افغان لیکوال او خبریال عبدالعلي ارغنداوی لندن کې ومړ؛ غبرګونونه ورته‌ څه دي؟

ډاکتر ارغنداوی تر کلونو پورې په لندن کې د بي بي سي له افغان څانګې سره همکار و.

د عکس سرچینه، social media

د عکس تشریح، ډاکتر ارغنداوی تر کلونو پورې په لندن کې د بي بي سي له افغان څانګې سره همکار و.

افغان لیکوال او خبریال ډاکتر عبدالعلي ارغنداوی د ۷۶ کالو په عمر د زړه ناروغۍ له کبله د بریتانیا په پلازمېنه لندن کې ومړ.

د نوموړي مشر زوی داود ارغندیوال بي بي سي ته وویل،" د پلار جنازه او فاتحه به یې همدلته په لندن کې کېږي."

نور سعید په خپل رپوټ کې وايي، عبدالعلي ارغنداوی د افغانستان په کندهار کې زېږېدلی و او لوړې زدکړې یې په هند کې کړې وې.

عبدالعلي ارغنداوي د پي ایچ ډي یا دکتورا لپاره مقاله 'په شلمه پېړۍ کې بریتانوي استعمار او د افغانستان خپلواکۍ مبارزې' پر موضوع لیکلې وه.

نوموړی په افغانستان کې د جګړو پر مهال بریتانیا ته کډوال شو او تر کلونو پورې یې په لندن کې له بي بي سي سره د خبریال په توګه دنده درلوده.

د خواخوږۍ پيغامونه

د ښاغلي ارغندواي مړینې ته ګڼو لیکوالانو،‌ کولتوري څېرو او سیاستوالو غبرګونو ښودلي دي. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه پیغام کې د هغه مړینه ضایعه بللې.

ښاغلي کرزي پر اېکس لیکلي "د ارواښاد ډاکټر عبدالعلي ارغنداوي مړینه یوه ضایعه بولم او د خپلې ژورې خواشینۍ او ډاډگیرنې مراتب د خدای بخښلي کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوم."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

د امریکا غږ خبریال جعفر هاند د تسلیت ترڅنګ سپارښتنه کړې، چې افغانان دې د ښاغلي ارغنداوي اثر "ژوندۍ خاطرې، د افغانستان شفاهي تاریخ" ولولي.‌

ښاغلي هاند له نورو خبریالانو هم هیله کړې چې د ښاغلي ارغنداوي په څېر له خبریالۍ ورهاخوا خپل یادښتونه د کتاب په بڼه ولیکي چې نور نسلونه ترې ګټه واخلي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

ډاکتر عبدالعلي ارغنداوی ۱۹۴۸ کال کې په کندهار کې زېږېدلی و.

د عکس سرچینه، social media

د عکس تشریح، ډاکتر عبدالعلي ارغنداوی ۱۹۴۸ کال کې په کندهار کې زېږېدلی و.

هغه د (ژوندۍ خاطرې) تر سرلیک لاندې د بي بي سي لپاره د افغانستان معاصر تاریخ پر موضوع د خپرونو یوه لړۍ چمتو کړه، چې بیا په ۱۹۹۷ کال په کتابي بڼه هم له پېښوره چاپ شو.

ژوندۍ خاطرې، د افغانستان د تېرو نژدې نهه لسیزو مهمې پېښې رانغاړي چې ډاکتر عبدالعلي ارغنداوي په افغانستان، اروپا او امریکا کې له مورخینو، دیپلوماتانو، د دې پېښو له عیني شاهدانو، مسوولو چارواکو او پخوانیو چارواکو سره د مخامخ او ټیلیفوني مرکو له لارې په شفاهي بڼه چمتو او وړاندې کړې وه.