تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې سېلابونو سلګونه کسان وژلي
پاکستان کې سخت موسمي بارانونه د خونړیو سېلابونو راوتلو لامل شوي، چې د رپوټونو له مخې په تېره یوه میاشت کې لږ تر لږه ۵۴۹ کسان پکې وژل شوي دي.
ددغه هېواد په سوېل ختیځ بلوچستان ایالت کې ګڼ خلک له خپلو مېنو بې ځایه شوي او د سرپنا په لټه کې دي. دوی وايي حکومت یې هېڅ لاسنیوی نه دی کړی.
پاکستان کې د کړکېچ ملي اداره وايي، وروستیو سېلابونو تر ۴۶۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ او زیانمن کړي دي.