تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل ته د خليلزاد او امریکايي پلاوی سفر: له طالب چارواکو سره یې کتلي
د بنديانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ د امریکا يو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته تللی دی. په دغه پلاوي کې د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خليلزاد هم شامل دی.
ويل کېږي پلاوي د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو له وزير امير خان متقي او د رياست الوزرا د اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر سره ليدلي دي.
د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت پر ټولنيزه شبکه اېکس خپره کړې يوه خبرپاڼه کې ويلي چې ياد پلاوي له امير خان متقي سره د نور مسئلو تر څنګ په ځانګړې توګه په دواړو هېوادونو کې د یوه او بل د بنديانو په اړه خبرې کړې او دواړو خواو ټينګار کړی چې د دوه اړخيزو اړيکو او راتلونکو مسئلو په اړه به خبرې اترې دوام ومومي.
په اعلامیه کې زياته شوې، "په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د دوو اړخیزو اړیکو د پراختيا پر لارو چارو، د اتباعو پر مسایلو او په افغانستان کې د پانګونې او نورو فرصتونو په تړاو هر اړخیزې خبرې وشوې."
همدا ډول د طالبانو حکومت د رياست الوزرا د اقتصادي معاونيت له خوا پر اېکس خپرې شوې اعلاميې له مخې د اډم بولر او زلمي خليلزاد په ګډون امریکايي پلاوي د طالبانو حکومت د رياست الوزرا له اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر سره هم کتلي دي.
په اعلاميه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روان وضعيت او د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو سياسي او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې شوې دي.
د خپرپاڼې له مخې اډم بولر په افغانستان او امریکا کې د بندي وګړو موضوع ته په اشارې سره وويل چې "دواړه هېوادونه به خپل بندیان تبادله کړي."
د طالبانو حکومت کې سرچينو بي بي سي ته تائيد کړې چې چې يو شمېر امریکايي وګړي د دوی په توقيف کې دي خو د شمېر په اړه یې څه نه دي ويلي.
په افغانستان کې د لاردکه شويو امریکايي وګړو له ډلې یو افغان الاصله امریکایی محمود شاه حبيبي دی چې د طالبانو حکومت يې له نیولو انکار کوي.
خو د نوموړي ورور احمد شاه حبيبي وړاندې ويلي وو، "ډاډه دی چې ورور یې د طالبانو د استخباراتو په زندان کې ساتل کېږي."
احمد شاه حبيبي چې په امریکا کې ژوند کوي وايي، د ورور د نيول کېدو دليل یې لا تراوسه معلوم نه دی خو هغه د امریکا د بي پيلوټه الوتکې په بريد کې د القاعدي د پخواني مشر ايمن الظواهري له وژل کېدو څو ورځې وروسته کابل کي لادرکه شو.
احمد شاه حبيبي، بي بي سي ته ويلی، "د ټرمپ ادارې له نويو ګامونو وروسته یې د ورور د خوشي کېدو لپاره د دوی هيلې زياتې شوې دي."
په دې وروستيو کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ يو اجرائيوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې يې د بهرنیو چارو وزارت ته اجازه ورکوي، هغه هېوادونه چې د امریکا په وينا په "ناعادلانه توګه" د دغه هېواد وګړي نیسي، په تور لست کې شامل کړي او سخت بنديزونه پرې ولګوي.
ولسمشر ټرمپ په خپل نوي فرمان کې ویلي، له دې وروسته امریکا د "ناعادلانه نیونو ملاتړي هېوادونه" د "ترهګرۍ د ملاتړ هېوادونو" په څېر تور لست ته اچوي.
د راپورونو له مخې د امريکايي وګړو سربېره يوه بريتانوۍ جوړه هم د طالبانو حکومت په بند کې ده چې د طالبانو له بنده خوشي شوې امریکایۍ فې هال په وینا روغتيايي حالت یې ناوړه دی.
فې هال چې د ۸۰ کلن پیټر رینولډز او د هغه د ۷۶ کلنې مېرمنې باربي رینولډز سره يو ځای بندي وه، وايي، هغوي "په ريښتيا له مرګ سره لاس او ګرېوان دي" او په وینا يې "وخت په ختمېدو دی."
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغې جوړې له کورنۍ سره مرسته کوي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راهيسې افغانستان ته د اډم بولر په مشرۍ دا امریکاي پلاوي دويم رسمي او اعلان شوی سفر دی.
تر دې وړاندې امریکايي پلاوي د روان کال په مارچ مياشت کې افغانستان ته سفر کړی و چې په ترڅ کې یې يو امریکایي وګړی جورج ګلزمن خوشی کړل شو.
په جنورۍ میاشت کې امریکا د طالبانو له حکومت سره د زندانیانو په تبادله کې د خان محمد په نوم یو افغان زنداني د دوو امریکايي وګړو په بدل کې ازاد کړ.
د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې امریکا د طالبانو یو لوړ پوړی غړی حاجي بشر نورزی چې په ۲۰۰۵ کال کې نیول شوی وو له اوږدې مودې زندان ازاد کړ.
د طالبانو حکومت کابل کې د هغه تود هرکلی وکړ او د هغه خوشې کېدل یې یوه لویه لاس ته راوړنه بللې وه.
له بيبيسي سره خبرو کې د طالبانو حکومت یوه امنیتي چارواکي وړاندې ویلي وو چې، د زندانیانو په تړاو له امریکايي استازو سره د طالبانو حکومت پر له پسې اړیکې شته، او دغه برخه کې ځیني پرمختګونه هم شوي.