تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یو مساپر چې د الوتکې بېړنۍ دروازه یې پرانیستې او وزر ته یې وتلی و، نیول شوی
په مکسیکو کې یو سړی له دې کبله نیول شوی چې هوايي ډګر کې د یوې ولاړې مساپر وړونکې الوتکې بېړنۍ دروازه یې پرانیستې او وزر ته یې وتلی دی.
رپوټونو کې ویل شوي چې د دې الوتکې الوتنه د تخنیکي ملحوظاتو له کبله شاوخوا ۳ ساعته ځنډېدلې، پکې ناستو سپرلیو ته اوبه نه وې او د هوا سړولو سیستم هم کار نه کاوه.
د مکسیکو نړیوال هوايي ډګر چارواکو ویلي، په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی او دا چې نیول شوی مساپر پولیسو ته سپارل شوی دی.
خو د الوتکې نورو سپرلیو بیا په یوه ګډ بیان کې لیکلي چې نیول شوي کس دا ګام د ټولو په خوښه او ملاتړ پورته کړی.
تر اوسه روښانه نه ده چې دغه کس لا له پولیسو سره دی، که بېرته خوشې شوی.
په دې اړه هم څه نه دي ویل شوي چې هغه له کومو تورونو سره مخامخ دی.
تر دې پېښې وروسته په الوتکه کې ناست مساپر بلې الوتکې ته لېږدول شوي دي.
دوی په یوه لیک کې چې په لاس لیکل شوی او ټولو لاسلیک کړی دی، ویلي: "له مکسیکو سېټي ګواتیمالا ته د 'اې اېم ۰۶۷۲' الوتنې ټوله سپرلۍ وایو - هغه مساپر بېړنۍ کړکۍ د ټولو د خوندیتوب لپاره او د ټولو په خوښه او ملاتړ پرانیسته. ځکه ځنډ او د هوا کمښت د مساپرو روغتیا لپاره خطرناک حالت رامنځته کړی و."
په دغه لیک کې زیاته شوې "هغه زموږ ژوند وژغوره."
د دوی دغه لیک پر خواله رسنیو هم خپور او لاس په لاس شوی دی.