پېښور کې بورډ بازار ته نږدې چاودنه؛ پولیس وايي "د چاودېدونکو موادو لېږدونکي پکې وژل شوي"

د عکس سرچینه، KPK Police
د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور کې چاودنې لږ تر لږه دوه کسان وژلي او یو بل ژوبل کړی دی.
د پېښې سیمې ته د نږدې خیبر روغتون ویاند رسنیو ته ویلي د دوی روغتون ته دوه کسان چې یو یې مړ او بل سخت ټپي و ور وړل شوي دي.
د معلوماتو له مخې دا چاودنه د ناصر باغ د پولیسو پوستې ته نږدې په ناصر باغ واټ، بورډ بازار کې شوي.
له چاودنې وروسته پولیسو د څه مودې لپاره سیمه کلابنده کړې وه او پلټنې یې کړې.
د پولیسو په لومړي رپوټ کې دا درې واړه کسان 'ترهګر' بلل شوې او په وینا یې کوم ولسي وګړي ته پکې مرګ ژوبله نده رسیدلې.
د ځایي پولیسو یوه مشر کاشف افتاب عباسي له رسنیو سره خبرو کې ویلي چې له ۴ تر ۵ کېلو چاودېدونکو موادو چاودنه کړې.

د عکس سرچینه، Social media
د هغه په ټکو "د بم خنثی کونکي ټيم د څيړنو له مخې دا ځانمرګی برید نه و بلکې چاودنه د چاودېدونکو موادو لېږد پر مهال رامنځته شوې."
پولیسو نه دي ویلي چې دا چاودیدونکي مواد چېرې وړل کېدل او یا د لېږدونکو اصلي موخه کوم ځای و.
د پولیسو په لومړني رپوټ کې هم راغلي چې "په چاودنه کې ولسي وګړو ته مرګژوبله نده رسیدلي او خپله د چاودونکو موادو لېږدونکي یې وژلي."
پاکستاني رسنیو تازه لیکلي چې د چاودیدونکو موادو د لیږدونکو هویت په ډاګه شوی او ویل کېږي چې ټول د پېښور اوسیدونکي وو.
د خیبر پښتونخوا نوي وزیر اعلی علي امین ګنډاپور او نورو چارواکو پېښه غندلې او له پولیسو یې د څرنګوالي رپوټ غوښتی دی.
پښتونخوا کې د تحریک انصاف نوي حکومت له تشکیل راهیسې دا پېښور کې لومړۍ چاودنه ده خو له دې مخکې د پښتونخوا په نورو سیمو کې ناامنیو وار له مخه د نوي حکومت توجه جلب کړي.








