تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ۲۰۲۲ کال لپاره په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ضد لومړنی واکسین پروګرام پیل شو
په ټول افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال له پنځه کاله د کم عمره ماشومانو لپاره د ګوزڼ ضد واکسین لومنی پرواګرام پیل شوی دی.
د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف مسوولین وايي، په پام کې ده، دې پروګرام کې به د ټول هېواد نهه اعشاریه نهه میلیونه ماشومانو ته ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.
یونیسف په یوه اعلامیه کې ویلي، تېر ۲۰۲۱ کال په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ تر ټولو کمې پېښې ثبت شوې دي، چې د مسوولینو په وینا د ګوزڼ 'وحشي وېروس ' خپرېدو مخنیوي لړ کې ښه فرصت دی او د دوی هڅې به دوام وکړي.
د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازی ډاکتر داپینګ لوو په دې هکله وايي: ''د ۲۰۲۲ کال له پیلیدو سره موږ یو ښه فرصت لرو چې په افغانستان کې پولیو ختم کړو. دې هدف ته د رسېدو لپاره موږ په همدې ۲۰۲۲ کال پنځه نور کمپاینونه په پام کې لرو او په همدې رفتار سره ځکه باید پرمختګ وکړو، چې صفر ته د پولیو قضیو راټیټولو لپاره خپل وروستي هدف ته ورسېږو. ''
تېر کال د 'ډبلیو پي وې ۱ 'نومي دې وېروس څلور پېښې ثبت شوې، چې لومړنۍ هغه یې د تېر کال په لومړیو کې غزني کې او درې نورې بیا وروسته اکتوبر او نومبر میاشتو کې په کندوز ولایت کې ثبت شوې دي.
د یادونې ده، چې د تېر کال نومبر کې د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسیف، د طالبانو حکومت په همکارۍ لومړی ځل د ټول افغانستان په کچه د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین له نژدې درې کلونو وروسته پیل کړ.
د ماشومانو ګوزڼ داسې ناروغي ده، چې درملنه نه لري او د ملګرو ملتونو روغتیا برخې یې له منځه وړلو لپاره له ۱۹۸۸ راهیسې اقدامات کړي دي.
مسوولین وايي، اوس پر دې ناروغۍ د اخته کېدو کچه ۹۹ سلنه ټیټه شوې ده.
افغانستان، پاکستان او نایجریا لا هم د نړۍ هغو هېوادونو کې دي، چې دغه ناروغي پکې شته.
یونیسیف مسوولین وايي، افغانستان د پولیو یا ګوزڼ پای ته رسېدو ته نژدې کېږي او هر ماشوم ته د واکسین څاڅکو څو ځله ورکول به په هېواد کې د دې وېروس د ګرځېدو مخه ونیسي.