روان کال افغانستان کې د ګوزڼ ۲۳ پېښې او پاکستان کې یوازې تېره اوونۍ دری ثبت شوې دي

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي اونیز راپور کې ویلي چې په روان ميلادي کال تر اوسه په افغانستان کې د پولیو يا ګوزڼ ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په پاکستان کې هم د ګوزڼ پېښې په تېر کال کې د شپږو پرتله سږ کال ۴۸ ته لوړې شوې دي.

د پاکستان د تېرې اوونۍ تازه درې پېښې په خیبرپښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو کې ثبت شوې دي.

په افغانستان کې بيا ډېری د ګوزڼ پېښې په سوېلي ولایتونو کې ثبت شوې دي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه هېوادونه چې د پولیو تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې لري.

په افغانستان کې د ماشومانو ګوزڼ پېښې په داسې حال کې زیاتې شوې چې د واکسین ورکولو ډول لا ډېر روښانه نه دی.

ګوزڼ يوه ساري ناروغي ده چې معمولاً تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان اغېزمنوي، چې په ځینو مواردو کې يې انسان فلجېږي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې افغانستان او پاکستان کې ځايي چارواکي بايد د پوليو د له منځه وړلو د هڅو د پياوړتيا لپاره همکاري وکړي.

د ګوزڼ ضد واکسین بهیر په افغانستان او پاکستان دواړو کې بیا بیا له خنډونو سره مخ شوی چې له کبله یې د دغې ناروغۍ د مخنيوي او له منځه وړلو هڅې ټکنۍ شوې دي.

ګوزڼ څه ډول ناروغي ده؟

ګوزڼ عمومآ تر پنځو کلو کم عمره ماشومان اغېزمنوي او درملنه یې ناشونې ده.

د دې ناروغۍ په هرو ۲۰۰ کې یوه پېښه د نه رغېدو وړ شلتوب (فلج) لامل ګرځي، او له دې ډلې له پنځو تر لس سلنې کسان له دې کبله مري چې تنفسي غړي یې له فعالیت لوېږي.

په ۱۹۸۸ کال د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او)، یونېسف، د امریکا د ناروغیو د کنټرول مرکز، روتاري او دغه راز د بېل او ملېنډا ګېټس بنسټ په همکارۍ د ګوزڼ ضد واکسین نړیوال کمپاین پیل او په دې توګه د نړۍ په ۱۲۵ هېوادونو کې دا ناروغي لمنځه یوړل شوه.

روغتیا پالان وايي چې د دې وېروس د مخنیوي تر ټولو غوره لار ماشومانو ته د پولیو واکسین کول دي.‌

د افغانستان او پاکستان په هغو سیمو کې چې جګړې وې، ماشومانو ته پر خپل وخت دغه واکسین نه رسېدل د دې ستر لامل بلل کېږي چې په دغو سیمو کې لا هم د پولیو مثبتې پېښې ثبت شي.‌

د پاکستان او افغانستان ځینو سیمو کې د ګوزڼ‌ واکسین په اړه ناسم پوهاوي او پر خلاف یې د منفي‌ تبلیغاتو له کبله پر واکسیناتورانو مرګوني‌ بریدونه شوي دي.‌