ولې د ښځو نړیواله ورځ مهمه ده؟

له شاوخوا یوې پېړۍ راهیسې په ټوله نړۍ کې خلک د مارچ اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په توګه لمانځي.

دا یوه نړیواله ورځ ده چې د ښځو لاسته راوړنې په رسمیت پېژني او د لمانځنې تر څنګ یې د جنسیتي نا برابرۍ او توپیري چلند په اړه پوهاوی لوړوي.

خو ولې مهمه ده؟

د ښځو نړیواله ورځ څنګه پیل شوه؟

د ښځو نړیواله ورځ د کارګرو له غورځنګه را پیل شوه.

دا تخم په ۱۹۰۸ کال کې وکرل شو، چې ۱۵ زره مېرمنو په نیویارک کې لاریون وکړ او د لنډو کاري ساعتونو، لوړې تنخوا او د رایې ورکولو د حق غوښتنه یې کوله.

یو کال وروسته، د امریکا سوسیالیست ګوند د ښځو لومړۍ ملي ورځ اعلان کړه.

پر یوې نړیوالې ورځې د دې ورځ د بدلولو نظریه د جرمني یوې کمونیستې او د ښځو حقونو فعالې کلارا زیتکین شریکه کړه.

هغې په ۱۹۱۰ کال کې دا موضوع د کوپنهاګن په نړیوال کنفرانس کې مطرح کړه.

۱۰۰ ښځو چې له ۱۷ هېوادونو یې د کوپنهاګن په کنفرانس کې برخه اخیستې وه، په یوه خوله د هغې د وړاندیز ملاتړ وکړ.

د ښځو لومړۍ نړیواله ورځ په ۱۹۱۱ کال کې په اتریش، ډنمارک، جرمني او سویس کې ولمانځل شوه.

دا ورځ په رسمي ډول په ۱۹۷۷ کال کې د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت وپېژندل شوه.

لومړنۍ موضوع چې د ملګرو ملتونو لخوا (په ۱۹۹۶ کال کې) ومنل شوه، "د تېر لمانځل، د راتلونکي لپاره پلان جوړول" وه.

ولې د مارچ اتمه؟

په نړیواله کچه لمانځنې لپاره د مېرمن زیتکین نظر اصلآ په یوې ځانګړې ورځې پورې تړلی نه و.

دې لپاره د مارچ اتمه نېټه له هغه وروسته غوره شوه، چې روسي مېرمنو په ۱۹۱۷ کال کې د جګړې پر مهال د اعتصاب په لړ کې د "ډوډۍ او سولې" غوښتنه وکړه.

تر اعتصاب څلور ورځې وروسته تزار استعفا ورکولو ته اړ شو او موقت حکومت ښځو ته د رایې ورکولو حق ورکړ.

د جولیان کلیز له مخې چې هغه وخت په روسیه کې کارول کېده، د ښځو اعتصاب د فبرورۍ په ۲۳ پیل شو.

د نړۍ په ډېرو نورو برخو کې کارول شوي ګريګورین کلیز کې هم، دا نېټه د مارچ اتمه ده.

د ښځو نړیواله ورځ ټوله نړۍ کې څه ډول لمانځل کېږي؟

په ډېرو هېوادونو کې ښځو نړیواله ورځ ملي رخصتي ده. په چین کې، ډېری مېرمنو ته د دولتي شورا له مشورې سره سم، نیمه ورځ رخصتي ورکول کېږي.

په ټوله نړۍ کې د لاریونونو، بحثونو، کنسرټونو، نندارو او احتجاجونو په ګډون زرګونه راټولېدنې ترسره کېږي.

په ایټالیا کې د ښځو نړیوالې ورځې ته 'فیسټا ډېلا ډونا' ویل کېږي، او د شړشمو په شان (میموسا ګلونه) یوه مشهور ډالۍ بلل کېږي.

روسیه کې د ښځو پر نړیواله ورځ د ګلونو پلور معمولا دوه چنده کېږي.

په یوګانډا کې، چې له ۱۹۸۴ راهیسې د ښځو نړیواله ورځ لمانځي، حکومت هر کال پر دې موضوع د تمرکز لپاره یو ځانګړې موضوع غوره کوي.

د سربیا، البانیا، مقدونیا او ازبکستان په څېر ځینو هېوادونو کې بیا دا ورځ د مور له ورځې سره برابره ده.

په امریکا کې مارچ د ښځو د تاریخ میاشت ده. د ولسمشر لخوا هر کال د امریکایي مېرمنو د لاسته راوړنو او درناوي په ویاړ اعلامیه صادرېږي.

