تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روانډا کې د ماربورګ ناروغي: د دې وژونکې ویروس په اړه څومره پوهېږئ؟
په روانډا کې د ماربورګ ویروس د وژونکې ناروغۍ له خپرېدو سره د دې هېواد چارواکي وايي، چې په یادې ناروغۍ اخته ډېری کسان د روغتیا برخې کارکوونکي دي.
تېره اوونۍ د دغې ناروغۍ له خپرېدو راهیسې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي دي.
دا ویروسي ناروغي، چې د لېږد کچه یې خورا چټکه ده، د ایبولا په څیر ده.
د ماربورګ ناروغۍ علایمو کې د سر درد، تبه، د عضلاتو درد، د وینې کانګې کول او بدن دننه خونریزي شامله ده.
د روانډا د روغتیا وزیر د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ۳ مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د ۳۶ اخته کسانو له جملې څخه ۲۹ یې طبي کارکوونکي دي.
یادو کارکوونکو د جدي پاملرنې په څانګه کې د ماربورګ لومړنیو ناروغانو درملنه او پاملرنه کوله.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دوی د کارپوهانو ارزونه دا ده، چې د ماربورګ ویروس د خپرېدو خطر په ملي او سیمه ییزه کچه لوړ خو په نړیواله کچه ټیټ دی.
په وروستیو کلونو کې په سلګونه کسان د یاد ویروس له امله مړه شوي، چې نږدې ټول یې په افریقا کې وو.
اوس مهال د ماربورګ لپاره کومه درملنه نشته، خو روانډا پلان لري، چې د درملو شرکتونو او د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د واکسینونو او تجربوي درملنې کلینیکي آزموینې پیل کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د دې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي لپاره به د متخصصینو یوه ډله، د ازماوینې کټونه یا د معاینې بستې او د ځان خوندیتوب لپاره وسایل به د روانډا هېواد ته واستوي.
کارپوهانو په روانډا کې د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې د دغې ناروغۍ خپرېدل تایید کړل.
دا یې لومړی ځل و، چې دا ویروس په روانډا کې وموندل شو خو سرچینه یې لا هم معلومه نه ده.
د روانډا ګاونډیانو یوګانډا او تنزانیا په ۲۰۱۷ او ۲۰۲۳ کې د ماربورګ ناروغۍ د خپرېدو راپور ورکړی و.
دا مهال شاوخوا ۳۰۰ کسان، چې په ماربوګ اخته کسانو سره په تماس کې شوي وو تر نظارت لاندې دي.
د ماربورګ ویروس څه شی دی او څومره خطرناک دی؟
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په منځني ډول د ماربورګ په ویروس اخته شوي نیمایي ناروغان مړه کېږي.
د دې ناروغۍ په پخوانیو پېښو کې له ۲۴ سلنې تر ۸۸ سلنې ناروغان مړه شوي.
دغه ویروس په لومړي ځل په ۱۹۶۷ کال کې د جرمني په ماربورګ ښار کې وپېژندل شو او د همدې کال په ترڅ کې د جرمني په ماربورګ او فرانکفورت او د سربیا په بلګراد کې ۳۱ کسان پرې اخته شول چې له دې ډلې ۷ تنه یې مړه شول.
د دې ويروس د رېښې موندنې ښيي، چې دا په يوګانډا کې له افريقايي زرغونو شادیانو څخه خپور شوى خو دا ويروس په نورو ژویو پورې هم تړاو لري.
د انسانانو ترمنځ هغه کسان، چې ډیر وخت یې په غارونو، کانونو یا هغو ځایونو کې چې مرغان په کې ژوند کوي او یا ورټولېږي تېر کړي، په دې ناروغۍ ډیر اخته شوي.
په وروستیو کلونو کې ماربورګ ناروغي په ګیني، ګانا، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، کینیا، جنوبي افریقا، یوګانډا او زیمبابوې کې خپره شوې ده.
په ۲۰۰۵ کال کې په انګولا کې یې له ۳۰۰ څخه ډیر خلک ووژل.
په هر حال، پاتې نړۍ کې په تېرو ۴۰ کلونو کې یوازې دوه کسان د ماربورګ ویروس څخه مړه شوي دي، چې یو یې په اروپا کې او یو په متحده ایالاتو کې و.
د ماربورګ ویروس څنګه خپرېږي؟
افریقایي زرغون شادیان او خنزیران د دې ویروس د لېږد عاملین دي.
دا ویروس د مصري میوه خوړنکي اسمان څکالي په ذریعه هم انسان ته لېږدول کېږي.
همدارنګه له یوه انسان څخه بل انسان ته د بدن د مایعاتو ان د ککړ بستر سره تماس نیولو له لارې هم لېږدول کېږي.
ان وروسته له دې چې ناروغ روغ شي، د دوی وینه یا منی کولی شي تر څو میاشتو په ویروس ککړه پاتې شي.
د دې ناروغۍ درملنه څنګه کېږي؟
له دې ویروس سره د مبارزې لپاره کومه ځانګړې درملنه یا واکسین شتون نلري، که څه هم ځینې ازمایښتي درملنې ترلاس لاندې دي.
په روغتون کې ډاکټران هڅه کوي، چې ناروغانو ته د زیاتو مایعاتو په ورکولو او د ضایع شوې وینې پر ځای تازه وینه ورکولو سره د ناروغۍ زیانونه کم کړي.
د ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی څنګه وکړو؟
د واکسینونو او معافیت نړیواله ټولنه وړاندیز کوي، چې په افریقا کې دې خلک د ښکار شوې غوښې له خوړلو یا ورسره تماس نیولو څخه ډډه وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په هغو سیمو کې چې دغه ناروغي خپره شوې باید خلک له خنزیرانو سره له اړیکې نیولو ډډه وکړي.
هغه نارینه چې په یاد ویروس اخته شوی وي باید د نښو له پیل څخه ان تر یو کاله یا له هغه هم ډېر وخت له کاندم څخه کار واخلي یا دا چې دوه ځلې یې د مني ازموینې منفی راشي.
هغه کسان، چې ماربورګ ناروغۍ له کبله خپل عزیزان له لاسه ورکوي باید د ښخولو پرمهال د هغو له جسدونو سره تماس ونه نیسي.