پاکستان کې د هوا تودوخې له زیاتېدو سره سلګونه کسان مړه شوي

    • Author, کرولاین ډېوېس
    • دنده, بي بي سي- پاکستان

په داسې حال کې چې سویلي پاکستان کې د تودوخې درجه لوړېږي، د جل وهلو شمېر هم ورسره زیاتېږي. په کراچۍ ښار کې د ایدهي امبولانسونو په نامه خیریه ټولنې مسوولین وايي، هره ورځ له ۳۰ تر ۴۰ مړي لېږدوي.

خو د دې ادارې په خبره په تېرو شپږ ورځو کې یې ۵۶۸ مړي لېږدولي دي، چې ۱۴۱ یې یوازې د سې شنبې پر ورځ مړستونونو ته لېږدولي دي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې په ځانګړې توګه د هر مړي د مړینې لامل څه دی. خو د مړو دا شمېر په داسې حال کې زیات شوی، چې په کراچۍ ښار کې د تودوخې درجه له ۴۰ اوښتې او په هوا کې د لمبدبل زیاتوالي له کبله دا د ۴۹ درجو ګرمۍ په څېر محسوسېږي.

ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکي روغتونونو ته د طبي مرستو لپاره ورځي. د کراچۍ ملکي روغتون بېړنیزو طبي مرستو مشر ډاکتر عمران سرور شیخ وايي، د یکشنبې او چارشنبې تر منځ ۲۶۷ جل وهلي کسان له دوی سره بستري شوي، چې ۱۲ کسان یې مړه شوي دي.

نوموړي بي بي سي ته وویل: ''ډېر کسان چې دلته راوړل شوي، عمرونه یې ۶۰ یا ۷۰ کاله دي، ځینې بیا داسې هم وو، چې ۴۵ کلن وو او یوه جوړه خو ان د ۲۰ کلنو هم وه.''

دی زیاتوي ډېری دغه ناروغان داسې کسان وو، چې بهر یې کارونه کول او موږ ورته وویل چې په داسې موسم کې باید نري کالي واغوندي او پرېمانه اوبه وڅښي.

د هوا پېژندنې ماهرین وايي، د تودوخې درجې لوړېدل د هوا د یوې خورا تودې څپې برخه ده. ځايي چارواکو داسې کمپونه هم چمتو کړي دي، چې جل وهلو کسانو سره پکې طبي مرستې کېږي.

کراچ‍ۍ ښار په داسې حال کې له سختۍ ګرمۍ سره لاس او ګرېوان دی، چې د برېښنا پرلپسې او اوږدمهاله پرچاوۍ د ښار ډېری اوسېدونکو لپاره ستونزې زیاتې کړې دي.

د پاکستان انګلیسي ژبې ورځپاڼې ډان په رپوټ کې ویل شوي، مرستندویانو د کراچۍ ښار پر سړکونو نژدې ۳۰ مړي موندلي دي.

کراچۍ د پاکستان یوازینی ښار نه دی، چې له خورا سختې ګرمۍ سره مخامخ ده. د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې سند ایالت په ځینو نورو سیمو کې چې کراچۍ یې مرکز دی، د تودوخې ریکارډ ماتونکې ۵۲ اعشاریه دوه درجې ریکارډ شوې دي.

د پاکستان ګاونډي هېوادونو کې هم دا وروستیو کې د تودوخې خورا لوړه درجه ثبت شوې ده.