افغان لیکوال او خبریال عبدالعلي ارغنداوی لندن کې ومړ؛ غبرګونونه ورته‌ څه دي؟

افغان لیکوال او خبریال ډاکتر عبدالعلي ارغنداوی د ۷۶ کالو په عمر د زړه ناروغۍ له کبله د بریتانیا په پلازمېنه لندن کې ومړ.

د نوموړي مشر زوی داود ارغندیوال بي بي سي ته وویل،" د پلار جنازه او فاتحه به یې همدلته په لندن کې کېږي."

نور سعید په خپل رپوټ کې وايي، عبدالعلي ارغنداوی د افغانستان په کندهار کې زېږېدلی و او لوړې زدکړې یې په هند کې کړې وې.

عبدالعلي ارغنداوي د پي ایچ ډي یا دکتورا لپاره مقاله 'په شلمه پېړۍ کې بریتانوي استعمار او د افغانستان خپلواکۍ مبارزې' پر موضوع لیکلې وه.

نوموړی په افغانستان کې د جګړو پر مهال بریتانیا ته کډوال شو او تر کلونو پورې یې په لندن کې له بي بي سي سره د خبریال په توګه دنده درلوده.

د خواخوږۍ پيغامونه

د ښاغلي ارغندواي مړینې ته ګڼو لیکوالانو،‌ کولتوري څېرو او سیاستوالو غبرګونو ښودلي دي. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه پیغام کې د هغه مړینه ضایعه بللې.

ښاغلي کرزي پر اېکس لیکلي "د ارواښاد ډاکټر عبدالعلي ارغنداوي مړینه یوه ضایعه بولم او د خپلې ژورې خواشینۍ او ډاډگیرنې مراتب د خدای بخښلي کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوم."

د امریکا غږ خبریال جعفر هاند د تسلیت ترڅنګ سپارښتنه کړې، چې افغانان دې د ښاغلي ارغنداوي اثر "ژوندۍ خاطرې، د افغانستان شفاهي تاریخ" ولولي.‌

ښاغلي هاند له نورو خبریالانو هم هیله کړې چې د ښاغلي ارغنداوي په څېر له خبریالۍ ورهاخوا خپل یادښتونه د کتاب په بڼه ولیکي چې نور نسلونه ترې ګټه واخلي.

هغه د (ژوندۍ خاطرې) تر سرلیک لاندې د بي بي سي لپاره د افغانستان معاصر تاریخ پر موضوع د خپرونو یوه لړۍ چمتو کړه، چې بیا په ۱۹۹۷ کال په کتابي بڼه هم له پېښوره چاپ شو.

ژوندۍ خاطرې، د افغانستان د تېرو نژدې نهه لسیزو مهمې پېښې رانغاړي چې ډاکتر عبدالعلي ارغنداوي په افغانستان، اروپا او امریکا کې له مورخینو، دیپلوماتانو، د دې پېښو له عیني شاهدانو، مسوولو چارواکو او پخوانیو چارواکو سره د مخامخ او ټیلیفوني مرکو له لارې په شفاهي بڼه چمتو او وړاندې کړې وه.