تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو د حکومت له زندانه خوشې شوې بریتانیایۍ جوړه بریتانیا ته ورسېدله
- Author, کارولین هاولي
- دنده, د ډېپلوماتیکو چارو خبریاله
- Author, الیکس فېلېپس
هغه بریتانوۍ ښځه او مېړه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شاوخوا اته میاشتني بنده خوشي شول، په قطر کې له الوتکې له کوزېدو سره خپلې لور ته ور ترغاړې وتل. داسې شېبه چې له احساساتو ډکه وه.
۸۰ کلن پيټر رېنولډز او د هغه ۷۶ کلنې مېرمنې باربي رېنولډز له تېرو نږدې دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې ژوند کاوه او د روان میلادي کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه خپل کور ته پر لار وو چې ودرول او ونیول شول.
دوی دواړه د جمعې په ورځ (سپتمبر ۱۹ / وږی ۲۸) د قطر په منځګړیتوب له بنده خوشي کړای شول چې وروسته یې په دوحه کې له الوتکې کوزېدو سره خپلې لور سره وکتل. دا جوړه به نن شنبه خپل هېواد بریتانیا ته ورسېږي.
دې ته په کتو چې د اوږدې استوګڼې کورګی یې د افغانستان په بامیان کې دی خو اوس به تر روغتیايي معاینې وروسته دواړه ښځه او مېړه بریتانیا ته لاړ شي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي چې دغو دواړو د افغانستان قوانین تر پښو لاندې کړي او تر قضايي بهیر وروسته خوشي کړل شوي دي خو دا یې نه ده روښانه کړې چې د توقیف دقیق لامل یې څه و.
د دوحې په هوايي ډګر کې هغه شېبه له احساساتو ډکه وه چې دوی له الوتکې راښکته او پر ځمکه یې قدم کېښود نو لور یې سارا اینټوېسټل ور ترغاړې وته. اوږده شېبه یې یو بل په غېږ کې کلک نیولي وو او وروسته په ګډه د هوايي ډګر د ودانۍ پر لور روان شول.
په دوحه کې تر ښکته کېدو وروسته مېرمن رېنولډز وویل چې "دلته په رارسېدو خوشاله یم."
دواړه ښځه او مېړه له قطريو او بریتانویو استازو سره هم د ښه راغلاست په حال کې لیدل شوي.
مخکې له دې چې مور او پلار یې دوحې ته ورسېږي، لور یې اغلې اینټوېسټل خبریالانو ته وویل چې وروستۍ ځل یې تېره شنبه له هغوی سره خبرې کړې وې او دوی "کور ته راتګ ته چمتو" وو.
مخکې یې کورنۍ ویلي وو چې د هغوی په خوشي کېدو یې "د ارامۍ" احساس کړی. په یوه اعلامیه کې یې یاده کړې چې "دا ډېره د خوشالۍ شېبه ده" او "له هغو ټولو ډېره مننه کوو چې د دوی په خوشي کولو کې یې رول لوبولی دی."
په بیان کې همدا راز ویل شوي، "که څه هم زموږ د والدینو د رغېدو مزل به اوږد وي چې اوس له خپلې کورنۍ سره یو څه وخت تېر کړي او ښه شي، خو نن ورځ موږ ته له ډېرې راحتۍ او خوښۍ ډکه وه."
د دې جوړې کورنۍ په ځانګړي ډول د قطري منځګړو "له پرلهپسې ملاتړه"، همدا راز د بریتانیا حکومت له ډېپلوماتیکو هڅو او د امریکا او د ملګرو ملتونو له ملاتړه مننه کړې ده.
پیټر او باربي رېنولډز په ۱۹۷۰ کې په کابل کې واده سره وکړ او دا ۱۸ کاله یې د خیرښېګڼې په روزنیزو چارو تېر کړي چې سيمهييزو طالب چارواکو یې اجازه ورکړې وه.
