ولې د خوږو (شکرې) له خوړلو ډډه کول ګران دي؟

څېړنې ښيي خوړو کې کارېدونکې بوره (شکره) اوس د انسان د خوړو د رژیم اصلي سرچینه ګرځېدلې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کوي، چې موږ باید د بورې یا شکرې کارول پنځه سلنه کالوریو ته راټیټ کړو، یعنې په ورځ کې باید شاوخوا اووه کاشوغې بوره مصرف شي.

هر ډول شکره یا بوره چې تاسې په خپلو خوړو کې کاروئ، د (اضافي شکرې) په نامه یادېږي او په ډېره اسانۍ درنه په خوړو کې اندازه ډېرېدی شي.

شات له دې زیانه خوندي دي؟ د دې پوښتنې ځواب دا دی، چې نه! شات هم اضافي شکره ده.

کله چې د شکرې په اړه غږېږو، ډېر کله مو پر دسترخوان سپینې بورې(شکرې) ته پام اوړي، خو اصلاً خوږو او شکرې کې ټول خواږه او کاربوهایدریت لرونکي خواړه شامل دي. سپینه بوره چې هره ورځ یې کاروئ له دوو نورو شکرو جوړه شوې چې ګلوکوز او فرکتوز دي.

شات هم له ګلوکوز او فرکتور جوړ شوي. عام باور دا دی چې شات د بورې پرتله ښه دي او زیان نه اړوي، خو داسې نه ده.

شات هم په اضافي شکره کې راځي چې باید ډېر یې و نه کاروئ.

ګلوکوز او فرکتوز څه توپیر لري؟

د کارپوهانو عمومي باور دا دی چې، پر روغتیا د ګلوکوز او فرکتوز اغېز پام وړ توپیر نه لري. زموږ د بدن ټولې حجرې ګلوکوز پروسس کولی شي،‌ خو یوازې ځیګر ډېره اندازه فرکتوز جذبوي.

یعنې که ډېر مصرف شي پر ځیګر د فشار لامل کېږي.

فرکتوز همدا راز د ګرلین او لپتین هورمونونو په څېر ځینو نورو هورمونونو کې د ګډوډۍ رامنځته کېدو لامل کېږي. ګرلین هورمون مغزو ته د لوږې پیغام ورکوي او لپتین بیا داسې څه دي، چې د مړښت لامل کېږي.

دا اختلالال یا ګډوډي ښايي د دې لامل شي چې تاسې له اندازې ډېر خوراک وکړئ.

ولې له شکرې ډډه کول دومره ګران دي؟

د ژوند تجربو ته په کتو سره، خواږه او شکره زموږ خوښۍ سره تړلي دي.

په ځینو ځانګړو مناسبتونو او جشنونو کې خواږه ډېر کاروو. کله چې (اضافي شکره) مصرفوو په ډېرې چټکۍ زموږ د وینې جریان ته جذبېږي، موږ ته انرژي راکوي او د خوښۍ لامل مو کېږي، خو ناڅاپه مو د وینې د ګلوکوز کچه راټیټېږي. دا د دې لامل کېږي چې ډېر شکر مصرف کړو او دا لړۍ همداسې پسې دوام وکړي.

دا چې خواږه زموږ له خوشالۍ سره نیغه اړیکه لري، نو ځکه د دې عادت پرېښودل راته ګران وي او په اسانه ترې ډډه نه شو کولی.

څنګه مو ماغزه د شکرې خوړلو له لېوالتیا راګرځولی شو؟

  • پر خپلو مغزو تمرین وکړئ، چې د ډېرې شکرې لرونکو خوړو پر ځای له هغو خوړو خوند واخلي چې کمه اندازه خواږه لري.
  • د درې وخته خوړو تر منځ مغزیات او نور طبیعي خواړه وخورئ. مغزیات او زړي پروټین او غوړ لري چې ډېره موده مو ماړه ساتي.
  • تریخ کاکاو (چاکلیټ) خوړلی شئ چې د سپن کاکاو پرتله پکې د شکرې اندازه کمه ده.
  • د دې لپاره چې زړه مو تسکین شي خوړو سره لږه اندازه کاکاو او دارچین وخورئ.
  • د خوږو پر ځای د استویا په نامه مواد هم کارولی شئ چې له یوه ډول بوټو جوړېږي. دا توکي هغه مهال کارول کېږي چې څوک نه غواړي په خوړو کې خواږه اضافه کړي. استویا د وینې د شکرې پر اندازې څه اغېز نه کوي او نه مو غاښونه خرابوي.

خوږو ته لېوالتیا یوه ذهني پدیده ده، چې ستاسې د خوښۍ په مزاج پورې تړلې. هڅه وکړئ په پلي مزل، مطالعې او د موسیقۍ په اورېدو مو خوږو ته دا لېولتیا کمه کړئ او چې زړه مو ورته کېده ځان په بل څه بوختوئ.