظم ډول تودوخه له ۴۵ درجو هم لوړېږي، د مالوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې کار کوي.

سلیمان وايي:

"که تاسو د ورځې په اوږدو کې په دغه ښار کې وګرځئ، نو داسې احساس به وکړئ، لکه په صحرا کې یاست، تودوخه او رطوبت دومره زیات دي، چې انسان ته ساه ایستل په کې سختوي.

هغه زیاتوي: "ډېر وخت له کوره کار کوم، بهر یوازې، د ماښام شاوخوا ۷ بجې وځم، هغه وخت چې لمر لوېږي، بیا هم ګرمي زیاته وي، خو د زغملو وړ وي."

په دوبۍ کې ډېر لږ خلک په اوړي کې د ورځې پر سړکونو ګرځي.

سلیمان زیاتوي: "کله چې د کار لپاره دفتره ته ځم، نو په کور کې په موټر کې کښېنم او په دفتر کې ترې ګوز شم."

"په دوبۍ کې هرځای ایر کنډیشن یا د هوا سړه کوونکي ماشینونه لګېدلي. په ځانګړې توګه په هغو لویو سوداګریزو مرکزونو کې چې ډېر خلک د سودا لپاره ور ځي او هلته زیات وخت تېروي."

زموږ په څېر سلیمان هم خپل ورځنی عصري ژوند له ورځ تر بلې ډېرېدونکې تودوخې سره عیاروي.

ساینس پوهان اوس پر دې اړه څېړنه کوي، که تاسو په پرله پسې توګه په ډېره ګرمي هوا کې ژوند وکړئ، نو په بدن کې به مو څه پیښ شي؟

یوه څېړنه، چې د سویلي کالیفورنیا پوهنتون کړې، په کې یې دا مالومه کړې ده، چې په بېلا بېلو ایالتونو او هواو کې، چې د تودوخې درجه په کې ۳۲ درجو ته رسېږي، د زرګونو امریکایانو پر ژوند یې څه ډول اغېزی کړی دی.

په دغه څېړنه کې یې د ۳۶۰۰ کسانو د وینې معایناتو په کارولو سره د هغوی د ایپی جینیټیک عمر او اصلي عمر پرتله کړی او بیا یې د تودوخي له شاخصو سره مقایسه کړی. د څېړنې لیکواله، ډاکتره ایونیونګ چوی وايي، د دوی موندو وښوده، چې سخته تودوخه د خلکو پر بدنونو ډېره حیرانوونکی اغیزه درلودله او هغه کسان چې ډېروخت په سخته ګرمي کې اوسي، د نورو پرتله ژر زړېږي.

ایا تودوخه یا ګرمي پر بدن تل پاتې اغېزې لرلی شي؟

ساینسپوهان مخکې پر دې نه پوهېدل چې ګرمي څنګه د ذهن، زړه او د بډوډیو دندې اغیزمنولای شي. د سویلي کالیفورنیا پوهنتون څېړنه ښيي، ډېر وخت په سخته ګرمي کې اوسېدل ستاسو DNA هم بدلولای شي او دې چارې ته "میتیلیشن" ویل کېږي.

جیف ګوډیل ( په یوه سوځېدلې صحرا کې ژوند او مرګ) کتاب لیکوال دی، وايي: "کله چې د بدن تودوخه لوړه شي، نو د حجرو شاوخوا ته غوړي وېلې کېږي. یاني د حجرو جوړښت ماتیږي. دا بهیر داسې دی، لکه هګۍ چې پخېږي او د هغې د پوستکي رنګ بدل شي.

ایپی جینیټیک عمر څه شی دی؟

(هغه بدلونونه، چې په ژوندي موجود کې راځي، خو DNA یې نه بدلوي. دا بدلونونه د جینونو د کار په بدلولو یا نورو لارو رامنځته کېږي او کله ناکله له مور و پلاره اولادونو ته هم لېږدول کېږي.)

نو زموږ حجرې په څومره چټکۍ سره پخېږي؟

موږ پوهېږو، ځینې خلک ژر زړېږي. د سویلي کالیفورنیا پوهنتون استاد ډاکتر چوی وایي: په ساده ډول، اپی جینیټیک عمر یوه له هغو لارو ده، چې ډاکتران پرې د بدن د عمر کچه مالوموي. دا طریقه را ښيي په بدن کې حجرې په کومه کچه فعالې دي.

