ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ په درېیم ځل هم طالبانو ته ور نه کړل شوه؛ مجاهد یې 'جفا' بولي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پرېکړه کړې چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ په درېیم ځل هم د طالبانو حکومت ته ونه سپاري. طالبانو دغه پرېکړه "جفا" بللې.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا بیا د دې څوکۍ د ورسپارلو غوښتنه کړې وه، خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هغې ځانګړې کمېټې ارزونه تائيد کړې چې دغه څوکۍ دې د تېر په څېر طالب استازو ته نه سپارل کېږي.
د ملګرو ملتونو د باورلیک کمېټې د افغانستان د دايمي استازولۍ په اړه دوه بېلابېل مکتوبونه تر لاسه کړي، چې يو يې په اګست کې په دغه سازمان کې د افغانستان د دايمي استازي نصيراحمد فايق له خوا ور استول شوی و او بل يې په سپټمبر کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لخوا ترلاسه کړی دی.
د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په وروستي پرېکړه لیک کې راغلي، د مجلس مشر وړاندیز کړی چې د باورلیکونو یا اعتبار کمېټه دې د میانمار او افغانستان د اسنادو ارزونه یو کال لپاره وځنډوي.
د دې پرېکړې مانا دا ده چې د افغانستان څوکۍ به د پخوا په څېر کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له دایمي استازی نصیر احمد فایق سره وي.
ښاغلي فایق چې د جمهوریت د مهال دیپلومات دی، بي بي سي پښتو ته وويل، "د تېر په څېر به په دغه سازمان کې د افغانستان استازولي کوي."
په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه پرېکړه بې "جفا او ظلم" بللی او ټینګار کوي چې دا پرېکړه له "سیاسي پلوه شوې."
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي پښتو ته وویل "ملګري ملتونه داسې سازمان نه دی چې بې طرفه پرېکړې دې وکړي...له بده مرغه دوی د نورو هېوادونو د فشار تر فرمان لاندې دي، نو ځکه لویه توقع نه ترې لرو."
ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه تل وايي چې هغه مهال د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندنې فکر کېدای شي چې په افغانستان کې "ټولګډونه حکومت" جوړ کړي او بشري حقونونو ته درناوی وکړي.
پر افغانستان د امنیت شورا غونډه

د عکس سرچینه، Getty Images
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې سبا چهارشنبه د افغانستان په اړه غونډه وکړي. امنیت شورا هرو درېیو میاشتو کې یو ځل پر افغانستان خبرې کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما د اېکس په یوه پیغام کې ویلي، چې په دې ناسته کې به د یوناما مشره روزا اوتنبایوا د افغانستان د وضعیت په اړه ملګرو ملتونو ته مالومات ورکړي.
که څه هم نه دي ویل شوي چې د اغلې اوتنبایوا خبرې به پر څه شي څرخي، خو اټکل دا دی چې د تېر په څېر بیا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او دغه هېواد کې بشري ناورین بیا هم د خبرو اصلي موضوع ګانې وي.
بي بي سي ته ویل شوي چې په دغه ناسته کې به د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې مشر هم خپلې خبرې وکړي. د طالبانو د مشرتابه ګڼ مشران د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لست کې دي.
دا به په روان ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په اړه په ملګرو ملتونو کې وروستۍ غونډه وي چې ترسره شي.
په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ ناسته د اکټوبر په ۲۰مه په نیویارک کې د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې د بندو دروازو شاته جوړه شوې وه.











