تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اقليمي بدلون؛ "تودوخې کېدی شي د پاکستان ويجاړونکو سېلابونو کې رول لرلی وي"
ساینس پوهان وايي، کېدای شي نړیوالې تودوخې په دې کې رول لوبولی وي چې د پاکستان سېلابونه لا زیات شي او ویجاړونکي وي.
د هوا جاج کوونکي نړیوال ګروپ څېړونکي وايي، کیدای شي د هوا تودوخې د باران شدت زیات کړی وي.
په هر حال، پایلې ډېرې نا څرګندې دي، له همدې کبله دې څېړونکو ونه شوی کړی چې د اغېز کچه معلومه کړي.
ساینس پوهان په دې باور دي، چې هر کال یوازې یو سلنه دا احتمال شته چې دا ډول سخت وروښتونه وشي.
په پاکستان کې له دوو میاشتو راهیسې بارانونه ورېږي او لسګونه میلیونه انسان یې اغېزمن کړي دي.
د اوبو د راپورته کېدو او سېلابونو له کبله شاوخوا ۱۵۰۰ کسان وژل شوي دي.
همدارنګه دا سخت بارانونه د دې لامل شو، چې د سند ایالت سمندر خپلې پولې ماتې کړې او د سېلاب څپو یې ډېرې ځمکې لاندې کړې.
له پیل څخه سیاستمدارانو د اقلیم بدلون ته اشاره کړې وه. خو دا لومړۍ ساینسي څېړنه ده چې وايي، حالت ډېر پیچلي دي.
څېړنه ښيي، په پاکستان او هندوستان کې د تودوخې هغه څپې چې د روان کال په لومړیو کې خورې شوې د دې پېښو رامنځ ته کېدل یې ۳۰ سلنه زیات کړل.
خو د سختو بارانونو ارزول ګران دي، ځکه پاکستان د مونسون/ موسمي سیمو په څنډو کې پروت دی او کال تر بل کاله یې د بارانونو شدت بدلېږي.
ساینس پوهانو د سږني وړي د ورښت په لومړیو ۶۰ ورځو کې د سند سمندر شاوخوا سیمو کې ۷۵ سلنه زیاتوالی ثبت کړی دی خو د بلوجستان او سند په نورو سیمو کې بیا ۵۰ سلنه زیاتوالی ثبت شوی دی.
څېړونکو بیا د اقلیم بېلا بېل ماډلونه ارزولي، چې معلومه کړي له نړیوالې تودوخې پرته په نړۍ کې د دې ډول پېښو احتمال څومره دی.
ځینو ماډلونو دا په ډاګه کړې، چې د انسانانو له کبله د هوا تودوخه کولی شي دا ډول بارانونه زیات کړي خو په ټوله کې پایلې ډېرې ډاډمنې نه وې.
د پورتنۍ څېړنې د راپور لیکوونکي له ډلې پروفیسبور فریډریک اوټو وايي: "زموږ شواهد ښيي، چې د اقلیم بدلون په دې پېښو کې مهم رول لوبولی. خو زموږ تحلیل اجازه نه راکوي چې دا معلومه کړو تر کومې کچې رول یې لوبولی دی."
نوموړی وايي، "هغه څه چې موږ په پاکستان کې ولیدل دقیقا له کلونو راهیسې يې د اقلیم بدلون پربنسټ وړاندوینه شوې. دا له هغو تاریخي ریکارډونو سره هم ورته والی ښيي، چې کله انسانانو فضا ته د شین کوریزو ګازونو اخراج زیات کړی، په سیمو کې د درنو بارانونو کچه په ناڅاپي ډول زیاته شوې. څېړنې دا هم په ډاګه کوي چې لا نوره تودوخه به د سختو بارانونو پېښې لا زیاتې کړي."
"په دې حالت کې د اقلیم د بدلون ونډې په اړه کره ارقام یا وړاندوینه کول ګران دي خو د نړیوالې تودوخې نښې ښې ښکاره دي. "
څېړونکي وایي، پاکستان کې د سږ کال په څېر د سختو بارانونو د ورېدو چانس په هر کال کې یو سلنه دی، خو دا وړاندوینه هم ډېره باوري نه ده.