انټرنېټي ستونزو لا هم د نړۍ ځينې هېوادونو کې د هوايي ډګرونو چارې ځنډولې؛ افغانستان کې "ستونزه نه شته"

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې سوداګرۍ او خدماتي چارې ورو ورو بېرته د رغېدو په حال کې دي.

دغه ستونزه د پنجشنبې او جمعې ورځو کې په ټوله نړۍ کې د انټرنېټ یوه خورا پراخه پرچاوي د دې لامل شوې، چې د ګڼ شمېر بانکونو، هوايي شرکتونو او خپرنیزو ادارو ورځنۍ چارې په ټپه ودرېږي. خو اوس یې پر رغولو لا هم کار روان دی.

د انټرنټي خوندیتوب (کروډ سټرایک) اجراییه مشر د ګډوډۍ رامنځ ته کېدو له امله بښنه غوښتې او وايي د ټول سیستم بېرته جوړېدل به یو څه وخت ونیسي.

په داسې حال کې چې ځینې هوایي خدمتونه د زرګونو الوتنو تر لغوه کېدو وروسته عادي حالت ته راستانه شوي، خو کارکوونکي وايي ښايي ځینې ځنډونه او د الوتنو لغوه کول به د اونۍ تر پایه دوام وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو ټېکنالوژۍ وزارت بي بي سي پښتو ته ویلي، چې افغانستان کې "تر اوسه دا ستونزه نه ده محسوس شوې."

په بریتانیا کې بیا د عامې روغتیا اداره این ایچ اېس وايي، د انټرنېټ همدې پرچاوۍ له کبله کلینیکونه، دوکانونه، درملتونونه او د ریل ګاډو خدمتونه هم اغېزمن شوي دي. له همدې کبله د سکای نیوز په نامه خبري شبکه هم له فعالیته غورځېدلې وه.

د کروډ سټرایک اجراییه رئیس جورج کورتز پر اېکس پاڼه لیکلي، یوه نیمګړتیا "د وینډوز په منځپانګې تازه کولو کې" وموندل شوه.

هغه د اېن بي سي شبکې ته وویل: "موږ له پېرودونکو، مساپرو او هر هغه چا ته چې له دې امله اغېزمن شوي، د اغېزمنېدو له امله ژوره بښنه غواړو."

"دا د ځینې سیسټمونو لپاره کېدای شي یو څه وخت ونیسي چې یوازې په اوتومات ډول بېرته نه راګرځي، خو دا زموږ دنده ده، ډاډ ترلاسه کړو چې هر پېرودونکی په بشپړ ډول بېرته عادي حالت ته ورستون شوی دی."

د ټېکنالوژۍ کارپوهان وايي د کروډ سټرایک جوړولو چاره باید په هره اغېزمنه توګه پلې شي.

اوس دا شونتیا شته چې د سایبري امنیت بازار کې د یو تر ټولو لوی چلونکي په توګه د انټرنټي خوندیتوب په اړه پوښتنې راپورته شي. د صنعت د داسې مهمې برخې درلودلو وړتیا، چې یوازې د لږ شمېر شرکتونو لخوا کنټرولېږي.

د کروډ سټاریک ونډې د جمعې په ورځ شاوخوا ۱۲ سلنه راښکته شوې دی.