تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړۍ ګرمېدل زموږ پر مغز څه ډول اغېز کولی شي؟
- Author, تیریسي لوسي
- دنده, بي بي سي
کله چې جېک د پنځو میاشتو و، په لومړي ځل پرې د مېرګي حمله راغله، د هغه کوچنی بدن شخ پاتې شو او بیا یې په چټک ډول ټکان پیدا کړ. مور یې سټیفني سمېت، وایي: "هوا ډېر ګرمه وه، د هغه بدن ډېر ګرم شوی و او موږ داسې څه ولیدل چې فکر مو کاوه دا به تر ټولو وېرونکې پېښه وي چې موږ تر اوسه لیدلې." خو له بده مرغه، داسې نه وه."
ډېری وخت په ګرمه هوا کې د مېرګي حملې زیاتېږي. کله به چې د دوبي ګرمې او لندبل لرونکې ورځې راورسېدې کورنۍ به یې هڅه کوله د کور د سړېدو لپاره هر ډول لارې وازمايي چې د حملې د راتګ مخنیوی وکړي.
کله چې جېک ۱۸ میاشتنی شو، یوه جنټیکي ازموینه یې وشوه چې د ډراوېټ سېنډروم (Dravet Syndrome) په نامه ناروغي یې تشخیص شوه. دا د مېرګیي ناروغۍ یوه داسې بڼه ده چې اېپېلېپسي (Epilepsy) یې بولي. دا ناروغي ډېره عام نه ده خو په هرو ۱۵ زرو ماشومانو کې یو پرې اخته وي.
د دې ناروغۍ دورې ډېری وخت له ذهني کمزورۍ سره ملې وي، او همداراز یو شمېر نورې ناروغۍ هم ورسره تړلي وي لکه اوټیزم (Autism) او هغه ناروغي چې ماشوم په کې ډېر خوځېږي او نشي کولی پر یو شي پام ورټول کړي چې اې ډي هېچ ډي (ADHD) یې بولي. همدا راز دغه ډول ماشومان له خبرو، خوځښت، خوراک او خوب کولو سره هم ستونزې لري.
ګرمه او په ناڅاپي ډول بدلېدونکې هوا کولی شی د دغه ډول حملو دورې راوپاروي.
جېک اوس ۱۳ کلن دی او مور یې سټېفني سمېت وايي، هغه د موسمونو له بدلېدو سره بې شمېره حملې زغملې دي. هغه زیاتوي: "د دوبي له ګرمو ورځو او د تودوخې د څپو له زیاتېدو سره، زموږ ژوند له لا نورو فشارونو سره مخ کړی دی. سره له دې چې دا ناروغي واردمخه ویجاړوونکې ده "
ډراوېټ سنډروم له هغو ګڼ شمېر عصبي ناروغیو یوه ده چې د تودوخې د کچې له لوړوالي سره لا زیاتېږي. سنجې سېسوډیا چې د لندن د یونیورسېټي کالج په نامه پوهنتون کې د اقلیمي بدلون یو مخکښ پروفیسور دی، پر مغز د اقلیمي بدولون پر اغېز څېړنې کوي.
نوموړی د مېرګۍ ناروغۍ ځانګړی متخصص دی. هغه ډېری وخت له ناروغانو او د هغوی له کورنیو اوري چې د ګرمۍ د څپو له راتګ سره یې ستونزې زیاتېږي. هغه وايي: "ښکاره خبره ده، خو ما له ځانه وپوښتل چې که داسې وي نو ولې به اقلیمي بدلون هم مغز ته زیان نه رسوي؟ په پایله کې دا چې مغز کې ډېرې بهیرونه روان دي چې د تودوخې پر وړاندې مبارزه کوي. "
کله چې سنجی سېسوډیا د ساینسي لیکنو ژورې څېړنې ته مخه کړه، نو یې وموندل چې د تودوخې او رطوبت د زیاتوالي له امله یو شمېر عصبي ناروغۍ لا پسې خرابېږي. په دې کې مېرګي، مغزي سکته، د مغزو التهاب، (Encephalitis)، د اعصابو د حفاظتي پوښښ څو ځله کلکېدنه ، مایګرېن یا سر دردي او نورې ګڼ شمېر ناروغۍ شاملې دي.
