ناټو: د شمالي کوریا ځواکونه روسیې ته استول شوي

ناټو په لومړي ځل اعلان کړی، چې د شمالي کوریا ځواکونه روسیې ته استول شوي او د کرسک په سرحدي سیمه کې- چېرې چې اوکراییني ځواکونه رسېدلي، عملیات کوي.

د دې سازمان عمومي منشي مارک روته د دوشنبې پر ورځ د سوېلي کوریا اطلاعاتي او دفاعي چارواکو سره له لیدنې وروسته هلته د یادو ځواکونو ځای پر ځای کېدل تایید کړي.

د ناټو نوي مشر ویلي، د شمالي کوریا د ځواکونو ځای پر ځای کول د اوکرایین او روسیې ترمنځ د "جګړې شدت" او خطر پراخېدو" ښکارندويي کوي.

تېره اونۍ رپوټونه وو چې پیونګ یانګ له خپل متحد سره د مرستې لپاره د زرګونه پوځیانو د لېږدولو تیاری نیسي، خو ولسشمر ولادیمیر پوتین له دې انکار کړی و.

د جنوبي کوریا د جاسوسۍ ادارې د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وو، شمالي کوریا لږ تر لږه خپل ۱۵۰۰ سرتېري روسیې ته استولي، دې څرګندونو سیول وهڅاوه چې مسکو سختو ډیپلوماتیکو نیوکو سره مخ کړي.

خو ناټو په لومړي ځل د دوشنبې ورځې له لیدنې وروسته په رسمي ډول تایید کړه چې د شمالي کوریا ځواکونه روسیې ته رسېدلي. نوموړي زیاته کړه چې شمالي کوریا لا د مخه اوکرایین سره د مقابلې لپار روسیې ته په میلیونونه مرمۍ او بالستیک توغندي ورکړي دي.

روته زیاته کړې، د دې مرستې په بدل کې ولسمشر پوتین هوکړه کړې چې شمالي کوریا سره د نړیوالو بندیزونو د خلاصونو لپاره د پوځي ټېکنالوژۍ او نورو مرستو په لېږلو کې همکاري وکړي. هغه زیاته کړه، مشارکت "نړیوال امنیت او سوله کمزورې کوي."

ښاغلي روته خبرداری ورکړی، چې په کورسک کې د شمالي‌ کوریا د پوځیانو عملیات به لوېدیځ کې اندېښنې راپورته کړي.

د مسکو او کیېف ترمنځ نښتې وروسته له هغې لاپسې پراخې شوې چې اوکراییني ځواکونو په لومړي ځل د روسیې خاوره کې پوځي پرمختګ وکړ او سیمې ته ننوتل.