د طالبانو حکومت فراه کې د بخش اباد بند د تونلونو جوړولو چارې پیل کړې

د عکس سرچینه، Taliban
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په فراه کې د بخش اباد بند د یوې برخې د جوړېدو چارې بېرته پیل کړې.
طالبان وايي نن شنبه (د مې ۲۰مه) یې د دغه بند 'د تونلونو جوړولو' چارې پرانیستې.
بخش اباد بند د فراه پر رود جوړېږي.
دغه رود د غور له دولینه ولسوالۍ سرچینه اخلي، ۵۶۰ کیلو متره اوږدوالی لري او پای کې د افغانستان – ایران پولې ته څېرمه د هلمند سیند سره یو ځای کېږي.
خو دغه بند د ایران له پولې سلګونه کیلومتره واټن لري. اصف ننګ چې د تیرجمهوري حکومت پرمهال د فراه والي و، وايي د دغو کانالونو په جوړېدو سره به پراخه ځمکه خړوبه شي.
د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې پروژې د پرانیستې مراسمو ته ویلي "بخش آباد بند د فراه ولایت لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه ده."
هغه زیاته کړې "دا وعده یوازې په الفاظو کې نه کوو، بلکې په ډېر اخلاص سره به یې چارې په عمل کې بشپړې کړو."
ښاغلي برادر وویل "موږ باید تېر کال هڅه کړې وی چې سږ کال مو د دغه بند اوبه ذخیره کړې وی او ضایع شوې نه وی."

د عکس سرچینه، Taliban
افغانستان کې د طالبانو حکومت فراه کې د دغه مهم بند د جوړېدو چارې داسې مهال بېرته پیل کړې چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې ایران سره د سیندونو د اوبو پر سر ناندرۍ ډېرې شوې دي.
ایران که څه هم له افغانستانه د اوبو د ور پرېښودل کېدو غوښتنه له ډېره وخت کوي، خو په دې وروستیو کې یې په دې تړاو ګواښونو او خبرداریو ته مخه کړې ده.
دا تازه کړکېچ هم د طالبانو حکومت ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي له ګواښ او خبرداري پیل شو.
تر هغه وروسته په دې تړاو د ایران د یوه پوځي چارواکي او افغانستان لپاره یې د سفیر نسبتآ توندې ویناوې هم رسنیزې شوې.
خو افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د کلونو کلونو وچکالۍ اوبه کمې او سیندونه وچ کړي او دا چې افغانستان کې دننه هم خلکو ته اوبه نه رسېږي.
د ایران حکومت تازه د بخش اباد بند د رغنیزو چارو بیا پیلیدو ته غبرګون نه دی ښودلی.
بخش اباد بند

د عکس سرچینه، Taliban
بخش اباد بند د فراه پر ردو جوړېږي.
فراه رود د افغانستان د فراه ولایت په شمال ختیځ کې یو فصلي سیند دی چې د غور د دولینه له ولسوالۍ سرچینه اخلي.
د طالبانو حکومت وايي د بخش آباد بند له ښي لوري د ۵۰ کیلومټره او له چپ لوري د ۵۲ کیلومټره کانال په لرلو د ۶۸ زره او ۵۹۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.
د دغه بند لومړنۍ اقتصادي څېړنې د محمد داود خان د حکومت پرمهال د یوه فرانسوي شرکت له خوا ترسره شوې وې چې د تحولاتو له کبله پاتې شوې.
په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان د وخت حکومت د دغه بند د ډیزاین تړون له یوه ایټالیايي او یوه افغان شرکت سره وکړ.

د عکس سرچینه، ARG
تر هغې څلور کاله وړاندې له یوه پاکستاني خصوصي شرکت سره هم په دې تړاو تړون شوی و، خو د افغانستان د برېښنا او اوبو وزارت هغه مهال ویلي و، چې د هغه شرکت د کار د سستوالي له کبله یې هغه تړون لغوه کړ.
اوس طالبان وايي، د بخش آباد بند د پاتې چارو د تکمیلۍ په برخه کې به له شته امکاناتو استفاده کوي او له قراردادي شرکت څخه هم غواړي چې د دوی په وینا"په اخلاص او امانتدارۍ سره ورسپارل شوې چارې بشپړې کړي."











