تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغان خبریالانو ټولنه: یو خبریال د طالبانو له بنده ازاد شوی، دوه نور هم باید ازاد شي
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي
په کابل کې له څلور میاشتنې بند وروسته د یوه افغان خبریال له ازادیدو وروسته د خپلواکو خبریالانو ټولنې له طالبانو غوښتي چې پاتې دوه نور خبریالان هم له بنده خوشې کړي.
عبد الحنان محمدي په کاپیسا کې نیول شوي وو او پرون په کابل کې خوشې شو.
افغانستان کې د خپلواکو خبریالانو ټولنې مشر حجت ال مجددي وايي طالبانو کاپیسا ولایت کې ځايي خبریال او د دې ټولنې مرستیال عبد الحنان محمدي له مخالفینو سره د تړاو په تور نیول وو، خو دی وايي د دې تور د ثابتولو لپاره د قناعت وړ دلیل نه دی وړاندې شوی.
ښاغلي مجددي بي بي سي ته وویل د دوی ټولنه له طالبانو غواړي چې د دوی په زندان کې د رسنیو دوه پاتې کارکوونکي هم ازاد کړي.
خو د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو ریاست مشر عبد الحق حماد بي بي سي ته وویل چې خالد قادري خبریال نه دی او د ده د ادعا له مخې هغه په حقوقي قضیه کې نیول شوی.
نوموړي د مرزا حُسني په اړه بي بي سي ته وویل چې نوموړی د طالبانو له وسله والو مخالفینو سره د تړاو په تور نیول شوی.
له دې وړاندې د طالبانو اړونده چارواکو د عبد الحنان محمدي په اړه هم ویلي وو چې نوموړی له خبریالۍ سره په تړاو نه دی نیول شوی.
د رسنیو د ملاتړ ادارو د شمېرو پر بنسټ د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نږدې نیمايي رسنۍ تړل شوې، اقتصادي ستونزې یې له لویو لاملونو دي.
د یادو ادارو د اټکل له مخې تېر یوه کال په افغانستان کې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
د طالبانو استخباراتو له خوا په کابل او ولایتونو کې د توصېي په نوم ګڼ خبریالانو ونیول شول او ځینو تر خوشې کېدو وروسته پر ټولنیزو رسنیو خپل تصویرونه په داسې حال کې خپاره کړل چې پر بدن یې د وهلو او شکنجو نښې ښکارېدلې.
خو طالبانو تل ویلي چې افغانستان کې رسنۍ ازادې دي او دوی یې پر فعالیت محدودیتونه نه دي لګولي.