افغان لیکوال او ژورنالیست محمد اسحاق نګارګر د ۸۲ کالو په عمر وفات شو

د عکس سرچینه، Aryan Negargar/facebook
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي لندن
افغان لیکوال، کره کتونکی او ژورنالیست محمد اسحاق نګارګر د ۸۲ کالو په عمر د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله د انګلستان په برمنګهم کې وفات شو.
د ښاغلي نګارګر کورنۍ وايي، محمد اسحاق نګارګر له دوو ورځو راهیسې په روغتون کې بستري وو .
نوموړی به په برمنګهم کې خاورو ته وسپارل شي.
ښاغلی نګارګر له تېرو نژدې دریو لسیزو راهیسې په انګلستان کې مېشت و.
محمد اسحاق نګارګر د فاریاب ولایت په مېمنه کې زېږېدلی و او د کابل پوهنتون په ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي کې یې لوړې زدکړې کړې وې.
نوموړي وروسته د ماسټرۍ تر کچې د بریتانیا په برمنګهم کې زدکړې وکړې.
محمد اسحاق نګارګر د کابل پوهنتون ادبیاتو پوهنځي کې د استاد په توګه دنده تر سره کړې او وروسته یې څه موده پاکستان ته د کډوالۍ پر مهال هم د استاد په توګه دنده درلوده.
ښاغلي نګار ګر په بریتانیا کې د بي بي سي له افغان څانګې سره تر کلونو پورې د خبریال په حیث دنده درلوده.
محمد اسحق نګارګر پر ټولنیزو، تاریخي او کلتوري مسایلو ګڼ شمېر اثار لیکلي، او دغه راز یې د پښتو او فارسي د شعر کره کتنې په برخه کې لیکنې کړې دي.
نوموړی د هند مشهور فارسي ژبي شاعر مرزا عبدالقادر بیدل پېژندنې برخه کې خورا په زړه پورې اثار لیکلي.










