د پوستکي په اړه نوې څېړنې د زړښت د نښو ځنډولو کې مرسته کولی شي

    • Author, پالاب ګوش
    • دنده, خبریال

څېړونکو داسې علمي موندنو ته رسېدلي، چې کېدای شي په راتلونکي کې د زړښت د نښو کمولو لپاره وکارول شي.

د څېړونکو یوې ډلې موندلې، چې د انسان د بدن سیستم څنګه له یوې بنسټیزې حجرې پوستکی جوړوي.

دوی ان په دې توانېدلي چې لابراتوار کې یوه کوچنۍ ټوټه پوستکی جوړ یا تولید کړي.

دا څېړنه د هغې یوې لویې مطالعې برخه ده، چې دا معلومه کړي د انسان د بدن هره برخه څنګه له یوې حجرې بله حجره جوړوي.

له زړښت سره پر مبارزې سربېره دا موندنې د پیوندولو لپاره د پوستکي مصنوعي تولید کې او د زخمونو د داغونو لرې کولو لپاره کارول کېدای شي.

د انساني حجرو اطلس پروژه د بیولوژیکي څېړنو په لړ کې یوه له خورا مهمو پروګرامونو څخه ده.

دا پروژه د نړیوالې همکارۍ په چوکاټ کې پر مخ وړل کېږي خو اصلي تجربې یې د ویلکم سانجر انسټیټیوټ کې په کېمبرج کې تر سره کېږي.

د دې پروژې یوې مسوولې پروفیسورې موزلفې حنیفه ویلي، دا څېړنه به له څېړونکو سره مرسته وکړي، چې د ځینو ناروغیو درملنه په اغېزناکه توګه ترسره کړي او په ورته وخت کې د اوږدې مودې لپاره د انسان روغتیا ساتلو په پار نوې لارې چارې ومومي او ان دا چې کېدای شي موږ ځوان وساتي.

پروفیسوره حنیفه، چې د ویلکم سانجر انسټیټیوټ غړې ده وايي:

"که موږ وکولای شو پوستکی سمبال وساتو او د زړښت مخ نیوی وکړو موږ به کمې کونځې ولرو.

نوموړې زیاته کړه:

"که موږ پر دې پوه شوای شو چې څنګه د حجرو حالت له تنکۍ ځوانۍ څخه وده کوي او بیا د زړښت په لوري ځي نو هغه وخت بیا ویلی شو، چې زه څنګه یو سیستم بیا ځوان کړم، زړه ځوان کړم او څنګه پوستکی ځوان کړم؟."

البته تر دې کچې پرمختګ لا هم له لاسرسي لرې دی خو څېړونکي د پرمختګ په حال کې دي.

په وروستیو کې دوی په دې وپوهېدل، چې څنګه د انسانانو د پوستکي حجرې په لومړیو پړاوونو کې په جنین کې وده کوي.

کله چې د انسان هګۍ القاح کېږي، هغه حجرې چې د انسان بدن جوړوي ټول یو شان وي.

خو له درېیو اونیو وروسته په عامه اصطلاح "بنسټیزې حجرې" خپل فعالیت پیلوي یا را څرګندېږي او خپلې چارې پیلوي چې څنګه هره ډله حجرې را ټولې شي او د بدن غړي جوړ کړي.

څېړونکو وموندله، چې کوم ژنونه په کوم وخت او کومو ځایونو کې فعالېږي چې د بدن ترټولو لوی غړی یعنې پوستکی جوړ کړي.

څېړونکو د انسان د پوستکي جوړېدو د طرحې ټوله کړنلاره ترلاسه کړې او د هغه تشریح یې په نیچر مجله کې خپره کړې ده.

دې چارې څېړونکو ته ښه فرصتونه په لاس ورکړی.

د بېلګې په توګه څېړونکو موندلې، که د جنین پوستکی ټپي شي پرته له دې چې داغ یې پاتې شي بېرته جوړیږي.

د دستورالعملونو نوې ټولګه د پوستکي د جوړښت جزئیات لري او یوه بله څېړنه کولی شي دا وي، چې څنګه د پاخه عمر زخمونه او د عملیات ټپونه همدا ډول پرته له دې چې داغ یې پاتې شي بېرته جوړ شي.

دې څېړنه کې بله مهمه موندنه، چې څېړونکو ترلاسه کړه هغه د معافیت حجرې په پوستکي کې د وینې رګونو په جوړولو کې مهم رول لوبوي.

دوی هم له همدې ګټه واخیسته او په لابراتوار کې ورته لارښوونې یا دستورالعملونه پلې کړل.

څېړونکي د مصنوعي پوستکي په جوړولو وتوانېدل.

تر دې دمه څېړونکي توانېدلي، د پوستکي کوچنۍ ټوټې تولید کړي او پرې کوچني وېښتان هم راشنه شوي.

د پروفیسورې حنیفه په وینا، وروستی هدف د دې تخنیک بشپړول دي.

دا وايي: "که موږ وپوهېږو، چې څنګه د انسان پوستکی جوړ کړو، موږ کولی شو د سوځېدلو ناروغانو د پوستکي درملنې او بیا تولید لپاره ترې ګټه واخلو او دا چاره کولی شي د نسجونو د جوړښتونو پیوند لپاره یوه لاره وي. "

نوموړې زیاتوي: "بله بېلګه یې دا ده، که موږ وکولی شو د وېښتانو فولېکولونه جوړ کړو موږ د پکو کسانو لپاره د وېښتانو راشنه کېدل او اوږدولو ته لار پیدا کړو. "

همدارنګه کولی شو د دې لابراتواري پوستکي په مټ د پوستکي ارثي ناروغیو په پوهېدو او بېلابېلې درملنې ترسره کړو.

د ژنونو د فعالولو او بندولو لارښوونې ټول جنین ته استول کېږي او دا بهیر له زیږون وروسته تر پاخه عمره دوام ورکوي، چې د انسان په بدن کې د بېلابېلو ارګانونو او انساجو د ودې لامل کېږي.

له اتو کلونو راهیسې چې د انسان د حجرو اطلس پروژه روانه ده، د دې پروژې څېړونکو د بدن له بېلابېلو برخو څخه یو سل میلیونه حجرې معاینه کړې دي.

دا اطلس توانېدلی، چې د مغزو او سږو د حجرو لومړنۍ نسخه جوړه کړي او څېړونکي د پښتورګو، ځېګر او زړه په اړه څېړنې کوي.

د کېمبرج پوهنتون پروفیسورې سارا تیچمن په خبره، چې یوه له څېړونکو څخه ده وايي، بل ګام د انفرادي اطلسونو یوځای کول دي.

نوموړې بي بي سي ته وویل: "دا یوه په زړه پورې لاسته راوړنه ده ځکه دا موږ ته د فیزیولوژي، اناتومي او د انسانانو په اړه نوې پوهه راکوي."

هغې زیاته کړه: "دا لاسته راوړنه به د درسي کتابونو د بیا لیکلو د انساجو او ارګانونو او د دوی د فعالیت څرنګوالي په اړه د بیاکتنې لامل شي."

د بدن د نورو برخو د ودې د څرنګوالي په اړه ژنیتیکي دستورالعملونه به په راتلونکو اونیو او میاشتو کې خپاره شي، چې د انسان د بدن یو بشپړ انځور ولرلی شو.