تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بیتالمقدس بس تمځای کې په ډزو شپږ تنه وژل شوي
روغتیايي کارکوونکي او پولیس وايي، بیتالمقدس ښار کې په ډزو لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او د شپږو نورو ټپي شویو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی. پولیس وايي بریدګر هم وژل شوي.
د اسرائیلو د مګن ډېوېد اډم امبولانس خدمت ویلي، په وژل شویو کې درې نارینه د ۳۰ کلونو په شاوخوا کې، یوه ښځه د ۵۰ کلونو په شاوخوا کې او یو نارینه د ۵۰ کلونو په شاوخوا کې شامل دي. اته کسان د ډزو د ټپونو له امله په ځايي روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
لا تر اوسه د بریدګرو هویت او د برید انګېزه نه دي روښانه شوي. خو اسرائیلي پولیسو بریدګر "ترهګر" بللی او د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.
د امبولانس خدمتونو ادارې وړاندې د ټپیانو شمېر ۱۵ ښودلی و چې پنځه یې نازک حالت کې دي.
هېڅ وسلهوالې ډلې سملاسي د برید مسوولیت نه دی منلی، که څه هم حماس دا برید ستایلی دی.
د اسرائیلو پوځ ویلي، سرتېري هم سیمه ته استول شوي او د پولیسو په همکارۍ د مشکوکو کسانو په لټه کې دي.
د اسرائیلو امنیتي ځواکونو ته له برید وروسته په اسرائیل او لوېدیځه غاړه کې د تیارسئ خبرداری ورکړل شوی.
په بیتالمقدس کې د دې ډول بریدونو شمېر لږ و.
د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې درې اسرائیلیان هغه وخت ووژل شول چې دوو فلسطیني وسلهوالو د لوېدیځ بیتالمقدس په یوه بس تمځای ډزې وکړې. د دې برید مسوولیت حماس منلی و.
د اسرائیلو ستره محکمه: فلسطيني بندیانو ته کافي خواړه نه ورکول کېږي
د اسرائیلو سترې محکمې ویلي، دولت د فلسطيني بندیانو لپاره کافي خواړه نه برابروي او باید د هغوی د تغذيې د ښه کولو لپاره ګامونه پورته کړي.
د درېیو قاضیانو یوې ډلې د یکشنبې په ورځ وویل، حکومت قانوني مسوولیت لري چې بندیانو ته دومره خواړه ورکړي چې د "ژوند کولو اساسي کچه" یې تضمین کړي.
زرګونه فلسطينيان له کلونو راهیسې د اسرائیلو په زندانونو کې دي، ځینې د ترهګرۍ په تور او زرګونه نور له هغې راهیسې نیول شوي چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې د غزې جګړه پیل شوه.
د اوربند خبرې په ټپه درېدلې دي، خو د یکشنبې په شپه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ حماس ته "وروستۍ خبرداری" ورکړ او له دې ډلې یې وغوښتل چې له غزې د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره یوه معامله ومني.
هغه په ټروت سوشیال کې په یوه لیکنه کې وویل چې اسرائیلو د ده شرایط منلي دي او "اوس وخت دی چې حماس هم هغوی ومني."
ولسمشر ولیکل: "دا زما وروستۍ خبرداری دی، بل به نه وي!"
اسرائيلو کې زرګونو کسانو د يرغملو د خوشي کېدو او په غزه کې د جګړې درېدو غوښتنه کوله
د اسرائيلو په کوڅو کې له ۱۵ زره زيات کسان د غزې جګړې د پايته رسولو په لاريون راوتلي وو او له لومړي وزير بنيامين نتنياهو يې غوښتنه کوله چې د پاتې يرغمل شويو کسانو د خوشي کېدو لپاره هوکړې ته غاړه کېږدي.
د هغو يرغمل شويو کسانو کورنۍ چې غړي لا هم په غزه کې له حماس سره دي د بيت المقدس په پاريس څلورلارې کې راټول شوي وو، نور کسان بيا په تل ابيب کې لارو او کوڅو ته راوتلي وو.
