تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا کولوراډو کې د همجنسبازانو کلب کې ډزې؛ ۵ کسان وژل شوي ۲۵ ټپیان دي
د امریکا په کولوراډو ایالت کې د شنبې پر شپه د همجنسبازانو یوه کلب کې د یوه وسله وال برید له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
د پېښې یو مشکوک بریدګر ټپي حالت کې نیول شوی او درملنه یې روانه ده.
پولیسو ویلي دوو کسانو ځان خطر ته ورکړی او بریدګر یې د لا ډېرو کسانو له وژلو راګرځولی دی.
دا پېښه د 'کولوراډو سپرنګز' په 'کیو کلب' کې شوې.
دغه کلب پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د دوی پر ټولنه دې 'بې معنا' برید په ملا مات کړي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن هم دغه برید ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې امریکایان "کرکه نشي زغملی او باید ویې نه زغمي."
پولیسو له ځايي خلکو د زغم غوښتنه کړې. دوی وايي د پېښې د ټولو قربانیانو د کره شمېر د مالومولو او د هغوی د پېژندلو هڅې روانې دي.
یو شمېر کسان پخپله ټپي حالت کې روغتون ته تللي.
پولیسو ویلي چې د شپې نږدې ۱۲ بجې یې د ډزو خبر تر لاسه کړ او د پېښې ځای ته له رسېدو وروسته مالومه شوه چې مشکوک بریدګر لا کلب کې دننه دی.
د پېښې ځای کې دوه وسلې موندل شوې او ویل شوي چې بریدګر د ټوپک ډزې کړې دي.
تر اوسه د دې پېښې انګیزه مالومه نه ده.
پولیس وايي په دې اړه هم څېړنې روانې دي چې یوازې همدا یو کس پکې ښکېل دی که نور ملګري هم لري.
کولولارډو سپرنګز ته ورڅېرمه ډېنېور ښار کې د فدرال څېړنو ادارې (اېف بي ای) ویلي چې له ځايي پولیسو سره د دې پېښې په اړه څېړنو کې مرسته کوي.
د بریدګر په اړه ویل شوي چې 'انډرسن لي الډریچ' نوموېږي او ۲۲ کلن دی.
د امریکا کولوراډو ایالت کې تر دې مخکې هم د ډزو ګڼې مرګونې پېښې ثبت شوې دي.
تېر کال د دغه ایالت د بولډر ښار یوه پلورنځي کې لس کسان په ډزو وژل شوي وو.
تر هغې وړاندې په ۲۰۱۵ کال همدغه 'کولولارډو سپرنګز' کې د ماشومانو د سرپرستۍ یوه کلېنیک کې په ډزو کې ۳ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپي شوي وو.
۲۰۱۶ کال کې بیا د فلورېډا ایالت په اورلانډو ښار کې د همجنسبازانو یوه کلب کې په ډزو کې ۴۹ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر نور ټپي شوي وو.
هغه مهال دا د امریکا تاریخ کې د ډزو تر ټولو مرګونې پېښه بلل شوې وه.