تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ښځو نړيواله ورځ: افغانستان او پاکستان کې يې حالت
د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ ده. نړيوالو ادارو افغانستان کې د ښځو حقونو خونديتابه غوښتنه کړې، داسې حال کې چې طالبان وايي د ټولو افغان ښځو هغو حقونو ته ژمن دي، چې دوی شرعي بللي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد يوه ټويټ کې ويلي د ښځو نړيواله ورځ يو ښه فرصت دی، چې دی وايي افغان مېرمنې په کې د خپلو روا حقونو غوښتنه وکړي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبورا لاينز کابل کې له افغان مېرمنو سره کتنه کې ويلي افغان ښځې د ښځينه حقونو نښه شوې، او څه چې دا ويي دلته پېښېږي په نړيواله کچه پر نورو ښځو اغېز کوي.
د بښنې نړيوالې ټولنې هم افغان ښځې تر ټولو زړورې بللې او له دوی سره یې د يووالي څرګندونه کړې ده.
پېښور کې رحمان الله، د ښځو نړيوالې ورځې سره په تړاو له ښځينه فعالانو، زده کوونکو او ښځينه چارواکو سره بنډار کړی دی.