هغه دا هم وموندله چې د اقلیمي بدلون اغېز واردمخه زموږ مغز کې په راڅرګندېدو دي.
د بېلګې په توګه د ۲۰۰۳ کال د اروپايۍ تودوخې په څپه کې په نږدې ۷ سلنه اضافي مړینو کې د عصبي ستونزو مستقیم تړاو لیدل کېده. په ۲۰۲۲ کال کې بیا په بریتانیا کې هم د ګرمۍ په څپه کې ورته شمېرې ثبت شوې وې.
خو ګرمي یوازې فزیکي اغېز نه لري. دا کولی شي زموږ د مغز نور فعالیتونه هم بدل کړي؛ لکه دا چې موږ ډېر غوسه، تند خویه، او خپه کړي.
نو په داسې حال کې چې نړۍ د اقلیمي بدلون له امله په تودېدو ده، زموږ پر مغز به یې اغېز څه وي؟
په اوسط ډول د انسان د مغز د تودوخې کچه د بدن له دننه تودوخې په ډېر کم ساري ډول یوازې یوه درجه لوړېږي. خو له دې سره سره، مغز یو له هغو غړو دی چې ډېره انرژي کاروي، او خپله هم ډېر حرارت تولیدوي په ځانګړي ډول کله چې موږ فکر کوو، حافظه مو کاروو او یا هم د چاپېریال پر وړاندې غبرګون ښیو.
دا په دې معنی ده چې زموږ بدن اړ دی لا ډېر کار وکړي چې د تودوخې دا کچه وساتي. د رګونو د شبکې له لارې د وینې جریان د خپلې تودوخې په ساتلو کې مرسته کوي او اضافي تودوخه لیرې کوي.
دا مهمه ده ځکه زموږ د مغز حجرې د تودوخې پر وړاندې ډېرې حساسې دي، او داسې انګېرل کېږي چې هغه مالیکولونه چې د حجراتو تر منځ پیغامونه لېږدوي هم د حرارت تابع دي. په دې معنی چې که مغز ډېر ګرم یا ډېر سوړ شي بیا به سم کار نه کوي.
سېسوډیا وایي: موږ لا هم په بشپړ ډول نه پوهېږو چې دغه بېلا بېل او پېچلي عوامل څه ډول اغېزمنېږي. خو د یوه داسې ساعت په څېر یې انګېرلی شو چې ټولې پرزې يې سره یو ځای سم کار نه کوي. "
که څه هم ډېره ګرمي د خلکو د مغز پر فعالیت بېلا بېل ډول اغېز کولی شي. د بېلګې په توګه، کولی شي د پرېکړو کولو وړتیا کمه کړي او خلک دې ته اړ کړي چې ستر خطرونه ومني. نو هغه کسان چې عصبي ناروغۍ لري تر ټولو ډېر زیانمنېږي. دا څو لاملونه لري. د بېلګې په توګه، په ځینو ناروغیو کې ښايي د خولو بهېدنې بهیر اغېزمن کړي چې دا بیا د بدن د تودوخې کنټرول ستونزمنوي.
سېسوډیا وايي: "د تودوخې تنظیم د مغز یوه دنده ده، نو که د مغز ځینې برخې سم کار ونه کړي، دا بهیر ګډوډېدی شي." د بېلګې په توګه، د اعصابو د حفاظتي پوښښ د څو ځله کلکېدنې (?Multiple sclerosis) پر وخت د بدن مهم حرارت بل ډول څرګندېدی شي.
سربېره پر دې، ځینې درمل چې د عصبي او رواني ناروغیو لکه شیزوفرینیا درملنه کوي، د تودوخې په تنظیم اغېز کوي، چې دا بیا یاد ناروغان د ګرمۍ حملې یا هایپرترمیا (Hyperthermia) پر وړاندې لا نور حساسوي او ورسره د زړه په تړوا مړینې لوی خطر سره مخ کېدو لامل هم کېږي.