ويل کېږي له هغو ۴۸ يرغمل شويو کسانو چې لا هم په غزه کې دي ۲۰ تنه يې ژوندي دي.
اسرائیل تراوسه يوې هوکړې ته چې له مخې به يې ځینې يرغمل خوشي کېږي ځواب نه دی وکړی خو وړاندې يې ټينګار کړی و چې د هر ډول هوکړې لپاره باید ټول يرغمل خوشي کړل شي.
نتنياهو ټينګار کوي چې په بشپړه توګه د حماس له منځه وړل به وکولی شي يرغمل ازاد کړي.
حماس د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر اوومه د اسرائیلو پر جنوبي برخو بريد وکړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه یې ووژل او ۲۵۱ تنه نور یې يرغمل غزې ته يوړل.
اسرائيلو بيا په ځواب کې پر غزه غچ اخيستونکي عمليات پیل کړل چې د حماس تر واک لاندې په غزه کې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې له ۶۴ زره زيات فلسطينيان وژل شوي دي. که څه هم اسرائيل دا شمېرې نه مني خو ملګري ملتونه یې د باور وړ ګڼي.
بل پلو په اسرائيلو کې د جګړې پر ضد مظاهرې او د نړيوالو له خوا په غزه کې د عملياتو پر ضد غږونه ورځ تر بلې ډېرېږي.
خو دا په داسې حال کې ده چې ټول شواهد ښيي د اسرائیلو دفاعي ځواکونه غواړي جګړه نور هم سخته کړي. د نتنياهو حکومت وايي د غزې تړانګه به په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندې راولي او بالاخره به حماس ته ماته ورکوي.
د تېرې شنبې په شپه په تل ابيب او بيت المقدس کې د وروستيو مياشتو يو تر ټولو ستر لاريون وشو چې ګډونوالو په کې د پاتې يرغملو د خوشي کېدو او د جګړې د پايته رسېدو غوښتنه کوله.
په ښار کې د نتنياهو د استوګنځي تر څنګ يو پر بل پسې ويناوالو پر نوموړی غږ کاوه چې له حماس سره داسې يوه هوکړه وکړي چې د دوی د خپلوانو راستنېدو ته لاره هواره کړي.
د يوه اسرائيلي پوځي مور چې زوی یې مټن انګرېسټ په غزه کې يرغمل دی له غوسي ډک پيغامونه لرل.
د ټايمز اف اسرائيل د راپور له مخې دې شعارونه ورکول چې "ښاغلی لومړی وزير دا ګواښ نه دی، که څه وشي ته به يې تاوان ورکوې، دا د يوې مور خبرې دي."
ډېری لاريونوال په دې باور دي چې د جګړې پراخول به د يرغملو ژوند ته لا ډېر ګواښ پېښ کړي.
که لومړی وزير په بيت المقدس کې په خپل کور کې و، د يرغملو د کورنيو او ملاتړو دا غوښتنې به يې اورېدلې وي.
تر فشار لاندې خو هوډمن لومړي وزير لاهم د جګړې د پايته رسولو کومې نښې نښانې نه دي څرګندې کړې. که څه هم پخوانيو لوړ پوړو پوځي مشرانو څو ځله ويلي چې د اسرائيلو پوځ په غزه کې پوځي موخې ترلاسه کړې دي، پرته له دې چې د يرغمل شويو کسانو ژوند لا ډېر له ګواښ سره مخ شي او په غزه کې روان بشري کړکېچ نور هم خراب شي.
راپورونه وايي، د پوځ ډېری اوسنی جنرالان هم په دې باور دي خو حکومت ورته ويلي چې د غزې ښار او د فلسطين جګړه ځپلې سیمې د نيولو لپاره دې يوه ستر ځمکني يرغل ته چمتووالی ونيسي.
د نتنياهو د دفاع وزير اسرائيل کاتز، په دې وروستيو ورځو کې څو ځله پر ټولنيزو رسنيو د غزې ښار د لوړ پوړو ودانيو د ويشتل کېدو ويډيوګانې خپرې کړې او دا پيغام يې ورکړی چې "دا يوازې پيل دی".
