تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو افغانستان کې د امریکا غږ او ازادۍ راډیو خپرونې بندې کړې دي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د افغانستان په ۱۳ لویو ښارونو کې د امریکا غږ او ازادۍ راډیو نشرات بند شول.
امریکا غږ هم پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې "طالبانو د امریکا غږ راډیو خپرونې بندې کړې دي."
طالبانو ویلي د دوی د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لارښوونو پر بنسټ د دغو رادیوګانو خپرونې بندې شوې، خو د خپلې پرېکړې په اړه یې ډېر جزییات نه دي ورکړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس پر ټویټر لیکلي، چې د ازادۍ رادیو نشرات په ۱۳ ولایتونو کې بند کړل شول.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر رسنو د څار مشر عبدالحق حماد پر ټویټر پاڼه یوازې همدومره لیکلي چې "د افغانستان په ۱۳ لويو ښارونو کې پر ايف ايم د ازادۍ راډيو نشرات بند شول. دا راډيو چې د امريکايي اشغال له پيل سره يې نشرات پيل کړي وو، د ژورناليستيکي اصولو د نه مراعت کولو او يو طرفه خپرونو له امله وتړل شوه".
امریکا غږ راډیو وړاندې پر اېف اېم او متوسطو څپو افغانستان کې د ورځې ۱۲ ساعته خپرونې کولې چې شپږ ساعته یې پښتو او شپږ ساعته دري وې.
د روان کال د مارچ میاشتې پر ۲۷مه هم طالبانو د "اشنا" تلوېزیون خپرونې بندې کړې. دې تلوېزیون له تېرې یوې لسیزې راهیسې د افغانستان د ملي تلوېزیون، طلوع، طلوع نیوز او لمر تلوېزیونونو له لارې خپرونې خپرولې.
امریکا غږ تازه اعلان کړی چې د طالبانو له دې بندیز وروسته به دوی افغانستان کې خپلو اورېدونکو ته له بهره په متوسطو څپو خپرونې ولري او د سپوږمکۍ له لارې به خپلې خپرونې جاري وساتي او پر وېبپاڼو او فېسبوک پاڼو به یې خپرونې روانې وي.
امریکا غږ پښتو خپرونې په ۱۹۸۲ کال او دري یې په ۱۹۸۰ کال پیل شوې وې.
وروسته تر هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشتې پر ۱۵مه کابل ښار ونیو او پر ټول افغانستان واکمن شول، پر رسنیو یې یو لړ بندیزونه ولګول.
د بېپولې خبریالانو د یوه وروستي رپوټ پربنسټ، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راپدېخوا تر ۲۰۰ ډېرې انځوریزې، غږیزې او چاپي رسنۍ تړل شوې دي.
په تېره اپرېل میاشت کې طالبانو په افغانستان کې د بي بي سي پښتو، فارسي او ازبکي تلویزیوني خبري ټولګې هم بندې کړې.
د تېر حکومت پرمهال افغانستان کې تر ۵۰۰ ډېرو رسنیو فعالیت درلود.