د ګرمو څپو او په ځانګړي ډول د شپې لخوا د ګرمې کچې زیاتوالی د خلکو د خوب د ګډوډۍ لامل کېږي. همدا راز زموږ په رواني حالت هم اغېز کوي او د ځینو ناروغیو نښې نښانې لا ناوړه کوي. سېسوډیا وايي: "د ګڼ شمېر هغو کسانو لپاره چې مېرګي لري کم خوبي د مغزي حملې خطر زیاتوي."
شواهد ښيي چې د تودوخې د څپو پر مهال روغتون ته د ډېمېنشیا یا هغو ناروغانو ورتګ زیاتېږي او د مړینو په شمېر کې هم زیاتوالی راځي چې ډایمېنشیا یا د کمزورې ناروغي لري. یو لامل یې ښايي د عمر لوړوالی هم وي. د پاخه عمر کسانو بدن نشی کولی په سم ډول د بدن تودوخه تنظیم کړي. خو د هغوی ذهني کمزوري هم دا معنی لرلی شي چې هغوی له سختې ګرمۍ سره ځان ډېر نشي اعیارولی.
د بېلګې په توګه، کېدی شي هغوی کافي اوبه و نه څښي یا دا چې د کړکیو تړل یې هېر شي او یا هم داسې ګرمۍ کې د باندې ووځي چې باید ونه وځي.
د تودوخي د زیاتوالي او مغزي سکتو د پېښو او مړینو تر منځ هم تړاو ښودل شوی دی. یوه څېړنه کې چې د ۲۵ هېوادونو د مغزې سکتو له امله د مړینو معلومات څېړل شوي، څېړونکو موندلي چې په هرو ۱۰۰۰ مرګونو کې د دوه اضافي مرګونو پېښې هغه وخت شوي چې هوا په کې ډېره ګرمه وه.
ډاکټره بېتن ډاوېس، چې د برېتانیا د سسېکس پوهنتون روغتونونو کې د پاخه عمر کسانو متخصصه ده، وايي: "ښايي دا شمېر لوړه ښکاره نه شي خو دا چې هر کال په نړۍ کې اوه میلیونه کسان له مغزي سکتې مري دا پر دې معنی ده چې ښايي ګرمي د لا نورو ۱۰ زره کسانو د مړینې لامل شي. "
هغې او همکارانو یې خبرداری ورکړی چې اقلیمي بدلون به په راتلونکو کلونو کې دا حالت لا نور ناوړه کړي.
د ګرمي اړونده مغزي سکتو پېښو ډېره برخه د منځنۍ او یا کم عاید لرونکو هېوادونو کې رامنځته کېږي. هغه هېوادونه چې همدا اوس د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوي او د مغزي سکتو پېښو لوړه کچه تجربه کوي.
ډاوېس وايي: "د تودوخې زیاتوالی به هم د هېوادونو او هم د ټولنیزو ډلو ترمنځ روغتیايي نابرابرۍ لا نورې ډېرې کړي. "زیاتېدونکي شواهد ښيي چې د پاخه عمر او هغه کسان چې اقتصادي کچه یې ټيټه ده د نورو پرتله د ګرمۍ اړونده مړینو له خطر سره ډېر مخ دي.
جېن هرسټ چې د بریتانیا د لندن د امپریال کالج پوهنتون د ښځو د نړیوالې روغتیا برخې پروفیسوره ده وايي: "ډېره ګرمه هوا د تر ټولو کوچنیو ماشومانو عصبي ودې ته هم زیان رسوي او همدا راز د میندوارۍ له ناوړه پایلو سره هم تړاو لري لکه د ماشوم له وخت مخکې زېږېدېدنه. "
یوې وروستۍ علمي څېړنې د ګرمۍ د څپو او له وخته مخکې د ۲۶ سلنه زېږول شویو ماشومانو تر منځ تړاو تړاو موندلی. دا کولی شي په عصبي وده کې ځنډ راولي او د ذهني کمزورتیا لامل شي.