ډاکتر چوی زیاتوي: "DNA له زېږون مهاله ثابته وي او موږ په کې بدلون نه شو راویستلای. خو میتیلیشن د جینونو لپاره د څراغ سویچ په څېر دی چې کنټرولول کوي او دا چې کوم جینونه فعال شي او کوم نه شي."

د وینې ازموینې د DNA میتیلیشن (DNAm) کې د دې بدلونونو معاینه کولو لپاره کارول کېږي.

ډاکتر چوی وايي: "تاسو کولای شئ DNA ته زموږ د نقشې په سترګه وګورئ، په داسې حال کې چې میتیلیشن د هغه څه لپاره سویچ بورډ دی چې فعالېږي، یا نه."

هغه زیاتوي: "مهمه ده پوه شو چې د چاپېریال اړوند فشار، د هوا ککړتیا او اوس ګرمي هم کولای شي دغه سویچونه بدل کړي."

ډاکتر چوی وایي د څېړنو پایلې ښيي، اوږدمهاله ګرمي پر بدن لکه د سګرټ څکولو او ډېرو شرابو څښلو په اندازه ناوړې اغېزه لرلای شي."

که څه هم د عمر ژر تېرېدو ته ډېر کله د انسان پام نه وي، خو پر دې پوهېدل مهم دي، چې څنګه عمر زیاتولای شوو، حتا که هغه په لږ اندازه هم وي.

ژر زاړېدل دا مانا لري، چې په عمر پورې اړوند ناروغۍ لکه شکره، ډیمنشیا (د حافظې له منځه تلل) او د زړه ناروغي ډېر ژر در ته پیدا شي.

خو ډاکتر چوی وایي، نوي څېړنې یو نوی چانس ورکړي: "موږ دغې پوهې ته په دې سترګه ګورو لکه ډاکترانو ته، چې د درملنې لپاره "طلایي چانس" ورکړل شوی وي."

د سپینو وېښتانو او د پوستکي ګونځو په اړه په څه پوهېږي؟

ایا په هغه ځای کې، چې د تودوخې درجه په کې لوړېږي، ستاسو د ژوند بڼه هم بدلولای شي؟

سلیمان وايي، په دوبۍ کې یې بدن د نورو موسمونو پرتله په چټکۍ سره زړېږي. د مخ او بدن ګونځې یې ډېرېږي. هغه وايي: "تېر اوړی باید ډاکتر ته تللی وای، ځکه لمر یې پوټکی سوځولي وي او داغونه یې لا اوس هم شته. نوموړي زیاتوي، دغې پېښې هغه اړه کړي، چې د لمر زیان رسوونکو وړانګو مخنیوي په اړه پلټنه وکړي. د هغه په وینا که په لندن کې یې ژوند کولای نو هېڅکله به دا ډول پلټنې ته نه وای اړ شوی.

"اوس پر دې پوهېږم، چې ولې ځینې خلک د ورځې په اوږدو کې له چترۍ سره ګرځي. ځکه که تاسو ټوله ورځ لمر ته وګرځئ او ماښام کور ته ولاړ شي، نو متوجه به یې شي، چې پوټکي مو د لمر پرله پسې وړانګو څومره اغېزمن کړی دی."

د لمر د الټرا وایلیټ رڼا ډېر وخت ستاسو د پوستکي ګونځې زیاتوي، چې له امله یې زاړه ښکارئ. خو دا لا روښانه نه ده، چې دا د وېښتانو ژر سپینېدو لامل هم کېږي که نه؟ د وېښتانو رنګ هغه حجرې ټاکي چې رنګ جوړوي (ملانوسایټس) او ځینې د پوستکي ډاکتران پر دې باور دي، چې د لمر رڼا دا بهیر ګډوډوي.

موږ پوهېږو چې ګرمي او رطوبت د ډېرو عصبي ناروغیو حالت سختوي: لکه میرګي، فالج، د دماغ التهابات او نیم سری یا د سر دردونه. دا ټولې ناروغۍ دا کار هم ګرانوي چې یو څوک د تمرین له لارې خپل وزن کنټرول کړي.

څوک له سختې ګرمۍ ځان ساتنې ته اړتیا لري؟

په ۲۰۲۳م کال کې په جرمني کې په یوې کوچنۍ څېړنه کې د هارورډ پوهنتون ډاکتره وېنلي نی وموندله، چې سخته ګرمي د حجرو د ژر زړېدو لامل کېږي. د هغې څېړنه پر دې متمرکزه وه، چې د DNA میتیلیشن بدلونونه څنګه له عمر سره تړلو ناروغیو سره تړاو لري.

