هرات کې زلزله ځپلو سره بېړنیو مرستو لپاره میلیونونه ډالر غوښتل شوي

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي‌بي‌سي

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې له نړیوالې ټولنې په هرات ولایت کې زلزله ځپلو سره بیړنیو مرستو لپاره نژدي څوارلس نیم میلیون ډالر غوښتي.

ملګري ملتونه وايي ډېری اړمن کسان ښځې او ماشومان دي.

دا په داسې حال کې ده چې ځپل شوي خلک د کافي مرستو له نه ورسېدو شکایت کوي او وايي ټول شته یې په زلزلو کې تر خاورو لاندې شول.

په ورته مهال ملګرو ملتونو په زلزلو کې د مړو او ټپي شویو کسانو تازه شمېرې خپرې کړې او ویلي دي چې څه باندې درې زره کورونه په زلزلو کې زیانمن او ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره یو این اېچ سي ار وايي د افغانستان په لویدیځ کې په وروستیو ورځو کې د ویجاړونکو زلزلو امله په زرګونه کسان بیړنو مرستو ته اړتیا لري.

د دې ادارې د رپوټ له مخې د اړمنو خلکو ۹۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.

یو این اېچ سي ار پر خپل ایکس پاڼه د زلزله ځپلو اړمنو خلکو ویډیوګانې خپرې کړې او له نړیوالې ټولنې نه یې د هغوی د لاسنوي غوښتنه کړې ده.

له زلزلو ژوندي پاتې ګڼ خلک وايي چې ټول شته یې تر خاورو لاندې شول.

له دوی یوه تن بي‌بي‌سي ته ویلي "زموږ ټول ژوند د دې خاورو لاندې شو او همدا خاورې راته پاتې دي. وریجې، غنم، اوړه او هر څه مو لرل خو ټول تر خاورو لاندې شول اوس دومره څه نه لرو چې خپل ماشومانو ته یې ورکړو. ټول شته مو تر خاورو لاندې شول."

ملګري ملتونه وايي زلزلو هغه خلک چې له مخکې نه زیانمنوونکي وو لا ډېر مرستو ته اړ کړي دي او اوس چې ژمی په رارسیدو دی کافي خواړه، سرپنا او نور اړین توکي نه لري او ګڼ شمېر خلک اوس هم تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي.

د یو این اېچ سي ار په وینا په زیانمنو شویو کې تر ډېره بېرته راستانه شوي کډوال او په کور دننه د جګړو له کبله بې‌ځایه شوې کورنۍ دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو او مسکن د برخې همغږکوونکې "ډانیل اینډز' له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له زلزله ځپلو افغانانو سره لنډمهالې او اوږدمهالې مرستې وکړي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي چې ۴۳ زره کسان په مستقیم ډول د زلزلو له امله زیانمن شوي، څه باندې ۳ زره او درې سوه کورونه ویجاړ شوي چې دوه زره او سل یې په بشپړه توګه ویجاړ دي او اولس سوه یې زیانمن شوي کورونه دي.

اوچا دغه راز ویلي چې تر تېرې دوشنبې ورځې پورې د زلزلې له امله ۱۵۰۰ کسانو مړینه رپوټ شوې او دوه زره نور کسان ټپیان دي.

د یادونې ده چې هرات او شاخوا سیمو کې لومړی د اکتوبر میاشتې پر اومه او بیا وروسته څو نورې زلزلې وشوې چې لا ډېر خلک یې زیانمن، مړه او ټپیان کړل.