روژه میاشت کې ولې خوږو شیانو ته اشتها ډېرېږي؟

ایا روژه میاشت کې ډېر خواږه خورئ؟ ایا پام مو شوی چې د خوړلو پرمهال مو اشتها لا ډېره شوې ده؟ ښايي دا او دې ته ورته نورې پوښتنې مو د روژه‌ماتي په رانژدې کېدو ذهن کې وچورلېږي.

په روژه کې ډېر کم روژه‌تیان د بېلابېلو خوړو سربېره له خوږو شیانو پرهېز کولی شي.

ډېری روژه‌تیان ځینې وخت په روژه کې د خوږو خوړلو کې "افراط" کوي.

بي بي سي ته د خوړو یوې متخصصې ریم عبد للات وویل: "ستونزه د خوراک په طریقه کې ده، مثلا کله چې یو روژه‌تی د روژه‌ماتي پرمهال ډېرې خورماوې وخوري په دې معنا چې خورا ساده خواږه لري چې په دې سره یې په وینه کې د انسولین کچه لوړېږي، پایله یې دا شي چې نور خوراک په تېره خوږو شیانو ته یې اشتها ډېره شي".

دا زیاتوي: "تېروتنه په دې کې ده چې ډېری روژه‌تیان روژه‌ماتی په درېیو تر پنځو خورماوو پیلوي بیا د روژې لپاره داسې ځانګړی جوس نوش جان کړي چې ډېر خواږه پکې ګډ شوي وي.

همدا ده چې بنکریاس د تر پیشلمي لپاره انسولین ماده افرازوي او ډېر څښل یې د وزن د زیاتېدو لامل ګرځي".

"بدن د لوږې او تندې ترمنځ توپیر نه کوي"

د خوړو متخصصه ریم زیاتوي: "غوره دا ده چې روژه‌تیان په یوه دانه خورما روژه ماته کړي او بیا پروټین لرونکي خواړه وخوري لکه چرګ، کب نوره غوښه او ان یوه پیاله شیدې، ځکه چې د ساده خوږو او پروتین یوځای کول په وینه کې د انسولین د کچې لوړېدو لامل نه کېږي او د مړښت احساس زیاتوي، ځکه نو خوږو شیانو ته د روژه‌تي اشتها په ښکاره ډول کمېږي".

العبدللات وايي، یو ډول معلومات دي چې خلک هېڅ ری پکې نه وي، هغه دا چې "بدن عملاً د لوږې او تندې ترمنځ توپیر نه کوي، ډېر کله اوبو ته د بدن اړتیا وي او انسان فکر کوي چې ګنې خوږو شیانو ته یې اشتها شوې ده، نو په دې صورت کې د روژه‌ماتي پروخت باید په کافي اندازه اوبه وڅښل شي چې په دې سره خوږو شیانو ته اشتها کموي".

د خوړو متخصصین هم وايي، چې په کافي اندازه اوبه څښل بدن مرطوب ساتي او له وچوالي یې ژغوري.

د خوړو متخصصین وايي، په وینه کې د خوږو د کچې کمښت روژه‌تی دې ته اړباسي چې په لېوالتیا خواږه وغواړي ځکه چې د لاسه وتلې چټکې انرژۍ سرچینه یې ګڼي، همدا ده چې هر روژه‌ماتی په خورما ‌پیلېږي."

روانپوهې رشا بواعنه بي‌بي‌سي ته وویل، "د خوږو خوړل زموږ د خوشحالۍ له احساس سره تړلي، خواږه خوړل د سیروتونین په نامه هورمون فعالوي چې د خوښۍ، هوساینې او رضایت مسؤلیت لري".‌