دغې ډاکتړي وویل: "څېړنې وښودله، د ګرمۍ له امله د شکرې ناروغان او ډېر وزن لرونکي خلک ډېر ژر زاړېږي." هغې زیاته کړه: "د موندنو بله پایله دا وه، چې د شکر ناروغان د سختې ګرمي پر وړاندې ډېر نازک دي."

ډاکتر وېنلي نی وویل، کله چې د وینې ازموینې وښيي چې حجرې ژر زړېږي، نو دا یوه مهمه نښه ده چې د مړینې، شکرې، د زړه ناروغۍ، د سږو ناروغۍ او د عصبي ناروغیو خطر هم زیاتوي.

البته دا څېړنه نیمګړتیاوې هم لري. اپی جینیټیک بدلونونه ښيي چې څنګه زاړېدل ګړندي کېږي، خو دا نه ښيي چې د بدن کوم سیستم د ګرمي له امله ډېر خرابېږي.

د ډاکتر چوی کارډله پلان لري، اوس په دې اړه پلټنې وکړي، چې مالومه کړي د ګرمۍ له امله بډوډي، دماغ او که زړه ډېر زیان ویني.

"هغوی به خپل ژوند بدل کړي"

جېف ګوډېل، چې یوه ورځ یې د امریکا اریزونا ایالات فینکس ښار کې ۴۶ درجې سخته ګرمي تجربه کړه، نو یې د اقلیمي بدلون په اړه د کتاب لیکلو پرېکړه وکړه.

هغه د خپلي تجربې لپاره، په یوې لمریزه او ګرمه ورځ خپل کاري دفتر ته پر پښو ولاړ. له ډېري ګرمۍ له امله نژدې وو وغورځي. ښاغلي ګوډېل دا تجربه ځکه وکړه، چې پوه شي سخته ګرمي د بدن پر مېتابولیزم څه ډول اغیزه کوي.

پر موږکانو یوه وروستۍ څېړنې وښوده چې د سختې ګرمۍ یوازې یوه تجربه هم د موږکانو په مېتابولیزم کې دایمي بدلون راوستلای شی.

د امریکا د اقلیم ملي راپور وايي، د دې پېړۍ په منځ کې به د سختې ګرمې ورځې د امریکا په ډېرو برخو کې له ۲۰ تر ۳۰ ورځو زیاتې شي. دا خبرداری په داسې حال کې ور کول کېږي، چې د متحده ایالاتو سویلي ایالتونه همدا اوس د ګرمۍ اوږده فصلونه تجربه کوي.

ښاغلی ګوډېل وايي: "په ټېکساس کې تېر دوه اوړي د پخوا پرتله ډېر ګرم وو، چې له امله یې د امریکا د دغه ایالت خلک د پخوا پرتله ډېر د خپل ژوند، کار ته د تګ راتګ او نورو چارو په اړه فکر کولو او بدلون ته اړه کړي دي."

هغه زیاتوي، د دې هر څه له امله د خلکو د خبرو موضوع هم بدله شوې ده او د پخوا پرتله د سختې ګرمي د خطرونو په اړه پوهاوی هم ډېر شوی دی.

ښاغلی ګوډېل وايي: "پخوا به په تلوېزیون کې ښودل کېدل چې خلک د ګرمۍ څپې پر مهال د ساحل یا سمندرغاړې پر لور روان وي. خو اوس خلک د ګرمۍ څپه د یوې خطرناکې قوې په څېر ګڼي، په ځانګړي ډول د هغو لپاره چې لمر ته کار کوي یا په داسې کورونو کې اوسي، چې په هغو کې هغه توکې نه وي کارېدل، چې په دوبي کې کور سوړ او په ژمي کې ګرم ساتي."

د ښاغلي ګوډېل په وینا، د اقلیم ناورین له امله لا مخکې لوی وېش را منځته شوی دی: "موږ یې پر دوو برخو وېشلي یو: لومړی هغه چې یخېږي او دوهم هغه چې پخېږي. یو لور ته اوبه، سیوری او یخچال دی او بل لور ته خوله، کړاو او حتا مرګ دی."

هغه وايي، د ګرمۍ په اړه تر ټولو مهم شی، چې اوس یې د ټېکساس خلک په هکله پوهېږي دا دی چې: "ګرمي د ښکار کوونکې قوې په څېر ده او لومړی پر کمزورو برید کوي."