ولې خلک د ښځو د نړیوالې ورځې لپاره ارغواني رنګ جامې اغوندي؟

د ښځو د نړیوالې ورځې د وېبپاڼې له مخې، ارغواني، شین او سپین د ښخو د نړیوالې ورځې رنګونه دي.

وېبپاڼه لیکي: "که څه هم په دې اړه نظرونه وېشلي دي،‌ خو ارغواني رنګ د عدالت او پرتم نښه ده. شین د هیلې نښه ده. او سپین د پاکوالي استازیتوب کوي."

دا رنګونه د ښځو د ټولنیز او سیاسي ټولنې (ډبیلو اېس پي یو) له خوا، چې په ۱۹۰۳ کال بریتانیا کې د ښځو د رایو مبارزې لپاره جوړه شوې وه، وکارول شول.

د ۲۰۲۵ کال د ښځو د نړیوالې ورځې موضوع څه ده؟

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال موضوع "د ټولو ښځو او نجونو لپاره: حقونه، برابري، ځواکمنتیا" ده، چې موخه یې تلپاتي بدلون لپاره د هڅوني په توګه د راتلونکي نسل ځواکمنول دي.

د ښځو د نړیوالې ورځې ویب پاڼې 'د عمل ګړندی کړئ' موضوع غوره کړې ده.

دا سازمان په ټوله نړۍ کې خلک هڅوي چې د ۲۰۲۵ کال د ښځو پر نړیواله ورځ #AccelerateAction هشټګونه وکاروي.

په همدې وخت کې د ښځو او نجونو سره د پیوستون ښودلو لپاره د دې مهمې ورځې په اړه مثبت پیغامونه شریکوي.

ولې کمپاین کوونکي استدلال کوي چې د ښځو نړیوالې ورځې ته اړتیا ده؟

تنظیموونکي وايي، دا ورځ د جنسیتي برابرۍ د ګړندي کولو لپاره د ګام اخیستلو غوښتنه ده.

ایا د تر سره کولو لپاره ډېر کارونه شته؟ شمېرې ښيي، چې هو.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۳ کال کې د شخړو اړوند جنسیتي تاوتریخوالي کې زیاتوالی تایید کړ، چې د ۲۰۲۲ راهیسې ۵۰ سلنه ډېر دی. ښځې او نجونې د قربانیانو ۹۵ سلنه جوړوي.

د یونیسف د رپوټ له مخې اټکل کېږي چې ۱۱۹ میلیونه د ښوونځي د عمر نجونې په ښوونځيو کې نه دي.

د نړیوال بانک د ۲۰۲۴ کال رپوټ ښیې چې د نارینه‌وو پرتله ښځې د هغوی له قانوني حقونو یوازې دوه پر درېیمه برخه برخمنې دي.

د بي بي سي د ۱۰۰ ښځو رپوټ ورکړ چې د نړۍ نژدې نیمایي وګړو (۳ اعشاریه ۶ میلیارده) په ۲۰۲۴ کال کې مهمو ټاکنې درلودې، خو دا داسې کال هم و چې د تېرو ۲۰ کلونو پرتله پکې د ښځینه استازیتوب کچه ټیټه وه.

د ملګرو ملتونو د ښځو د ۲۰۲۴ کال جنسیتي ارزونې ښیي، لاهم ۱۳۷ کلونو وخت ونیسي چې ټولې ښځې او نجونې له بې وزلۍ ووځي.

په ۲۰۲۳ کال کې له هرو پنځو مېرمنو یوه له ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې وه.

په نړیواله کچه، په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۵۱۱۰۰ ښځې او نجونې د خپلو نږدې ملګرو یا د کورنۍ د نورو غړو لخوا وژل شوې وې.

ایا د نارینه‌وو نړیواله ورځ شته؟

د نارینه وو نړیواله ورځ د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې د نومبر پر ۱۹مه لمانځل کېږي.

دا ورځ د ملګرو ملتونو لخوا نه ده پېژندل شوې، خو د بریتانیا په ګډون د نړۍ له ۸۰ په ډېرو هېوادونو کې لمانځل کېږي.

د تنظیمونکو په وینا، دا ورځ پر "هغه مثبت ارزښت چې نارینه یې نړۍ، خپلو کورنیو او ټولنو ته راوړي" تمرکز کوي.

د هغې موخه د مثبتو بېلګو روښانول، د نارینه‌وو د هوساینې په اړه پوهاوی لوړول او د جنسیتي اړیکو ښه کول دي.