کورنۍ یې وايي چې له افغانستان سره د دې ښځې او مېړه مینه تلپاتې ده، همدا لامل دی چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د یوه استبدادي رژيم له واکمنېدو سره سره دوی بیا هم هلته په داسې حال کې د پاتې کېدو پرېکړه وکړه چې ګڼ نور لوېديځوال له دغه هېواده ووتل.
د هغوی خوشي کېدل د دوی د کورنۍ د میاشتو میاشتو له غوښتنو او هلوځلو وروسته له هغه ممکن شول چې ویل یې هغوی په بند کې له ناوړه حالت سره مخ دي.
د دوی زوی جوناتن رېنولډز په تېره جولای میاشت کې وویل چې پلار یې له سختو دردونو کړېږي او مور یې د وینې له کمښت او د خوارځواکۍ له کبله "بېحسه" شوې.
جوناتن ویلي وو، "زما پلار د قاتلانو او مجرمانو غوندې په زنځيرونو تړل شوی و" او په وینا یې، مور او پلار یې یو وخت شپږ اوونۍ د لمر له رڼا لرې په یوه ځمکتل کې ساتل کېدل.
د جمعې په ورځ د هغوی د خوشي کېدو خبر ته د غبرګون په څرګندونو سره جوناتن د بيبيسي برېکفسټ خپرونې ته وویل، "هغوی نه د خپلو لاسونو چاپېرولو ته له بې صبرۍ سره په تمه یم."
لور یې سارا اینټوېسټل مخکې ویلي وو چې پلار یې له یوې وړې مغزي سکتې سره مخ شوی او ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی و چې له روغتیايي پاملرنې پرته دا ښځه او مېړه له نهجبرانېدونکي زیان سره لاس او ګرېوان دي.
یوازې شپږ ورځې وړاندې یوې امریکایۍ مېرمنې چې له دوی سره په توقیف کې وه او وروسته خوشې شوه، بيبيسي ته وویل چې هغوی په زندان کې "په مړ کېدو دي" او "وخت په خلاصېدو دی."
دا مېرمن فای هال نومېږي چې تر دوه میاشتني توقیف وروسته خوشې شوه او ویې ویل چې په زندان کې د دې عمر خوړلې جوړې روغتیايي وضعیت په چټکۍ سره په خرابېدو و.
یوه قطري چارواکي بيبيسي ته وویل چې د هغوی د خوشي کېدو پر سر د مذاکراتو په وروستي پړاو کې دوی د کابل له مرکزي زندانه یوې بلې داسې سترې ودانۍ ته لېږدول شوي وو چې هلته شرایط ښه وو.
دغه چارواکي همدا راز ویلي چې په کابل کې د قطر سفارت دې جوړې ته درمل، ډاکټر ته لاسرسی او د بند پر مهال له خپلې کورنۍ سره د اړیکې ساتلو وسایل برابر کړي وو.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو په ټینګار سره ویلي چې دې بریتانوۍ ښځې او مېړه ته یې په زندان کې د روغتیا ساتنې لپاره کافي اسانتیا برابره کړې وه او بشري حقونو ته یې درناوی شوی دی.
د یادولو ده چې بریتانیا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او واک ته د هغوی له رسېدو وروسته یې په کابل کې خپل سفارت تړلی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په افغانستان کې د بریتانویو وګړو ملاتړ له همدې امله "ډېر محدود" دی او دغه هېواد ته هر ډول سفر نه وړاندیزوي.
د طالبانو حکومت یوه چارواکي ویلي چې پيټر او باربي رېنولډز د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي رېچرډ لېنډسي ته وسپارل شول. دی په هغه عکس کې هم ښکاري چې قطر ته په الوتنه کې یې له دوی سره په ګډه اخیستی دی.
د منځني ختیځ په چارو کې د بریتانیا وزیر هامېش فالکنر د هغوی په خوشي کېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې، "زه په تمه یم چې دوی زر له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي."
ښاغلي فالکنر زیاته کړې چې بریتانیا "سختې هلېځلې وکړې" چې د هغوی خوشي کېدل ډاډمن کړي او قطر "په دې قضیه کې مهم رول لوبولی چې زه یې ډېر منندوی یم."