هرسټ زیاتوي: "خو دلته لا هم ډېر داسې څه شته چې موږ پرې نه پوهېږو او هغه دا چې څوک ډېر حساس دي او ولې؟ ځکه دا ښکاره ده چې هر کال شاوخوا ۱۳۰ میلیونه ښځې بچي زېږوي او د دوی ګڼ شمېر په ګرمو هېوادونو کې اوسېږي خو ټولو ته دا ستونزې نه پېښېږي. "
د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې زیاتېدونکې ګرمي هم کولی شي پر مغز فشار زیات او د زیانمنېدو لپاره یې لا نور حساس کړي. چې دا بیا د عصبي ناروغیو لامل کېدی شي. همداراز ګرمي پر هغه خنډ هم اغېز کوي چې په عام ډول مغز خوندي ساتي او نه پرېږدي زهري مواد، باکتریاوې او ویروسونو ورته لار ومومي.
او دا بیا لا نور هغه وخت مهم کېږي چې د تودوخې کچه لا زیاته شي. ځکه بیا مچان لا ډېرېږي او ویروسونه انتقالوي. هغه ویروسونه چې عصبي ناروغۍ رامنځته کولی شي، لکه زېکا، چیکنګونیا او ډېنګې.
ټوبیاس سوتر، چې د سویس د استوایي او عامې روغتیا انسټیټیوټ طبي حشره پوه دی، وايي: "زېکا ویروس کولی شي د جنین پر وده اغېز وکړي او مایکروسېفالي (Microcephaly) یا هغه ناروغي چې په کې د ماشوم سر له خپلې کچې کوچنی پاتې کېږي رامنځته کړي. په هغو ژمو کې چې هوا ډېره سړه نه وي د ګرمۍ زیاتېدا په دې معنی ده چې د مچانو د نسل تولید موسم به له خپل وخته مخکې پیل او له خپل وخت وروسته پای ته رسېږي"
د ګرمو څپو اغېز کولی شي، د عصبي حجرو له بریښنایي ټکانونو یې نیولې د ځان وژنې تر خطر، د اقلیم له امله اندېښنې، او ان د عصبي ناروغیو لپاره د درملو په دوام لرونکي ډول خوړو پراخ اغېز ولري.
سېسوډیا وايي: "ښايي بېلابېل عوامل له بېلابېلو حساسیتونو سره تړلي وي، او کېدی شي یو له هغو یې جنیټیکي حساسیت وي."جنیټیکي ډولونه کولی شي د پروټینونو په جوړښت اغېز وکړي، چې له امله یې ځینې خلک د اقلیم بدلون د اغېزو پر وړاندې لا ډېر حساس شي.
هغه وايي: "کېدی شي د تودوخې داسې پټې بڼې هم وي چې یوازې هغه وخت راڅرګندېدی شي چې چاپېریالي فشار پرې زیات شي. هغه څه چې نن یې موږ عصبي ناروغانو کې وینو کېدی شي د اقلیمي د بدلون له پرمختګ سره په هغو کسانو کې هم ولیدل شي چې عصبي ناروغۍ نه لري."
په دې اړه لا نورې پوښتنې هم شته چې ځواب ته اړتیا لري. د بېلګې په توګه، ایا دا هر څه د لوړې کچې ګرمۍ له امله پېښېږي، که د ګرمۍ د اوږد مهاله څپو له امله؟ او که دا د شپې تودوخه ده چې تر ټولو ډېر اغېز لري؟ کېدی شي دا د هر کس پر عصبي حالت بېل ډول اغېز ولري.
خو د دې معلومول ډېر مهم دي چې پوه شو څوک له خطر سره مخ دي او ولې چې له مخې یې د هغو کسانو لپاره یوه تګلاره جوړه شي چې نازک حالت کې دي. په دې کې د واردمخه خبرداري ورکول او بیمه یا سیستم هم شامل دي چې له مخې یې ورځني کاریګرو ته د ګرمۍ له کبله د کار نه کولو لپاره د تنخواه بدیل ورکړل شي.
کله چې د ۲۰۲۳ کال جولای د تاریخ تر ټولو ګرمه میاشت وپېژندل شوه، د ملګرو ملتونو عمومي مشر، انتونیو ګوتېرش په یو اعلان کې وویل: "د نړیوالې تودوخې دوره پای ته رسېدلې او د نړیوالې سوځېدنې دوره رارسېدلې."
اقلیمي بدلون راغلی او لا پسې زور اخلي خو اوس د مغزو د ګرمېدو دوره پیلېږي.