تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا کې بریدګر یو افغان وواژه او دوه یې ټپیان کړل
د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د یکشنبې په ورځ یوه بریدګر په یوه پلورنځي کې پر افغانانو ډزې وکړې، چې له امله یې درې افغانان ټپیان شول. خو په روغتون کې یو ټپي مړ شو او دویم هم کوما حالت کې دی، مګر دریم له روغتون رخصت شوی دی.
بریدګر هم له دې پېښې وروسته ځان وژلی دی.
برید د کلیفورنیا په مرکز ساکرامنټو ښار کې پرون شوی دی.
کلیفورنیا کې د افغانانو ټولنې غړي او مدني فعال فرهاد یوسفزي بي بي سي ته وویل، بریدګر هغه پلورنځي کې پر افغانانو ډزې کړې چې تر ډېره افغانان ورځي:
"دلته سټور دی تر ډېره د افغان ټولنې کسان پکې سودا اخلي، یو کس ورځي، توپانچه ور سره ده او یو کس ولي، بیا بل او دریم چې تښتي هغه هم اوږې ته ولي. "
ښاغلی یوسفزی وايي، د برید انګېزه لا مالومه نه ده، خو ډېر اټکل دا کېږي چې بریدګر خپله رواني ناروغ دی.
وژل شوی افغان څوک و؟
ویل کېږي برید کې وژل شوی افغان د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولایت اوسېدونکی و او دوه کاله مخکې( د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ لومړیو کې) امریکا ته په ځانګړې ویزه تللی و.
ویل کېږي چې دا کس یوه د شپږو کلونو په عمر لور او څو میاشتنی زوی لري.
امریکا ته نوي کډه شوي افغانان تر ډېره د کلیفورنیا مرکز کې اوسېږي.