اسرائيل ادعا کوي چې حماس په غزه ښار کې له دې مهمو ودانيو د "قوماندې او کنټرول د مرکزونو" په توګه کار اخلي.
د يکشنبې په ورځ د اسرائيلو پوځ له غزې ښاره د خلکو د ايستلو امر ورکړ او بيا يوه بله لوړ پوړې ودانۍ په نښه کړل شوه. اسرائيلو حماس تورن کړ چې په دې لوړ پوړيزه ودانۍ کې یې "د استخباراتو راټولولو وسايل" ځای پر ځای کړي وو.
تردې مخکې حماس دا تور رد کړي چې ګواکې له لوړپوړو ودانيو کار اخلي. فلسطينيان وايي دا ودانۍ د بېځايه شويو خلکو لپاره پناځایونه وو.
که څه هم پر غزه هره ورځ هوايي بريدونه او بمبارۍ کېږي خو اسرائيل هغه تورونه ردوي چې وايي عامه ودانۍ او کورونه په منظمه توګه ويجاړوي او دا سيمه له اوسېدو وباسي.
د اسرائيلو د دفاع وزير مخکې د غزې ښار اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی و چې د غزې جنوب کې د دوی په وينا د المواصي "بشري سیمې" ته ولاړ شي. خو په غزه کې هېڅ ځای په رښتينې توګه خوندي نشي بلل کېدی، په همدې سيمه هم اسرائیلو څو ځله بريدونه کړي چې لسګونه کسان په کې وژل شوي دي.
تېره اوونۍ هم د ماشومانو په ګډون يو شمېر کسانو د اسرائیلو په بريدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
له همدې امله د اسرائيلو ډېرو متحدينو بيا بيا غوښتنه کې چې په غزه کې جګړه پايته ورسوي او سملاسي د اوربند خبرو ته ستانه شي.
د ډنمارک د بهرنيو چارو وزير لارش راسموسن د يکشنبې په ورځ بيت المقدس ته د سفر پر مهال وويل،"موږ د غزې د بشري ناورین له کبله ژور اندېښمن يوو او همدا لامل دی چې په وار وار له اسرائیلو غواړو چې خپل پوځي بريدونه بند کړي".
خو د نوموړي پيغام ته د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير جېډیون سار کوم ځانګړی پام ونکړ او په غير مستقیم ډول یې خبرداری ورکړ چې د ځينو اروپايي هېوادونو له خوا د فلسطين دولت په رسميت پېژندلو هڅې به زيان رسوونکې وي او سختې پايلې به ولري.
د يوه خبريال د پوښتنې په ځواب کې چې د نتنياهو حکومت د اشغال شوې فلسطينۍ لوېديځې غاړې د کنټرول پر جنجالي وړانديزونه څه دريځ لري، سار وویل، "موږ په دې اړه له لومړي وزير سره خبرې کړې او پرېکړه به وشي، زه اړتيا نه لرم چې ډېر وضاحت ورکړم".
نوموړي دا هم وويل چې په دې اړه تازه د امریکا د بهرنیو چارو له وزير مارکو روبيو سره غږېدلی دی.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د امریکايي چارواکو لکه د اسرائيلو لپاره د سفير مايک هکبي له خولې ځينې راپورونه وايي چې که چېرې اسرائیل غواړي د لوېديځې غاړې ځينې سیمې ونيسي "امريکا به اسرائيلو ته ونه وايي چې څه وکړي."
که دا کار وشي نو دا له مخکې وېشلې سيمه کې به تاوتریخوالی لا پسې زيات شي.
په همدې مهال په داسې حال کې چې د اسرائیلو دریځ لا سختېږي په غزه کې د وژل شويو کسانو شمېر هم مخ په زياتېدو دی.
د ځایي چارواکو په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو هوايي بريدونو کې لږ تر لږه ۸۷ تنه وژل شوي دي.
د غزې د روغتيا وزارت هم ويلي چې په همدې موده کې د دريو ماشومانو په ګډون پنځه تنه د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.