تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان ته د اډم بولر سفر: د طالبانو حکومت وايي د زندانیانو پر سره خبرې د 'اړیکو پراختیا' لور ته ګام دی
د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت د دویم سیاسي ریاست مشر ذاکر جلالي له امریکايي پلاوي سره وروستۍ ناستې امریکا سره د دوی د اړیکو پراختیا لپاره یو ګام بللی.
هغه وايي "د افغانستان او امريکا په دوو اړخيزو اړيکو کې په لوړه کچه ناستې او د بنديانو خلاصون سره د دې زمينه برابرېدای شي، چې د متقابل درناوي او مشترکو ګټو پر بنسټ، په نورو برخو کې د اړيکو پراختيا ته لار پرانيزي".
ښاغلي جلالي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: "مهمه دا ده، چې دواړه لوري دغه درک ته رسېدلي او په دې تکل دي، چې د بنديانو موضوع په مناسب ډول اواره شي او پر نورو برخو خبرې دوام پيدا کړي. د لوريو د واقعیتونو او حساسيتونو درک کولای شي، د تعامل راتلونکو پړاوونو سره مرسته وکړي".
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وايي یو امریکايی وګړی چې د ۲۰۲۴ کال ډسمبر مياشت کې د طالبانو حکومت له خوا نيول شوی و له نهه میاشتني بند وروسته خوشی شوی دی.
د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت هم د يکشنبې په ورځ (۲۸ سپټمبر) د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دغه خبر پخلی کړی دی.
د طالبانو حکومت وايي، د بنديانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ يو پلاوی کابل ته تللی او هلته یې د دوی د بهرنيو چارو له وزير امير خان متقي سره کتلي او د امير اميري په نامه امریکایی وګړی له بند څخه ازاد کړل شوی دی.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د یکشنې پر ورځ وویل، یو امریکايی وګړی چې د ۲۰۲۴ کال ډسمبر مياشت کې د طالبانو حکومت له خوا نيول شوی و له نهه میاشتني بند وروسته خوشی شوی دی.
د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت هم د يکشنبې په ورځ (۲۸ سپټمبر) د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دغه خبر پخلی کړی دی.
د طالبانو حکومت وايي، د بنديانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ يو پلاوی کابل ته تللی او هلته یې د دوی د بهرنيو چارو له وزير امير خان متقي سره کتلي او د امير اميري په نامه امریکایی وګړی له بند څخه ازاد کړل شوی دی.
ويل کېږي ۳۶ کلن اميري د قطر په منځګريتوب د مياشتو خبرو اترو وروسته خوشی شوی. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو په دې تړاو د قطر له رول او هڅو مننه کړې ده.
د امریکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو پر اېکس خپاره کړي يوه پیغام کې ويلي، "نن موږ د امیر اميري د بېرته راستنېدو هرکلی کوو، يو امریکايی وګړی چې په افغانستان کې په ناحقه توقيف شوی و".
نوموړي زياته کړې، "د امریکا ولسمشر دا څرګنده کړې چې موږ به تر هغه خپلو هڅو ته دوام ورکوو چې په بهر کې په ناسمه توګه توقيف شوي امریکايي وګړي بېرته هېواد ته راستانه شي."
په دې وروستيو کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ يو اجرائيوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې يې د بهرنیو چارو وزارت ته اجازه ورکوي، هغه هېوادونه چې د امریکا په وينا په "ناعادلانه توګه" د دغه هېواد وګړي نیسي، په تور لست کې شامل کړي او سخت بنديزونه پرې ولګوي.
ولسمشر ټرمپ په خپل نوي فرمان کې ویلي، له دې وروسته امریکا د "ناعادلانه نیونو ملاتړي هېوادونه" د "ترهګرۍ د ملاتړ هېوادونو" په څېر تور لست ته اچوي.
امیر امیري وروستی امریکایی وګړی دی چې د امریکا د امنیت او قطر سره د ډیپلوماتیکو همکاریو له لارې ازادېږي.
د طالبانو حکومت کې سرچينو وړاندې بي بي سي ته تائيد کړې وه چې يو شمېر امریکايي وګړي د دوی په توقيف کې دي خو شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.
په افغانستان کې د لاردکه شويو امریکايي وګړو له ډلې یو افغان الاصله امریکایی محمود شاه حبيبي دی چې د طالبانو حکومت يې له نیولو انکار کوي.
خو د نوموړي ورور احمد شاه حبيبي وړاندې ويلي وو، "ډاډه دی چې ورور یې د طالبانو د استخباراتو په زندان کې ساتل کېږي."
احمد شاه حبيبي چې په امریکا کې ژوند کوي وايي، د ورور د نيول کېدو دليل یې لا تراوسه معلوم نه دی خو هغه د امریکا د بي پيلوټه الوتکې په بريد کې د القاعدي د پخواني مشر ايمن الظواهري له وژل کېدو څو ورځې وروسته کابل کي لادرکه شو.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راهيسې افغانستان ته د بنديانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بولرپه مشرۍ دا امریکاي پلاوي درېیم رسمي او اعلان شوی سفر دی.
تر دې وړاندې روانه سپټمبر مياشت امریکايی پلاوی کابل ته تللی و او هلته یې د امير خان متقي او عبدالغني برادر په ګډون له ځینو طالب چارواکو سره کتلی وو.
لومړی سفر يې بيا د روان کال په مارچ مياشت کې و چې په ترڅ کې یې يو امریکایی وګړی جورج ګلزمن خوشی کړل شو.
د روان کال جنورۍ میاشت کې امریکا د طالبانو له حکومت سره د زندانیانو په تبادله کې د خان محمد په نوم یو افغان زنداني د دوو امریکايي وګړو په بدل کې ازاد کړ.
د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې امریکا د طالبانو یو لوړ پوړی غړی حاجي بشر نورزی چې په ۲۰۰۵ کال کې نیول شوی وو له اوږدې مودې زندان ازاد کړ.
د طالبانو حکومت کابل کې د هغه تود هرکلی وکړ او د هغه خوشې کېدل یې یوه لویه لاس ته راوړنه بللې وه.
له بيبيسي سره خبرو کې د طالبانو حکومت یوه امنیتي چارواکي وړاندې ویلي وو چې، د زندانیانو په تړاو له امریکايي استازو سره د طالبانو حکومت پر له پسې اړیکې شته او دغه برخه کې ځیني پرمختګونه هم شوي دي.
په دې وروستیو کې یوه بریتانوۍ جوړه هم په افغانستان کې له نژدې اتو میاشتو بند وروسته د قطر په منځګړيتوب خوشي شوه.