په سوله کې د یوځای ژوند کولو نړیواله ورځ؛ د زغم او تفاهم هڅې

    • Author, اصف معروف
    • دنده, بي بي سي

ملګرو ملتونو د مې میاشتې ۱۶مه په سوله کې د یوځای ژوند کولو نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړې چې د سولې، زغم، تفاهم او پیوستون د منلو لپاره منظمې نړیوالې هڅې متحرکې کړي.

د رنګ، توکم، ژبې او مذهب له توپیر پرته په سوله او تفاهم کې ژوند کول الهي او بشري اخلاقي توصیه ده، خو کلونه کېږي، چې د نړۍ په ځینو برخو کې ځینې خلک د همدې توپیر او تبعیض ښکار دي. ملګري ملتونه بیا له څو کلونو راهیسې د مې میاشتې ۱۶مه ورځ له توپیرونو سره د ګډ سوله ییز ژوند ورځې په مناسبت لمانځي او په همدې پار د دود رامنځته کولو هلې، ځلې کوي.

ملګري ملتونه د دې ورځې په مناسبت وايي، چې غړي هېوادونه یې باید له هغو توپیرونو سره چې انسانان یې په خپل خلقت کې لري، باید یوه بل ته درناوی وکړي او دا توپیرونه د تېري او تبعیض لپاره د پلمې په توګه و نه کاروي. له تېرو څو کلونو راهیسې، متخصصین او ارواپوهان کار کوي چې څنګه په انساني ټولنه کې زغم وهڅوي.

نړیوال سازمانونه او بنسټونه هم په دې برخه کې فعال دي چې خلک وهڅوي چې د ذوق، مذهب، فکر او کلتور د توپیرونو په منلو سره یو ځای او سوله ییز ژوند وکړي.

بشريت له پېړيو راهيسي سرچينو ته د لاسرسي لپاره مبارزه کړې او د پېړيو، پېړيو د ذوقونو توپيرونو، نژادي تبعيض، کلتوري، مذهبي او ايډيالوژيکي توپيرونو او د سياسي آندونو اختلاف د هېوادونو د اوسېدونکو سوله ييز ژوند هم ګډوډ کړی دی. د افغانستان په تجربه کې، د سیاسي او مذهبي عقایدو او ان د ژبې او جنسیت پر بنسټ، واکمنو د مخالفو سیاسي عقیدو خلک او پیروان بندیان کړي، په زرګونو خلک یې شکنجه کړي او یا یې محاکمه کړي دي.

توکمیز تبعیض د اسیا، افریقا، اروپا او امریکا په ګڼو هېوادونو کې هم قرباني اخیستي او د افریقا د مختلفو هېوادونو په تاریخ کې یی تورې او له شرمه ډکې پاڼې شته دي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې بشریت یعنې غړي هېوادونه باید د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره متحد پاتې شي، د طبیعي پیښو لپاره چمتووالی ونیسي او د تلپاتې سولې لپاره په ګډه کار وکړي چې دوامداره پرمختګ پکې شامل وي.

دا سپارښتنه کېږي چې د مدني ټولنې، دیني او سیاسي مشران په ټولنو کې د هیلو او تولنیزو چوپړونو لپاره کار وکړي.

د حکومتونو او واکمنو ډلو لخوا د هر ډول جلاوطنۍ، بعیضی پالیسي او یو ځانګړي قوم او ژبې ته د امتیازاتو ورکول په راتلونکي کې ناوړه پایلې لرلی شی. همدا اوس د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې بې ګناه خلک د هرډول جګړو له دوامه کړېږي، له غزې تر اوکراینه، له کشمیره نیولې تر سودان پورې هره ورځ انسانان قرباني کېږي.

یونیسکو وايي، که د خلکو په ذهنونو کې جګړه پیل شي، نو د سولې دفاع هم باید په ذهنونو کې پیدا شي چې مثبت ګډون او خبرې یې د جګړې پر ځای د حل لارې دي.